افغانستان

ملګري ملتونه: د نړیوالې ټولنې د غړیتوب لپاره باید بشري حقونه رعایت شي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نوي حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي. دده په وینا نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او … نور ولولئ

افغانستان

امریکا ته تللي زرګونه کسان د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي

امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي. امریکايي رسنیو هغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی. ددې راپور پر بنسټ شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري. دا راپور د امریکا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ولې هغه څه چې وایو، پاملرنه نه ورته کوو؟

ژباړه څلورويشت لاملونه یې؛ ١ – ځکه چې کتاب نه لولو. ٢ – ځکه چې د شخصیت د ودې ارزښت، حتا د زده کړیز نظام لس سلنه نه جوړوي. ٣ – ځکه چې ښوونیز نظام په ساتلو استوار دی، نه فکر کولو. ٤ – ځکه چې کورنی شخصیت زیاتره په احساساتو ولاړ دی، نه فردي ودې. ٥ – ځکه زده کړي مو نه دي چې خبرې کول مسوولیت لري. ٦ – ځکه کله چې پيسې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پنځوس کړنې چې ستاسې د پرمختګ سبب ګرځي!

ژباړه ١ – سهار وختي له خوبه ويښ شه او خوب دې منظم کړه. ٢ – چارو ته دې پلان جوړ کړه. ٣ – درس ووایه. ٤ – اعتماد په نفس ولره. ٥ – له ځانه مه وېرېږه. ٦ – له بدلون وېره مه لره. ٧ – د ژوند څخه دې زهرجن خلک لېرې کړه. ٨ – ځان نورو ته مه ورپېژنه کوه. ٩ – له نورو سره مشوره کوه. ١٠ – کتاب ولوله. ١١ … نور ولولئ

افغانستان

دفاع وزیر: له خپلې خاورې او خلکو د دفاع پوره وړتیا لرو

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب او لوی درستیز فصېح‌الدین فطرت پرون دشمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د اروزنې په موخه جوزجان ولایت ته تللي. د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لري. یعقوب ویلي افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لري او هېڅ تېري … نور ولولئ

افغانستان

روسیه: د امریکا له امله افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شوی

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې د ډېرېدو لامل وه. د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف روسي رسنیو ته ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې. دده په خبره افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه. مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا: هیڅوک د خلکو په کورونو شپني عملیات نشي کولی

د زندانونو عمومي رییس محمد یوسف مستري چې په څرخي پله زندان کې يې د امنیتي ځواکونو د فراغت غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې تر دې وروسته هېڅ څوک پر خپل سر او د شپې له خوا د خلکو په کورونو عملیات نه شي کولی. د اصول نامې له مخې امنیتي ځواکونه باید د خلکو کورونو پلټنې په وخت کې د اړونده جومات ملا امام … نور ولولئ

افغانستان

امریکا واشنګټن کې د افغان سفارت تړلو تابیا لري

واشنګټن غواړي چې په امریکا کې د افغانستان سفارت وتړي. سپوټنیک اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی دی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کنسولګري تړل کېږي او دغه راز له دې سره به د یاد سفارت د کارکوونکو ډيپلوماټیک مسوونیت هم لغوه شي. هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې هم په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې … نور ولولئ

ژوند بڼه

اوښکې څه شی دی؟

اوښکې يوازې رڼې اوبه نه دي، چې له سترګو راوبهېږي او په ګرېوان کې ورکې شي. اوښکې عواطف او احساسات دي. ځينې وختونه يوازې دوې اوښکې هم ډېرې خبرې کوي او ډېر څه ښيي. ځينې اوښکې په زړونو کي له ځوانيمرګو ارمانونو غږېږي. ځينې وختونه اوښکې هغه خبرې وي، چې په خوله نه کېږي. ځينې اوښکې د زړونو وينې، د زړونو اه او فرياد وي. ځينې اوښکې مجبوري بيانوي. ځينې اوښکې د خپلې بېوسۍ زړه … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

ماشومانو کې د ژور خفګان نښې نښانې

د لویانو په څېر، ژورخفګان په ماشومانو کې بېلابېلې نښې لري او د کوچنیانو د ژوند په ټولو برخو او ودې، له دې ډلې احساسي وده، شناختي، ټولنیز او زده کړیز وضعیت کې اغېزناک دی. نښې نښانې یې په لاندې ډول دي: – د نارامۍ احساس، ناهيلي، ستړیا، بې میلي. – له لوبو او ساعتېرۍ خوند نه اخیستل. – پلمې لټول، غوسه، ژړا. – ګوښه توب، پالنې یا کورنۍ پورې له حد زیات تړل کېدل. … نور ولولئ