بریا او پرمختګ

د زردشت ۲۲ پندونه!

ژباړه زردشت ۳۷۰۰ کاله وړاندې دا پندونه موږ ته زده او يادګار پرې ايښي دي. ۱ – هغه څه چې تېر شوي، هېر کړئ او هغه څه چې لا پېښ شوي نه دي، اندېښنه مه کوئ. ۲ – له ځواب ورکولو وړاندې فکر وکړئ. ۳ – هېڅوک مه مسخره کوئ. ۴ – په حقه او ناحقه، دواړو قسم مه خورئ. ۵ – ځانته په خپله خوښه مېرمن/ خاوند وټاکئ. ۶ – د چا په تاوان او خفګان مه خوشحالېږئ. ۷ – تر کومه چې مو وس رسېږي، له خپلې شتمنۍ […]

بریا او پرمختګ

که د بریا په لټه کې یئ؛ ژوند ته مسکا وکړئ!

ژباړه: فاطمه صالحي هېڅ یو شی د يوه انسان غوره او خوشحاله ژوند دومره نه ضايع کوي لکه څومره چې يې بدبيني ضايع کوي، هېڅ يو شی انسان دومره له خلکو سره د اړيکو رامنځته کولو او د خپلو هيلو او برياليتوب په طرف نه روانوي لکه څومره چې يې پر شونډو يوه مسکا کوي. ژوند ته مسکا کونکي او خندېدونکي خلک يوازې د خپل ځان لپاره نېکبخته نه وي؛ بلکې دوی په يوه کار د زيات قدرت درلودلو له امله ډير ستر او لوی مسؤليتونه پورته کولای شي، د […]

بریا او پرمختګ

پنځوس کړنې چې ستاسې د پرمختګ سبب ګرځي!

ژباړه ١ – سهار وختي له خوبه ويښ شه او خوب دې منظم کړه. ٢ – چارو ته دې پلان جوړ کړه. ٣ – درس ووایه. ٤ – اعتماد په نفس ولره. ٥ – له ځانه مه وېرېږه. ٦ – له بدلون وېره مه لره. ٧ – د ژوند څخه دې زهرجن خلک لېرې کړه. ٨ – ځان نورو ته مه ورپېژنه کوه. ٩ – له نورو سره مشوره کوه. ١٠ – کتاب ولوله. ١١ – خپل ظاهري وضعیت ته پاملرنه کوه. ١٢ – د نورو لپاره له خپلو خوښیو […]

پوهنه

لنډ حکايت

يو بډايه کس د خپلې کوټې له کړکيو بهر وکتل او وې ليدل، چې يو بې وزله کس د کثفاتو سطل په لاس کې دى او د څه شي پلټنه کوي. نوموړي وويل: له خدايه ډېر شکر زه بې وزله نه يم. خو بې وزله کس بيا خپلې شاوخوا ته وکتل او يو ليونى یې وليد او ویې ويل: خدايه شکر چې ليونى نه يم. ليوني بيا په دښته کې يو امبولانس وليد چې ناروغان يې لېږدول، نو وويل خدايه شکر چې ناروغ نه يم. ناروغ بيا په روغتون کې […]

بریا او پرمختګ

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري. ژوند تېرول دا دي، چي يوازي د ورځو شپو د کمولو حساب کوو. کار نه کوو. فعاله نه يو. يا په بله وينا د وخت  ضايع کولو  ننداره کوو. ژوند کول بيا دا دي چي کار کوو. فعاله يو. ځان ژوندی احساسوو. د ژوند له هري شېبې او هر فرصته ګټه اخلو. په ژوند تېرولو کي له ژونده شکايتونه هم ډېر وي؛ مګر په ژوند کولو کي شکايت ته فارغ نه يو. هغوی چي ژوند تېروي، وخت دروند پرې تمامېږي. د بل په […]

بریا او پرمختګ

د وقار او عزت اوج يوازې په کار کولو کې دى

انسانان چې د پيدايښت له ورځې بيا تر مرګه د ځان پر وړاندې مسوول دى بايد کار وکړي، چې د کار کولو په ذريعه نه يوازې دا چې د خپل ژوند ښه کولو لپاره اسانتياوې برابروي بلکې په ټولنه کې محبوبيت او پيژندګلوي هم پيدا کوي. کار کول د انسان لپاره د همت ستره خزانه ده، چې په کولو يې انسان ځان ته د انساني ارزښت په سترګه کتل کېږي او ټولنه هم ورته د با احساسه شخص لقب ورکوي. د کار بڼې توپير لري خو د کار په کولو […]

بریا او پرمختګ

ژوند يو رنګ نه دی

ژوند يو رنګ نه دی. بېلابېل رنګونه لري. د خوښيو، غمونو، دردونو، خوږو- ترخو، لوړو، ژورو، ښو، بدو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده. موږ مجبوره يو، چي د دې هر څه خوند به ګورو. د سهار په تمه به شپه تېروو. د سپرلي لپاره به خزان زغمو. د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو. د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو. د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره به ژاړو. نه ټول عمر  غم وي، نه ټول عمر خوښي. نه همېشه سپرلی وي، […]

بریا او پرمختګ

د ماغزو درې کلیدي قانونونه

اول قانون؛ هر عمل چې په تکرار او عادتي ډول شي، د هغې عمل عصبي کنټرول په مغز یانې خوداګاه ضمیر ټيټ یانې ناخوداګاه ته ځي. په بل عبارت د یوه ارادي عمل تکرار سره، هغه عمل ناارادي عمل کېږي لکه ټايپ کول… دویم قانون؛ هر پيغام چې په مغز کې ګرځي یا ویل کېږي، په ناخوداګاه ضمیر اغېز ښندي او چې تکرار شي، اغېز یې څو برابره کېږي. هره ورځ پنځه زره اندونه زموږ له مغزو تېرېږي او له بده مرغه دا اندونه منفي دي. نو هغو کلمو ته […]

بریا او پرمختګ

د شخصي تغییر لپاره شپږ ګامه

ژباړه اول ګام؛ د فکر او باور بدلون: کله چې خپل فکر او کړنلاره بدلوﺉ، په اصل کې مو باور تغییر  کوي. دویم ګام؛ د تمو او توقعاتو بدلون: کله چې مو باور بدلوﺉ، ستاسې تمې تغییر کوي. درېیم ګام؛ د اندونو او لیدلوري بدلون: کله چې مو تمې بدلوﺉ، د ځان په اړه لید، نړۍ او راتلوونکې مو تغییر کوي. څلورم ګام؛ د کړنو بدلون: کله چې مو لیدلوری بدلوﺉ، کړنه مو تغییر کوي. پنځم ګام؛ د چلند بدلون: کله چې مو کړنې بدلوﺉ، په ټوله کې ستاسې چلندیز […]

بریا او پرمختګ

د بریا او هوساینې پنځه اصله

ژباړه لومړی اصل؛ زه خپل ذهن ته د منفي افکارو لار ورکولو اجازه نه ورکوم. زه په هر حال او د ژوند په بد ترینه شرایطو کې مثبت فکر کوم. دویم اصل؛ زه د خدای به لوري په ټاکل شوي تقدیر نیوکه نه لرم، هغه له هر چا ښه د چارو په جریان خبر او پوهېږي. درېیم اصل؛ زه د ټنبلۍ، ځان پالنې او وزګارتیا اجازه نه لرم، زه د ستونزو پر ړاندې روحا او جسما پیاوړې یم؛ ځکه زه جسم نه یم بلکې ستر روح یم. څلورم اصل؛ زه […]