خواړه

هغه مېوې چې زړي يې زهري وژونکي دي 

د بيولوژي پوهانو د ځينو مېوو يادونه کړې، چې زهري زړي لري او په هېڅ وجه بايد ونه خوړل شي. د العربيه په حواله، روغتياپال محمد ايهاب فواد، د مصر د چاپېريال پېژندنې څېړنيز مرکز رييس، وويل: “د ځينو مېوو زړي هايدروسيانيک لري، چې خطرناکه بې رنګه مايع او معدني اسيد دى، چې پروسيک prussic اسيد نومېږي او کولاى شي شديد مسموميت رامنځته کړي.” دا زړي د زردالو، الو، شفتالو، مڼې او ترخه بادامو دي. … نور ولولئ

رسنۍ

کارپوهانو د چين په زندانونو کې د بنديانو څخه په زور او جبر د بدن غړو لرې کولو خبر ورکړ 

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د برخې کارپوهانو، د چين پر وړاندې تور پورې کړى او ويلي یژ دي چې معتبر اسناد په لاس کې لري، چې د لږکيو ډلې بنديان د بدن د غړو د لرې کولو لپاره په موخيز ډول معاينه کېږي. د بشر حقونو کارپوهانو  په جېنوا کې د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، چين په زور او جبر د بنديانو د بدن غړو لرې باندې تورن کړى دى. د دغه کارپوهانو … نور ولولئ

روغه سټه

ولې ځينې کسان له واکسین وروسته هم په کورونا اخته کېږي؟ 

  ژباړه پام مو وي چې تر دې دمه په نړۍ کې داسې هېڅ واکسين نشته چې د ١٠۰% اغېزناک وي او حتا د نوبتي ډوزونو اخيستلو په توصيې سره هم دا احتمال شته چې وګړي اړين مسوونيت ترلاسه نه کړي؛ نو سپارښتنه کېږي چې وګړي دې روغتيايي لارښونې او د مخنيوي لارې چارې په پام کې ونيسي. د دغې ناروغۍ عامل وايروس لا هم په نړۍ کې د ګرځېدو په حال کې دى او … نور ولولئ

روغه سټه

د کورونا وايروس نوې نښې؛ د بدن د توازن له لاسه ورکول دي 

ژباړه څېړونکو د کورونا وايروس بل خطرناک اغېز د لاسونو او پښو د حرکتونو ناهمغږي ښودلې ده. د EurekAlert پورتال په حواله، د برمنګام پوهنتون څېړنيز ټيم، د يوې پراخې څېړنې په لړ کې وموندله چې د کورونا وايروس بل خطرناک منفي اغېز، په Guillain-Barre سندروم اخته کېدل دي، چې د لاسونو او پښو د حرکت ناهمغږي له ځان سره لري. د ګېلن- باره سنډروم د پولې نيوپاټې التهابي حاد ناروغي ده، چې د عضلو … نور ولولئ

خوندیتوب

چاغښت او د تخمدانونو ټنبلي؛ لاملونه او حللارې یې

ژباړه روغتياپالان چاغوالى او د تخمدانونو ټنبلي سره اړيکه کې بولي. هغه مېرمنې چې د تخمدانونو ټنبلي لري، معمولا د وزن په کمولو کې ستونزه لري. زياتره مېرمنې په يوه ډول د وزن له زياتوالي سره مخ دي. خو د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته مېرمنو لپاره، د وزن کمول په يوه جدي ستونزه بدله شوې ده. د تخمدانونو ټنبلي(د تخمدانونو پولي سيسټيک سنډرو PCOS  په ښځينه‌وو کې تر ټولو عامه هورموني ګډوډي ده او کولاى … نور ولولئ

پوهنه

د روژې د مياشتې اووه غله وپېژنٸ

ژباړه   لومړى ټلويزيون: دا خورا خطرناک غل دى. دا ستاسې وخت غلا کوي د روژې مبارکه مياشت په ناببره ډرامو او د رمضان بېځایه تېرېدلو بوختوي او له عبادت څخه مو بې برخې کوي. دويم بازار: دا ستاسې وخت او پيسې دواړه غلا کوي. دا ستاسې لاس نيسي او بې ګټې مو په بازار کې مصروفوي. درېيم پخلنځى: دا مېرمنې په نښه کوي او د روژې په مياشت کې د مختلفو خوړو په چمتو … نور ولولئ

خواړه

په خالي معده د دغو خوړو خوړل، د معدې سرطان پيدا کوي

ژباړه   د خوړو متخصصينو د ځينو خوراکي توکو نومونه اخيستي چې په خالي معده يې خوړل خطرناک دي. د اسپوتنيک په حواله، د سهار له مخې د اوبو څښل ګټور ثابت شوي دي، خو سره له دې، د متخصصانو په وينا، حتا ځينې خواړه د معدې سرطان رامنځته کولاى شي. هغوى چې د معدې او زړه ناروغي لري، د يخو اوبو څښل ورته ښه نه دي. د ٦٥درجو څخه په لوړې تودوخې اوبه، که … نور ولولئ

ټیکنالوژي

په ځمکه او مريخ کې د اوبو پيدا کېدلو راز وموندل شو

ژباړه د نړيوالو پوهانو يوې ډلې په يوې خپره کړې علمي مقاله کې ويلي، چې دوی په ځوانو سيارو لکه ځمکه او مريخ کې، د اوبو د پيدايش څرنګوالى روښانوي. د نړيوالو متخصصينو يوې ډلې، د يوې څېړنې په لړ کې، ترلاسه کړې چې د فضايي تلسکوپ پواسطه (ماسېوا تشيال کې د سور رنګه وړانکو) ترلاسه شوي معلومات، چې د ٢٠٠٩م کې لېږل شوي وو او تر ٢٠١٣م پورې يې کار کاوه، سره ترکيب کړل. … نور ولولئ

روغه سټه

روژه لرونکو ته د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنې

ژباړه د روغتيا د نړيوال سازمان د  ختيځې مديترانه يې سيمې مدير، په يوه بيانيه کې روژه لرونکو ته د روژې مياشتې په لړ ځينې سپارښتنې وکړې. ١ – د ټوليزو مراسمو د ترسره کولو په صورت کې، بايد له ازادې فضا څخه استفاده وشي. ٢ – حتما د مراسمو په لړ له طبي ماسکونو څخه ګټه واخلٸ. ٣ – په روژه ماتې کې د قوي خواړو څخه کار واخلٸ او هڅه وکړٸ چې اوبه … نور ولولئ

کلتور او هنر

شاهزاده فيلېپ د سل کلنۍ په درشل کې ومړ

شاهزاده فيلېپ، د برېټانيا د دويمې ملکې الېزابت خاوند، پرون جمعه د ويندزور په مانۍ کې ساه ورکړه. نوموړى څه موده وړاندې په يوه احتياطي ګام کې د لندن په اووم شاه ادوارډ شخصي روغتون کې بستر شو. ٩٩ کلن ادينبرو لږه ستړيا لرله، خو ناروغۍ يې د کوويډ-١٩ ناروغۍ سره کومه اړیکه نه لرله. د ملکې الزابت چې ٩٤ کلنه ده، روغتيا یې ښه او د وينزر په ماڼۍ کې اوسېږي. دغه سلطنتي جوړه … نور ولولئ