د ضیاالحق امرخېل ناویلې؛ د ۲۰۱۴ ټاکنې څنګه وې، غني یې ولې ایډیال او عبدالله ولې ورګران دی؟

په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشرغني سترسلاکار ضیاالحق امرخېل، چې د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو پر وخت زیات مشهور او د ژبو په سرشو؛ کلونه وروسته د هغو ټاکنو د جنجالي کیدو او د ژوند د ناویلو کیسو په اړه په یوه اوږده مرکه کې پوښتل شوی.
ښاغلی امرخېل، چې د ملي ثبات په نوم د یوې ټولنې بنسټګر او رییس هم دی، تېره اونۍ د یک تلویزون د مشهورې خپرونې( کاکتوس) مېلمه و.
یاران خپلو لوستونکو ته د دغې جالبې مرکې مهم ټکي وړاندې کوي.
زوکړه او زده کړې
ضیاالحق امرخېل ۳۸ کاله وړاندې د بامیان ولایت په مرکز کې زیږیدلی.
د ده په اړه دا خبره کیدای شي زیاتو خلکو ته جالبه وي، چې لا هم هلته زیاتې ځمکې لري او خپلوان یې ژوند پکې تېروي.
امرخېل وایي که ننګرهار ته تلی د ننګرهاري او که وردګو ته تلی د هغه ځای د اصلي اوسیدونکي ګومان ورباندې شوی.
هغه په ماشومتوب کې د هېواد جګړو اړ ویستی، چې پېښور ته کډوال شي.
په همدې وجه یې د پوهنتون تر وروستیو هلته زده کړې کړي، خو د پوهنتون وروستی سیمستر یې په ننګرهار کې لوستی او له ننګرهار پوهنتون څخه فارغ شوی.
د دې ترڅنګ یې مدرسه هم لوستې او له ایټالیې څخه یې د ماسټرۍ سند اخیستی.
ضیاالحق امرخېل پر پښتو او دري سربېره په عربي، انګلیسي او اردو ژبو هم روانې خبرې کولای شي.
د دندو کیسه

امرخېل په ۲۰۰۳ کې کابل ته راځي، په دندې پسې ګرخي او بالآخره د ملګرو ملتونو له دفتر سره د کوچیانو اړوند د اړیکو مسول ټاکل کیږي.
په ۲۰۰۴ کې د همدې ادارې لخوا د کوچیانو اړوند ټاکنیز مبلغ وي او خلک په دې پروسه کې ګډون ته هڅوي.
هغه د دندو په برخه کې تدریجي مزل کوي، له ملګرو ملتونو څخه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته ځي، هلته له وړو دندو کار پیل او په ټاکنیزه برخه کې یې سر تر نیپاله رسیږي.
په هغه هېواد کې د ټاکنو په برخه کې ملګرو ملتونو ته کار کوي او له راستنیدو سره دلته بیا په کمیسون کې دنده اخلي.
وایي کابل ته له راتلو سره د ټاکنو کمیسون ته ځي څو د هغه وخت د دارالاانشا ریس داود علي نجفي وویني، خو د هغه سکرتر له ساعتونو انتظار سره اجازه نه ورکوي، ترهغې چې خپله تصادفي هملته نجفي ویني او د هغه په مرسته د کمیسون عملیاتي ریس ټاکل کیږي.
امرخېل د ۲۰۱۴ د ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو پر وخت د ټاکنو خپلواک کمیسون د دارالانشا ریس وي، چې وروسته په درغلیو د تورنیدو له کبله استعفا کوي او بیا څو کاله د ملي ثبات ټولنې له ادرسه په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بوخت وي.
هغه په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کابله د پارلمان څوکۍ ته ودریږي، خو د نوماندانو د وروستي نوملړ د اعلان په شپه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون لخوا له لیسته ویستل کیږي.
امرخیل څه موده پر دې کار سخت اعتراضونه کوي، خو وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کې د سیاسي او ولسي چارو په برخه کې د ستر سلاکارۍ دنده پيلوي.
