ژوند بڼه

د ځنګلونو ګټې او د انسان د ژوند سره يې تړاو

ليکنه: شمله نادري   ځنګلونه د انسانانو په ژوند کې اړین ارزښت لري او د ځمکې کابو یو پر درې برخه یې نیولې ده. د ځنګلونو شتون د انسانانو، حیواناتو او حشراتو لپاره بې شمېرې گټې لري، چې په دې لیکنه کې به یې په تفصیل سره بیان کړو. 1: د اکسیجن تولید ساه اخیستل د کاربن ډای اکساید خارجول او د اکسیجن اخیستلو ته ویل کېږي، نو له اکسیجن اخیستلو پرته انسان ژوندی نه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ډېر اولادونه: د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ، د مور او پلار عمر کموي!

زموږ په ټولنه کې یو بد رواج دا هم دی چې سړی باید ډېر زامن ولري او د دې لپاره دوی هڅه کوي چې ډېر اولادونه نړۍ ته راوړي، او دا بیا ډېر مشکلات زېږوي، چې مور او پلار نشي کولای د خپلو ټولو اولادونو اړتياوې پوره کړي. . د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې له روغتیايي اسانتیاوو څخه د ۵۰۰ زره افغانانو د بې برخې توب له کبله خپله اندیښنه ښودلې. دا په … نور ولولئ

طبیعت

د جاذبې قوه د قران له نظره !

ایا تاسو پوهیږٸ دغه وخت چي تاسو دا لیکنه لولٸ، دغه وخت زموږ ځمکه د لمر په شاوخوا ۳۰ کلومټره في ثانیه سرعت سره څرخي، کومه حیرانونکې خبره نه ده مګر په دې باندې پوهېدو سره به تاسې حتما حیران شٸ، چي دغه سرعت تر ټولو تېز ترینه د مرمي له سرعت څخه هم ۷۰ وارې زیات دی، مګر تاسو او ستاسو د شاوخوا اجسام دا سرعت لږ څه هم نشي محسوسولای. د دا ډول … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي کوم هیواد کې وموندل شول؟

ډایناسور هغه ژوی دی چې نسل یې په بشپړ ډول له منځه تللی، خو د دې ژوی په اړه څېړنه، او دا چې څومره کاله پخوا دې ژوی په ځمکه کې ژوند کاوه،د اسکلیټونو او فوسیلونو د پلټنو وروسته لرغون پوهانو دا ځل د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي وموندل. لرغون پوهانو په استرالیا کې د داسې ډایناسور پاتې شوني موندلي، چې دوی یې خپله حیران کړي دي. لرغون پوهانو یاد … نور ولولئ

په زړه پورې

د یوه امریکایي ښکاري حیرانونکې کیسه

یو امریکایی ښکاري وایي وروسته له دې چې یوه غټ نهنګ راباندې حمله وکړه او په خوله یې ننویستم او بیا یې په خوله کې کیکاږلم تر څو تېر مې کړي، خو له څو ثانیو وروسته مخکې له دې چې خېټې ته مې کړي د یوې معجزې په ډول له مرګ څخه و ژغورل شوم. د ماساچوستن ایالت په پروفیسټاون کې یو امریکایي ښکاري مایکل پاکارډ د لامبو وهلو په حالت کې د یوه غټ … نور ولولئ

په زړه پورې

ځمکې ته ورته د یوې نوې ځلانده سیارې کشفېدل

د ستورو پېژندونکو او پوهانو یوه نړیوال ټیم د یوې نوې ځلانده (TOI-1231b) سیارې د پېژندلو خبر ورکړی، د دوی په وینا چې د دې سیارې ځینې ځانګړنې لکه د تودوخي درجه ځمکې ته ورته دي. د ځینې راپورونو له مخې د دیجیاتو په وینا د دې ټیم په واسطه کشف شوې سیاره چې TOI1231b نومېږي، دوی باور لري، چې دا سیاره به د ډېرو د پام رااړولو وړ وګرځي؛ ځکه له ځمکې سره ورته … نور ولولئ

ژوند بڼه

د انسان پر روح او روان د تودې هوا اغېزې

چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېزې لري، چې کېدای شي په یوه انسان کې د مثبت او منفي بدلونو لامل شي. موږ داسې هم نه شو ویلی چې د انسان ټول کړه او وړه په چاپیریال او هوا پورې اړه لري؛ خو له دې هم نه شو منکرېدی، چې چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېز لري او په انسان کې د مثبتو او منفي بدلونو لامل کېږي. دا چې … نور ولولئ

په زړه پورې

د ګوریلا یا غټو بیزوګانو د نسل ډیرونې ځانګړې طریقه

ګوریلا خورا یو لوی څاروی دی، چې په ځنګلونو او هغو ځایونو کې چېرته چې شنه واښه او شنه ځمکه وي اوسېږي. د ګوریلا ګانو یا هم د غټو بیزوګانو د ژوند په هکله ډېرې څېړنې شوي خو اوس د دوی په اړه ساینسپوهانو یوه جالبه څېړنه وکړه، او په څېړنې کې وموندل شول، چې د بیزو ګانو د سینه وهل څه معنی لري. د المان، هسپانیې او امریکا بیولوژي پوهانو هغه بېزوګان تر خپلو … نور ولولئ

په زړه پورې

هغه ژوی وپېژنئ چې په خپلو پښو یې ساه اخیسته

په نړۍ کې د ځکمې پر سر او سمندرونو کې دومره ډېر ژوي، حشرې او نور ژوندي موجودات پیدا دي، چې د شمېر وړ نه دي، او نه هم مونږ ته د دوی د ټولو موجوداتو د ژوند کولو طریقه څرګنده ده. د ژوندیو موجوداتو ګډې ځانګړتیا خوځښت، تغذیه، تکثر دی، چې له غیرو ژوندیو موجوداتو څخه په دې ځانګړتیاوو بېل شوي دي. په دې وروستیو کې ساینسپوهانو یو داسې ژوی مونږ ته راوپېژند، چې … نور ولولئ

ټیکنالوژي

په ځمکه او مريخ کې د اوبو پيدا کېدلو راز وموندل شو

ژباړه د نړيوالو پوهانو يوې ډلې په يوې خپره کړې علمي مقاله کې ويلي، چې دوی په ځوانو سيارو لکه ځمکه او مريخ کې، د اوبو د پيدايش څرنګوالى روښانوي. د نړيوالو متخصصينو يوې ډلې، د يوې څېړنې په لړ کې، ترلاسه کړې چې د فضايي تلسکوپ پواسطه (ماسېوا تشيال کې د سور رنګه وړانکو) ترلاسه شوي معلومات، چې د ٢٠٠٩م کې لېږل شوي وو او تر ٢٠١٣م پورې يې کار کاوه، سره ترکيب کړل. … نور ولولئ