سیاست

روسیه د اروپايي ټولنې په غبرګون کې خپل هوايي حریم د ۳۶ هېوادونو پرمخ تړي

  روسیې د اروپايي ټولنې د هوايي بندیز په غبرګون کې، اعلان کړی چې خپل هوایي حریم د نړۍ د ۳۶ هېوادونو له دې ډلې برېټانیا، المان، اسپانیا، اېټالیا او کاناډا پر مخ تړي. روسيې ویلي، چې دا پرېکړه یې د اروپايي ټولنې د تحریم په غبرګون کې نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې خپل هوایي حریم د روسي الوتکو پر مخ تړلی دي. دا بندیز د هغو الوتکو پر … نور ولولئ

سیاست

اوکراین: راتلونکي ۲۴ ساعته برخلیک ټاکونکي دي

اوکراین وايي راتلونکي ۲۴ ساعته یې د هېواد لپاره برخلیک ټاکونکي دي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلی، چې پوځ یې په ځينو ښارونو کې پرمختګ کړی او د روسي ځواکونو مخه یې نیولې، خو په ځينو برخو لا هم د روسانو توغندیز بریدونه روان دي. هغه وایي راتلونکي څلور ویشت ساعته برخلیک ټاکونکي دي، ځکه ملګري ملتونه او د اوکراین ملګري هېوادونه به خپله پرېکړه اعلانوي. بلخوا وضعیت په روسیه … نور ولولئ

افغانستان

م.م: افغانستان سره د هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د بېلو هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دوی په افغانستان کې پر زرګونه کسانو د خوراکي توکو وېش پیل کړی دی او په دې برخه کې د ځينو هېوادونو له مرستو مننه کوي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي د هند مرسته شوي غنم یې هم ترلاسه کړي او له دغه هېواد مننه کوي چې په دې سختو شرایطو کې یې … نور ولولئ

افغانستان

امریکايي رسنۍ: د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

افغانستان کې د بایډن ناکامي د هغه محبوبیت کم کړی دی. امریکایي رسنۍ وایي له هغه وروسته چې بایډن په افغانستان کې امریکا له شرم او ماتې سره مخ کړه، په امریکا کې د نوموړي محبوبیت کم شوی دی او په سیاسي مجلسونو کې د نوموړي پر واکمنۍ سختې نیوکې روانې دي. امریکايي سیاستوال په دې باور دي چې بایډن د امریکا یو ناکام ولسمشر دی، چې لومړی یې امریکا په افغانستان کې له ماتې … نور ولولئ

سیاست

ملګري ملتونه د روسیې په اړه فوق العاده غونډه رابولي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو د فوق العاده غونډې رابلل تایید کړل. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه ګډون کوي او د روسیې د اقدام په اړه د نظر څرګندولو حق لري. روسیې هڅه وکړه چې ددغه غونډې د رابللو مخه ونیسي خو بریالي نه شول. له دې سره جوخت په بلاروس کې د اوکراین او روسیې مذاکرات پيل شوي دي. … نور ولولئ

افغانستان

مېډل ايسټ: داسې ښکاري چې بایډن له افغانانو سره ژوره دښمني لري

د افغانستان په اړه د بایډن غیر قانوني اقدامات ښيي چې هغه د افغانستان له خلکو سره ژوره دښمني لري. د مېډل اېسټ په نامه نشریې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او په هغه کې یې ټینګار کړی چې یو با ثباته افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی. د مطلب لیکوال وایي د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره لاس په کار … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: د ژمنه شوو مرستو یوازې ۱۲ سلنه مو تر لاسه کړې دي

ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره د ژمنه شوو مرستو ۱۲ سلنه یې ترلاسه کړې ده. د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره شاوخوا ۴ نیم میلیارده ډالر غوښتي وو او نړۍ هم ورسره ددې مرستو ژمنه کړې وه، خو تر دې دمه یې یوازې ۱۲ سلنه تر لاسه کړي دي. سرچینه همدا رازوایي چې دوی هڅه کوي په شفافه توګه د بشردوستانه مرستو د وېش لړۍ … نور ولولئ

افغانستان

سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي. د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي. دغه چارواکي د نامه نه ښوودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې اړه … نور ولولئ

سیاست

د اوکراین جګړه؛ جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي

په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده. په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي. آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي. همدا راز هالنډ … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی. د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو. نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ … نور ولولئ