افغانستان

سږکال په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۱م کال چې نن ‌یې وروستۍ ورځ ده، د زیاتو افغان وګړو لپاره له کړاوه ډک و. دغه سازمان ویلي، په دې کال په سلګونو زره نوي کسان له خپلو مېنو بې ‌ځایه شول او تر یو ملیون زیات نور بیا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته اخراج کړای شول. د کډوالۍ نړیوال سازمان له مرستندویانو یې په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د څه کم ۱۵۸ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده. ملګري ملتونه وايي پر افغانستان د […]

افغانستان

اشرف غني: پر امریکا زما باور هیواد سقوط کړ

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د پوځ له مخکیني لوی درستیز جنرال نیک کارتر سره خبرو کې ویلي چې ده وروسته تر هغه له هېواد څخه د وتلو پرېکړه وکړه، کله یې چې ساتونکو ورته وویل چې دوی نور د ده او پلازمینې کابل د ساتلو امکان نه ویني، ځکه طالبانو د خپلې ژمنې خلاف کابل ښار ته خپل وسله وال دننه کړي دي. وروسته تر هغه چې امریکایي ځواکونو په بېړه له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او […]

افغانستان

امریکا د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده

امریکا د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې، چې بهرنیو چارو وزارت، د بشري حقونو څانګې او د امریکا ملي امنیت ته به د […]

بریا او پرمختګ

د شخصي تغییر لپاره شپږ ګامه

ژباړه اول ګام؛ د فکر او باور بدلون: کله چې خپل فکر او کړنلاره بدلوﺉ، په اصل کې مو باور تغییر  کوي. دویم ګام؛ د تمو او توقعاتو بدلون: کله چې مو باور بدلوﺉ، ستاسې تمې تغییر کوي. درېیم ګام؛ د اندونو او لیدلوري بدلون: کله چې مو تمې بدلوﺉ، د ځان په اړه لید، نړۍ او راتلوونکې مو تغییر کوي. څلورم ګام؛ د کړنو بدلون: کله چې مو لیدلوری بدلوﺉ، کړنه مو تغییر کوي. پنځم ګام؛ د چلند بدلون: کله چې مو کړنې بدلوﺉ، په ټوله کې ستاسې چلندیز […]

افغانستان

کابلوف: د مقاومت جبه حقیقي فعالیت نه لري

روسیه وایي په افغانستان کې دې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د مقاومت جبه به نوي حکومت ته یو ګواښ وي کنه ویلي، ددغه جبهې فعالیتونه تر دې دمه مجازي دي او حقیقي بڼه نه لري، خو له دې هر څه سره که دوی رښتیني فعالیتونه پيلوي، نو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب ګرځي چې ګټه یې هېچا ته نه رسېږي. د […]

افغانستان

سیګار: له هرو درېیو افغانانو یو یې له قحطۍ سره مخ دی

په افغانستان کې له هرو درېیو وګړو یو یې د خوړو له کمښت سره مخ دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې مفتش یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي له لوږې او قحطۍ سره مخ دي. د سیګار په راپور کې راځي چې په افغانستان کې له هرو درېیو وګړو یو یې له قحطۍ سره مخ دی. سرچینه همدا راز وايي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ۱۴۶ میلیارده ډالر مرسته وکړه خو […]

افغانستان

پاکستان لا هم هندي غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې

پاکستان لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې سره له دې چې پاکستان ویلي د هند غنمو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولېږدول شي خو تر دې دمه یې پر دې ژمنه عمل نه دی کړی. د هند په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد لپاره تم شوي چې پاکستان یې د لېږد مخنیوی کوي. سرچینه وړاندې لیکي، چې په […]

افغانستان

ټروډو: افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

کاناډا وايي د افغانستان خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان خلک سخت ژمی تېروي او باید لاسنیوی یې وشي. د ټروډو په خبره له خپلو اروپايي متحدینو سره په اړیکه کې دي او ټول د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله د بشري مرستو پر پراختیا ټینګار کوي. ټروډو په دې مرکه کې همدا راز ویلي چې دوی به له افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد د پرمختګ غوښتونکي […]

افغانستان

د ښوونکو نړیواله ټولنه: افغانانو سره دې مرستې ډېرې کړل شي

د ښوونکو او پوهنتونونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر د پيلېدو غوښتنه کړې ده. په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسورانو دغه ټولنې له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. ددغه بنسټ په خبره افغانان حق لري چې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه […]

طبیعت

د ډایناسور ٦٦ ميلیونه کاله پخوانۍ هګۍ موندل شوې

ژباړه څېړونکو د چين په سویل کې د ډایناسور یوه هګۍ د دننني جنین سره کشف کړی، چې د ٦٦ کاله پخواني یو ډول الوتونکي اړوند ده. دا هګۍ په حیرانوونکي توګه روغه پاتې. المانۍ مجلې ”اشپيګل“ د پيکېنګ پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهانو لیکلي، چې جنین د هګۍ څخه د وتلو په درشل کې و. د پيکېنګ پوهنتون پوهانو د برېټانیا د برمنګهام پوهنتون په مرسته وایي، چې دا هګۍ د ٢٧ سانتي متره په اوږدوالي جنین، په کوپ شوي حالت کې په ١٧ سانتي مټره هګۍ کې ځای […]