افغانستان

له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه درې میاشتنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې

راپور: بشر درویش په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه جوړې شوې درې میاشتنۍ (مزينې چمپین ټرافي) کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې. د کرکټ دا ټورنمینټ چې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په مزینې سیمې کې د ۳۳ ټیمونو ترمنځ پیل شوی وو، وړمه ورځ پنجشنبه یې د پای لوبه ترسره شوه. د یاد ټورنمینټ جوړوونکي وايي، ددې سترو او اوږد مهاله سیالیو هدف یې د زده کړو ملاتړ او ورسره مرسته کول ول. دوی وايي، غازي امان الله خان په نوم د یوه سیمه […]

افغانستان

جانيخیلو پرلت کوونکي: پاکستاني پولیسو د غږ اوریدو پرځای رانه پیسې او موبایلونه واخیستل

د کوزې پښتونخوا په جانیخیلو سیمه کې پرلت کوونکي وايي چې له یوې میاشتې راهیسې یې غږ نه دی اوریدل شوی. دوی له شا او خوا یوې میاشتې راهیسې له ځانه سره د هغه شهید جسد ایښی دی چې هلته وژل شوی دی. پرلت کوونکي وايي، دې ټولو معاملو کې د پاکستان پوځ او استخبارات لاس لري او سپيناوی ترې غواړو. اوس تازه ددې پرلت یوه غړي ګیله من پشتین ویلي: «د جاني خیلو د پرلت میاشت پوره کیږي چې مونږ د شهید نصیب د لاش سره ناست یو، اوس […]

افغانستان

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو نور د افغانستان په هره برخه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولسي پاڅونوال له طالبانو سره په جګړه کې دي. د ولسوالیو سقوط طالب وسله والو ادعا کړې چې تر څلویښتو ډیرې ولسوالۍ یې نیولي، خو بیرته افغان دفاع وزارت ویلي چې یو شمیر هغه غیرې ستراتیژیکي سیمې دوی خپله پریښي چې […]

افغانستان

پاکستانیانو، پښتونخوا کې د یوه افغان مړی خښیدو ته نه دی پریښی

راپور: بشر درویش په کوزه پښتونخوا کې د یوه افغان مړی چې ځایي خلکو او خپلوانو یې غوښتل هدیره کې یې ښخ کړي خښيدو ته نه دی پریښی. خپره شوې ویډیو یکې ښکاري چې یوه ډله خلک چې په هدیره کې په قبر کیندلو بوخت دي او تر نیمايي یې رسولی دی، هغه مهال له قبر کیندلو منعه کیږي چې یو تن پښتون مشر راځي او ورته وايي چې دلته به دا مهاجر او افغان نه خښوي. نوموړی خلکو ته ګواښ کوي چې ژر تر ژره بیرته قبر بند او […]

روانې سلامتي

د زلمي خلیلزاد مبهمې خبرې؛ افغانانو ته د هغه محتاطانه مرکه څه پيغام لري؟

لیکنه: بشر درویش د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي. هغه دې سفر کې له متفاوت پلاوي سره راغلی چې د امریکا د بیلابیلو ادارو استازي هم په کې شامل دي. نوموړي تیره شپه یوه خصوصي تلویزیون (طلوع نیوز) سره مرکه کړې چې دلته یې یو شمیر مهم ټکي را اخلو او درسره یې شریکوو: زلمي خلیلزاد د تیرې شپې په مرکه کې په ټینګار او تکرار سره وویل چې […]

افغانستان

صالح: یوه لویدیځ مشر، غني ته زنګ راووهه چې پاکستان، افغانستان کې بې سواده پښتون ولسمشر غواړي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، یوه لویدیځ ولسمشر، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته زنګ وواهه او ویې ویل چې پاکستان وايي، په افغانستان کې باید یو بې سواده ولسمشر شي او له یوه تعلیم یافته ولسمشر سره کار نه کوو. ښاغلي صالح دا خبرې په خوست کې کړي، چې یوه ویډیوه یې پر ټولنیزو شبکو د هغه د مطبوعاتو د برخې د مشر رضوان مراد له فیسبوک پاڼې خپرې شوې ده. صالح ویلي ددې زنګ پرمهال دی هم له ولسمشر غني سره ناست و چې […]

افغانستان

لغمان والي: طالبانو ته مو جال ایښی و،راګیر شول؛ مدني فعالانو او قومي مشرانو سره حساب کوو

د لغمان والي رحمت الله یارمل ویلي چې د لغمان وروستۍ جګړه کې یې طالبانو ته دام ایښی ول چې په وینا په کې راګیر یې کړل. نوموړي دا خبرې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي. یارمل ویلي: «وس دي نو جسدونه او لاښونه سره در ټول که. ديو څو پوستو ایله کیدل درته دښار نیول معلوم سول؟» نوموړي وړاندې لیکلي: «هغه یو ښه جال وو چي ډیر ښه پکښي را ګیر سوې او یو ښه فرصت وو چي یو څو بی وجدانه او بګېل عسکر د امنیتي او دفاعي […]

افغانستان

روسیه: طالبانو ته مو ښکاره ویلي چې د واک انحصار یې نه منو

روسیه وايي، دوی خپل دریځ روښانه کړی چې د طالبانو د واک انحصار نه مني. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې مسکو په افغانستان کې ددې ډلې د قدرت له انحصار سره جدي مخالف دی. نوموړي تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی ورسره د واک په انحصار مواق نه دي. له دې وړاندې د امریکا په شمول پاکستان او نورو هیوادونو هم ویلي ول چې افغانستان کې د طالبانو امارت او واک انحصار ورته د منلو وړ نه دی. دا په […]

افغانستان

کرزی: افغانستان کې اوسنۍ جګړه پاکستان کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې تر شا پاکستان ولاړ دی. هغه دا خبرې د شپیګل په نامه یوې مجلې سره په مرکه کې کړي دي. کرزي ویلي چې پاکستان او امریکا دواړه د روانې جګړې تر شا دي او ملاتړ یې کوي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا په تیرو شا او خوا نولسو کلونو کې په مستقیم او غیرې مستقیما توګه د جګړې له دواړو لوریو ملاتړ کړی دی. ده ویلي چې امریکا به افغانستان کې له حکومت نظامي ملاتړ کاوه […]

افغانستان

جلال اباد، باچا خان مزار کې د بیګ نسیم فاتحه وشوه؛ هغه څوک وه؟

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار باچا خان مزار کې د خدايي خدمتګار تحريک سرلارې او عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې د عبدالولي خان مېرمنې بېګم نسيم ولي خان فاتحه واخیستل شوه. په دې مراسمو کې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل، د ولايت مرستيالانو، ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو، علماء کرامو، مېرمنو، پوهنتون استادانو، محصلينو، ګذر وکيلانو او نورو قشرونو په ګډون سره واخیستل شوه. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د فاتحې په مراسمو کې مبارزې او فولادي مېرمن بېګم نسيم ولي خان ته د مغفرت، د […]