رسنۍ

سريلانکا کريکټ لوبډلي بنګلديشۍ لوبډله وايټ واش کړه.

ليکنه: مدثر دعوت د سريلانکا او بنګلديش ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه هم سريلانکا د ۱۲۲ منډو په تويير وګټله. د لوبي پچه سريلانکا وګټله ،د توپوهني پريکړه يې وکړه او ويې سول کولای چي په ۸ ويکټو ۲۹۵ منډي هدف وټاکي. د سريلانکا لپاره لوبډلمشر کرونا رتني ۴۶، کوسل پريرا ۴۲، مينديس ۵۴، شاناکا ۳۰ او انجيلا متيوز ۸۷ منډي وکړلې. د بنګلديش لپاره سیف الاسلام او سمايا سرکار درې درې او همدارنګه ربيل … نور ولولئ

سپورټ

د خپلواکۍ په نوم سياليو کي اراکوزيا و پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه.

راپور: مدثر دعوت په هلمند کي د خپلواکۍ د بيرته اخیستلو په وياړ شل اووريزي سيالۍ پيل سويدي. ددې ټورنمينټ په لړ کي اراکوزيا لوبډلي د پښتون لوبډلي ته د ۱۲ منډو په توپير ماته ورکړه. د لوبي پچه اراکوزيا لوبډلي وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړله. د اراکوزيا لوبډلي په پوره شل اوورونو کي وکولای سوله چي ۱۴۱ منډي هدف وټاکي. په لومړۍ پاړۍ کي ترټولو ډيري ۶۱ منډي عصمت الله وکړلې او … نور ولولئ

سپورټ

افغان الف کريکټ لوبډله هيواد ته راورسيده.

ليکنه: مدثر دعوت افغان الف کريکټ لوبډله په بنګلديش کي تر بريالي سفر وروسته هيواد ته راورسيده. بنګلديش ته په سفر کي افغان لوبډلي د کوربه هيواد سره ۲ څلور ورځنۍ او ۵ يو ورځنۍ لوبي وکړلې. نن سهار کابو ۱۰ بجې ټول لوبغاړي د حامد کرزي هوايي ډګر ته راورسيده . د لوبغاړو ښه راغلاست ته د کريکټ بورډ د رئيس ترڅنګ نور چارواکي،خبريالان او مينوال هم ورغلي وه. افغان الف لوبډلي د څلور … نور ولولئ

سینما او موسیقي

۶۰ کلن سنجي دت، کلیزه ولمانځله او نوي فلم نوم یې هم ښکاره کړ

سنجي دت په ۶۰ کلیزه د لمانځلو په وخت کې خپلو مینوالو ته یوه نوې ډالې ورکړه او خپله ۶۰ کلنې یې ولمانځله. د هندي رسنیو د رپوټ له مخې په فلمي نړۍ کې په سنجو بابا مشهور سنجي دت په دې ورځو د خپلي ۶۰ کلیزي لمانځنه وکړه، د خوښۍ په دغه موقع کې سني دت خپل مینوال هیر نه کړل او د کالیزې پر مهال یې ورته د خپل راتلونکي فلم پوسټر ریلیز … نور ولولئ

سینما او موسیقي

سدهارت ملهوترا: سیف علي خان نیکمرغه دی چې کرینه کپور لري

د هندي سینما ځوان او مشهور فلم ستوري سدهارت ملهوترا د سیف علي خان او کرینه کپور په څېر پر یوې سینمایې جوړې خبرې کړي. سدهات ملهوترا ویلي سیف علي خان خوش قسمته دی چې د کرینه کپور په څېر مېرمن لري. په اوس وخت کې سدهارت ملهوترا او پرینیتي چوپړا دخپل فلم (جبریا جوړي) ته په مارکیټ پيدا کولو بوخت دی. په دغه جریان کې په یوه ريېلټي شو(واقعي بڼه لرونکي پروګرام) ډانس انډیا … نور ولولئ

ادبیات

یوه ټپه (لنډۍ) او د جمالیاتو درې نظریې!

لیکنه: مصطفی سالک جمالیات لوستل زما د زلمیتوب یوه رنګینه مشغولا وه، ځکه دا موضوع راته زړه ښکاري،خو بیا هم لیکلو ته اړ شوم، سبب یې دا و چې پر یوې لنډۍ مې غور کولو او د غور په وخت راته ښکاره شوه چې په دې لنډۍ کې د جمالیاتو ددریو مشهورو نظریو څرک لګي، ښايي څوک ووايي چې د لنډۍ پیغله او د فلسفې درانه بارونه؟ رښتیا هم په لنډیو کې مرزا يي او … نور ولولئ

سپورټ

رونالډو: په ماډریډ پسي خفه شوی یم

پرون دوشنبه د نړۍ نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د (مارکا لینډا) جایزې ترلاسه کولو لپاره د خپلي مخکینۍ لوبډلي ریال ماډریډ ښار ماډریډ ته تللی وو، چي هلته ئې د جایزې په یادو مراسیمو کي خپلي مېرمني جورجینا، د رونالډو مدیر ژرژ مندس او د ریال ماډریډ لوبډلي رئيس فلورنتینو پرز ګډون کړی وو. د فوټبال په نړۍ کي د مارکا لینډا دا جایزه هغه لوبغاړو ته ورکول کیږي، چي له تېرو څو کلنو راهیسې … نور ولولئ

طبیعت

د ازون طبقه چا کشف کړه؟

ژباړه: نسیمه محمدي جو فارمن سره له برایان ګاردینر او جان شانکین د ازون د پوښ د سوري کېدو په اړه مقاله په ۱۹۸۵ کال نېچر مجله کې خپره کړه. دغه الهام بښونکي څېزونه د موترال پروتوکول، هغه نړیوال هوکړه لیک چې په ټوله نړۍ کې د کلورو فلویوروکاربن تولید کنترولوي. له دې کشف څخه وروسته ډاکټر جو فارمن ډېری جایزې تر لاسه کړې. مدیر  آلن رادګر د سویلي قطب د برېتانیایي سازمان نقشه اخېستونکې … نور ولولئ

سپورټ

شیلډن کټریل له خپل پوځ سره د ډوني مینه ستایلې

لیکنه: بهار سمسور ویسټینډیزی چټک توپ اچونکی شیلډن کټریل پر خپل ټویټر اکونټ د هندي پخواني لوبډلمشر اېم اېس دوني هغه ویډیو خپره کړې،چې پکې دوني د هندي پوځ لباس (یونیفرم)پر تن او پوځي خوالۍ یې پر سر ده،دا مراسم دوه اونۍ مخکې په هند کې تر سره شول. شیلډن کټریل د دوني د کریکټ او شخصیت د ستاینې تر څنګ،د نوموړي له پوځ سره مینه او خلوص هم ستایي: دا سړی د کریکټ په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هيلو ته د رسېدو ۳ زریني لاري؛ له دې درو لارو خپلو هیلو او آرزوګانو ته ورسېږئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي چشي مي بایللي دي؟ هر څوندي چي کوښښ کوم نه سم کولای چي هغه ترلاسه کړم! ذکر کوم، دعا کوم، لمونځ کوم، هره ورځ ورزش کوم له عرفاني کسانو سره راشه درشه کوم خو متاسفانه بیا مي هم په روحي وضعیت کي هیڅ تغیر نه احساسوم… ولي مي په درون کي مینه کمرنګه ده، شتمني زه نه لرم، کامله روغتیا زما په برخه نه ده؟ څنګه کولای سم چي له … نور ولولئ