هغه دنده، چې اوس یې هم مخته وړي او ورسره خوا کې له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې د تطبیق د کمیسون ریاست او د کرکټ بورډ غړیتوب هم لري.
فعالیتونه یې چا تمویل کړل؟
په دې مرکه کې امرخېل په دې اړه وپوښتل شو، چې په ټاکنو کمیسون کې له دندې تر استعفا وروسته یې د ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو مالي لګښتونه له کومه کول؟
تر دې لا وپوښتل شو، چې هره ورځ یې په دفتر کې تر څو سوو کسانو ته ډوډۍ ورکوله.
ځواب یې دا و، چې هم یې د دفتر کرایه او هم نور لګښتونه یو شمېر سوداګرو ورکول، چې دی یې منندوی دی.
غني یې الګو دی!
ضیاالحق امرخېل په دې مرکه کې ولسمشر غني د خپل الګو او ایډیال شخصیت په توګه یاد کړ.
د ده په وینا د غني له فکر او نظریاتو سره له ۲۰۰۴ راهیسې اشنا شوی او د نوموړي پروګرامونه یې خوښیږي.
امرخېل وایي: په ۲۰۰۷ کې په نیپال کې وم، چې ډاکټر غني هلته راغی.
دی زیاتوي، چې تلویزونونو د نوموړي د راتګ اعلانونه کول او ویل، چې د حکومت جوړونې نړیوال متخصص دغه هېواد ته راغلی.
د ولسمشر غني د دغه سلاکار په خبره د نیپال د ماویستانو یو قومندان، چې وروسته صدراعظم هم شو، ده ته وویل: د غني غوندې سړي د لرلو باوجود افغانستان ولې سمه حکومتولي نه لري؟
ضیاالحق امرخېل وایي: غني عالم سړی دی، د افغانستان د تاریخ په اړه کم سارې پوهه لري، ځوانان او ښځو ته خاصه پاملرنه کوي او هېواد پرې ډېر ګران دی.
د ده په وینا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم غني ته رایه ورکوي.
د نوماندۍ له لیسته ایسته کیدل
ضیاالحق امرخېل د تېرو پارلماني ټاکنو د نوماندانو له نوملړه د خپل نوم حذفیدل د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون عقده یي، سیاسي او دسیسوي چلند ګڼي.
د ده په وینا حکومت په دغه دسیسه کې شریک نه و او دی وروسته له دې کبله په حکومت کې کار ته حاضر شو، چې نوي نسل ته د عقده یي چلند د نه کولو پيغام ورکړي.
د ۲۰۱۴ ټاکنیزې ناندرۍ
د ۲۰۱۴ د ولسمشریزو ټاکنو د ناندریو په اړه امرخېل وایي، چې هغه ټاکنې د درغلیو له کبله نه؛ بلکې د نامساعدو شرایطو له کبله ناندریزې شوې.
امرخېل وایي: هغه مهال دفاع وزیر د یوه، داخله وزیر د بل او نورو ټولو چارواکو د یوه ـ یوه نوماند ملاتړ کاوه او له دې کبله شرایط ناندریز شوي وو.
د هغه په خبره د اول پړاو ټاکنو له ترسره کیدو وروسته ډاکټر عبدالله خپله او ولسمشر غني د خپل یوه استازي په وسیله ترې د ښو ټاکنو د کولو له کبله ټلیفوني مننه وکړه.
دی دویم پړاو ټاکنې قومي شوې ګڼي او وایي: د لومړي پړاو ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند په دویم پړاو کې د ډاکټر عبدالله ملاتړ کاوه، خو د رایه ورکوونې کارت یې نه درلود.
د کابل امنیه قومندانۍ له یوه مقام جنرال ظاهر سره د خپلې ناندرۍ په اړه امرخېل وویل: له سروبي او یو شمېر نورو سیمو احوال راغی، چې رای پاڼې خلاصې دي، له ګودام څخه مو په داسې وخت اضافي رای ورواستولې، چې کورنیو چارو وزارت له پاکستان څخه د ۶۰ زرو جعلي رایو د یوه موټر د راتلو خبر ورکړی و.
