له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه درې میاشتنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه جوړې شوې درې میاشتنۍ (مزينې چمپین ټرافي) کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې.

د کرکټ دا ټورنمینټ چې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په مزینې سیمې کې د ۳۳ ټیمونو ترمنځ پیل شوی وو، وړمه ورځ پنجشنبه یې د پای لوبه ترسره شوه.

د یاد ټورنمینټ جوړوونکي وايي، ددې سترو او اوږد مهاله سیالیو هدف یې د زده کړو ملاتړ او ورسره مرسته کول ول. دوی وايي، غازي امان الله خان په نوم د یوه سیمه ییزي ښوونځي لپاره د همکاريو جلبول، ورزش او یووالي ته د ځوانانو هڅول یې اساسي موخې وې.

ډاکټر صفي الله نایب، حاجي سید نثار هاشمي، استاد فضل حق فیصل، سيد معراج هاشمي او عبدالرحمن سنګرخیل چې د سیالیو مخکښ تنظیموونکي ول یاران ته وویل چې ددوی په سیمه کې ځيني ښوونځي سرپناه او اساسي اسانتياوې نلري، چې له ډلې یې یو د غازي امان الله خان ښوونځی دی.

حاجي نثار زیاته کړه:

«د غازي امان الله خان ښوونځی ډیرو ستونزو سره مخ دی، لازم تعمیر، تښتې، فرشونه او درۍ نلري چې زده کوونکي یې له مشکلاتو سره مخ دي.»

ددې سیالیو د هرې لوبې لیدو په موخه سلګونه تنه راټولیدل او له نیږدې یې څارلې.

استاد یاسین مزینوال چې د غازي امان الله خان ښوونځي له ښوونکو یو دی، خوښي څرګنده کړه چې ځوانان او ټولنه دېته متوجه شوې چې باید د زده کړیزو بسنټونو رغوونه کې فعاله ونډه واخلي.

هغه له ټولو مرستندویه بنسټونو، ادارو او شتمنو هیوادوالو غوښتنه وکړه چې د غازي امان الله خان ښوونځي رغوونه او زده کوونکو ته د مناسب زده کړییز چاپیریال رامنځته کولو کې دې اړینه همکاري وکړي.

 

ددې سیالیو وروستۍ لوبه کې دوه پیاوړې لوبډلې (مزینې ځوانان او نریو اوبو ځوانان) چې د ۳۳ ټیمونو ترمنځ خورا ښه ځلیدلي ول، د سلګونه نندارچیانو ترمنځ د سیالۍ ډګر ته ښکته شول چې په پای کې لوبه د نریو اوبو ځوانانو لوبډلې په بریا تمامه شوه.

ددې سیالیو د ملاتړ لپاره یو-ریپورټ د ځوانانو نړیوالې رضاکاره ادارې، ننګرهار خالص وطني شات، یو شمیر نورو هیوادوالو او بنسټونو د لوبو په جریان کې لوبغاړي او ځوانان له دې امله د تشويقي ډالیو په ورکولو وستایل چې د یوه سپیڅلي هدف لپاره یې سیالي وکړه.

قومي مخورو او د سیالۍ ننداره کوونکي له لوبو او په دې موخه چې سیالۍ د ښوونځي د ملاتړ لپاره ترسره شوي، خوښي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې دا ډول سیالۍ دوامداره شي.

صبغت الله خان چې د لوبې یو نندارچی دی، خوشحاله دی چې داسې مهمې سیالۍ په بریا سره پای ته ورسیدې.

هغه هم له له مرستندویه ادارو او بنسټونو هیله وکړه چې نه یوازې د غازي امان الله خان ښوونځي سره د ښه اسانتیاوو او چاپیریال برابرولو کې، بلکې له نورو ښوونځیو سره دې هم همکاري وشي.

ددې لوبو یو لوبغاړي او سمبالوونکي انجینر عتیق الحق درمان هم د ټولو بنسټونو او هیوادوالو له هر راز ملاتړ مننه وکړه.

ښاغلي درمان، د لوبې نورو سمبالوونکو، ځايي قومي مشرانو او نور نندارچیانو د نورو سیمو له ځوانانو هم غوښتنه وکړه چې د ورته موخې لپاره سیالیو ته ملا وتړي او د ټولنې د مثبت بدلون سبب دې شي.

کرکټ نن سبا په افغانستان کې د تر ټولو ډیرو مینوالو لرونکو لوبو څخه ده. اوس ځوانان هڅه کوي چې کرکټ د ورزش ترڅنګ د ټولنې د نورو برخو د ملاتړ لپاره هم وکاروي، څو وشي کولی چې په تعلیمي، چاپیریالي، روغتیايي، ټولنیز او نورو برخو کې اړین پیغامونه ولیږدوي او مناسب عامه پوهاوی ترسره کړي.