امرخېل وایي: دغه وخت د کمیسون یوه کمیشنر وار له مخه له جنرال ظاهر سره په همغږۍ د ده خلاف توطیه برابره کړې وه، کله چې د رایو موټر د کمیسون دروازې ته رسیږي، جنرال ظاهر د پولیسو او رسنیو په مخکې د دغه موټر ممانعت کوي.
ضیاالحق امرخېل زیاتوي: د کمیسون هماغه کمیشنر( نوم یې وانخیست) ماته وویل، چې دروازې ته که ته ورشې، چې د رایو د لېږدولو مشکل زر حل شي. کله چې لاړم جنرال ظاهر د رسنیو مخکې راته وویل، چې د دغو رایو د استولو حق نه لرې، خو ما په ۸ دقیقو کې بیرته په دلایلو قانع او رایې بیرته د ده د پولیسو په همکارۍ سروبي ته واستولې.
د ټاکنو کمیسون د دارالانشا دا پخوانی ریس وایي، چې جنرال ظاهر ته د دغه بې ځایه مداخلې په اړه یې سمدستي د وخت د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي او د هغه امنیتي مرستیال ایوب سالنګي هم زنګونه ووهل او په دې اړه ورته غوسه شول.
امرخېل وویل، چې دا کیسه عمر داودزي پخپل یوه کتاب کې هم لیکلې ده.
د دویم پړاو ټاکنو په اړه د امرخېل نظر دا دی، چې درغلي پکې ونه شوه؛ بلکې د ټاکنو د قومي کیدوله کبله وسله والو طالبانو هم له دغه بهیر سره همکاري وکړه او تر خپل واک لاندې سیمو کې یې خلکو ته د رایه ورکونې اجازه ورکړه.
دی دغه راز وایي: ټاکنې ښې وې، خو له بده مرغه نه یې ګټونکي د خپلو ګټلو رایو دفاع وکړه او نه یې بایلونکي خپله ماتې ومنله.
دی دغه راز هغه غږیز کلیپ ردوي، چې د ډاکټرعبدالله ټاکنیز ټیم خپور کړ او مدعي شو، چې د امرخېل خبرې دي او خپلو همکارانو ته د غني په ګټه د درغلۍ امر کوي.
د استعفا کیسه
امرخېل د ټاکنو کمیسون له دارالانشا ریاست څخه د خپل استعفا په اړه وایي، چې د بحران د مخنیوي لپاره یې د یوه فردي او اخلاقي مسولیت په حیث له دندې استعفا وکړه.
د ده په وینا د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ته لاړ او د ځینو نورو چارواکو په مخکې یې ورته د خپلې استعفا خبره وکړه.
وایي کرزي نه منله، خو ده په څو دلایلو قناعت ورکړ:
ـ ډاکټرعبدالله ۲ میلیونه رایې لري، هغه زما په اړه اعتراض لري، غواړم ۲ میلیونه خلکو ته د درناوي لپاره استعفا وکړم.
ـ د ټاکنو یوه اړخ را باندې تور لګولی، په دې خاطر استعفا کوم، چې په دنده کې نه موجودیت به مې د دغه تور څېړنه اسانه کړي.
ـ د استعفا فرهنګ غواړم دود او پياوړی شي.
– نه غواړم زما خلاف کوم لاریون وشي او خلکو ته پکې زیان ورسیږي.
د امرخېل په خبره تر دې وروسته څارنوالۍ ته ورغی څو پرې د لګیدلي تور څېړنه وکړي او د ملامتۍ په صورت کې محاکمه شي.
دی دا هم وایي، چې جنرال ظاهر پر ده د تور لګولو له کبله بښنه وغوښته.
خو د دې مرکې له خپریدو وروسته جنرال ظاهر پرخپلې فیسبوک پاڼې د امرخېل دا خبره رد کړه.
عبدالله ولې ورته ګران دی؟
ډاکټر عبدالله د ۲۰۱۴ ټاکنو د یوه مخکښ ولسمشریز نوماند په توګه امرخېل تورن کړ، چې د غني په ګټه یې د رایو صندوقونه ډک کړي.
له دې سره امرخېل وایي، چې عبدالله ورته ګران دی او درناوی ورته لري.
هغه ډاکټر عبدالله با حوصلې، وطن دوسته او سنګین سیاستوال یادوي.
د ده په وینا له هغو ناندریزو ټاکنو وروسته یې څو ځله ورسره لیدل شوي، چې درنه رویه یې ورسره کړې ده.
دی دغه راز عبدالله ملي سیاستوال ګڼي او وایي د دې ترڅنګ، چې شیک پوشه دی؛ د افغانستان په اړه سمه او ښه مطالعه لري.
د شخصیتونو بحثونه
د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان په اړه ضیاالحق امرخېل وویل: اوسنی او راتلونکی نسل دواړه مو ورنه احسانمن دي، هغه په ځان سختۍ ومنلې، خو خلک یې علم او قلم ته وهڅول.
د ده په وینا خجالت باسي، چې اوس هم افغانستان د هغه د واکمنۍ دورې ته نه دی رسیدلی او لا هم خلک د نجونو مکتبونه سیزي، پر نجونو تیزاب شیندي او سړکونه په ماینونو الوزوي.

د امریکا د پخواني خارجه وزیر جان کیري په اړه امرخېل وایي، چې هغه خپل هېواد ته ژمن سړی و، خو افغانستان ته قانون ماتونکی ځکه و، چې د ملي یووالي حکومت یې ورته جوړ کړ.
د جنرال دوستم په اړه یې وویل، چې ده یو ځل د شمال پښتنو سره په تبعیض تورن کړی و، چې د هغه او پلویانو توند غبرګون یې وپاروه.
د امرخېل په وینا دوستم د ازبک قوم رهبر دی، خو دا رهبري یې خپلې کورنۍ ته محدوده کړي، چې دغه کار سره یې نه دی موافق او ځوان نسل ته ترې د رهبرۍ د لېږد هیله لري.
د سندرغاړي احمد ظاهر په اړه امرخېل وویل، چې د هغه سندرې یې خوښیږي.
دی کیسه کوي، چې پېښور کې د عصري مدرسې د زده کړو پر وخت د تاجیکستان یوه صنفي به یې د احمد ظاهر سندرې زیاتې پرې اورولې او مفاهیم یې ورته بیانول.
د دې ترڅنګ امرخېل حامد کرزی، استاد سیاف، استاد رباني او ګلبدین حکمتیار د خپلې خوښې وړ سیاستوال یادوي.
ګوسفندي که وزه؟
امرخېل د مخالفینو له لورې یې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر وخت تورن شو، چې په ټلیفون یې خپل یوه ولایتي همکار ته د شیفیر په بڼه ویلي: پسونه ښه ماړه کړئ.
دوی دا خبره داسې تعبیروله، چې امرخېل خپل کارمند ته د غني په ګټه د صندوقونو د ډکولو امر کړی و.
تر هغه وروسته امرخېل ته مخالفینو یې د (ګوسفندي) اصطلاح کاروله.
هغه په دې مرکه کې کیسه وکړه، چې د سولې جرګه کې یوه سپین ږیري غوښتل په منډه استاد سیاف ته ځان ورسوي، خو په خبره یې دی د سپین ږیري د مزاحمت مانع شو او سپین ږیري له غوسې ورته وویل: تا ته هسې ګوسفندي وایي، ته خو سمه وزه یې!
شخصي او کورنی ژوند
ضیاالحق امرخېل وایي یو واده یې کړی، چې څو نجونې او زامن ورڅخه لري.
د ده په وینا د زیاتو سیاستوالو برعکس په افغانستان؛ هغه هم د کابل په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
وایي کورنۍ یې په بامیان، بغلان، میدان وردګو کې پریمانه ځمکې لري، خو دی لا کابل کې د کور مالک نه دی.
امرخېل په ورزش کې منډه وهل خوښوي او په خوراکونو کې یې ښوروا د خوښې خواړه دي.
دی ردوي، چې په اماراتو یا بل بهرني هېواد کې شتمنۍ ، کاروبار یا کورونه لري.