افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: له امریکا سره مذاکرات ګټور وو

بهرنیو چارو وزارت وایي له امریکایي لوري سره یې ګټورې خبرې لرلې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د امریکا او افغان لوري ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلې دي. دده په وینا په دې مذاکراتو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي مسایلو او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي. افغان لوري له امریکا غوښتي چې پر افغانستان خپل بندیزونه پای ته ورسوي، کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، بشر دوستانه مرستو ته لار پرانیزي او سیاسي مسایل دې له بشردوستانه […]

نړۍ

پنټاګون: نړۍ کې باید ژر خپل نظامي موقف بدل کړو

امریکا وایي ددې اړتیا لري چې په چټکه توګه په ټوله نړۍ کې خپل نظامي پلانونه او موقف بدل کړي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو ویلي چې دوی په ټوله نړۍ کې په تېره په سمندرون و کې د خپل نظامي حضور څرنګوالی ارزولی دی. سرچینه وايي دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دمګړی نړۍ له نوو ګواښونو سره مخ کېدونکې ده او امریکا هم ددې اړتیا لري چې د خپلو رقیبانو د کنټرول لپاره خپل نظامي اقدامات له سره وڅاري. دغه شنونکو ویلي وروسته له هغه چې […]

نړۍ

ترکیه کې توپان ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سکای نیوز راپور ورکړی دی چې په ترکیه کې د نن ورځې له سهاره راهیسي پیل شوي توپان لږ تر لږه ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپور کې د پلازمینې استانبول د طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکو له قوله راغلي چې د ترکیې په تر ټولو ستر ښار کې د نن ورځې له سهاره راهیسې د تېزو بادونو په ملتیا شدید باران پیل شوی دی چې په نتیجه کې یې یو شمېر کورونه نړېدلي دي. چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې د یاد توپان له امله څلور […]

افغانستان

هرات کې د زعفرانو حاصلاتو کې کموالی راغلی

د افغانستان د زعفرانو په تولید کې کموالی راغلی دی. د راپورونو له مخې د هرات ولایت د کرنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو په حاصلاتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی. د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال په دغه ولایت کې د زعفرانو شاوخوا شل ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو روان کال دا کچه یوازې لس ټنه کېږي. د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي تمه لري چې راتلونکی کال په حاصلاتو کې ډېروالی راشي. هرات یو له هغو […]

سیاست

پي‌ټي‌ایم: د علي وزیر ضمانت شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړی علي وزیر ضمانت شوی دی. د یاد غورځنګ غړو ویلي چې بې ګناه علي وزیر تر یو کال زنداني کېدو وروسته به په ضمانت راخوشې شي. د یادونې ده چې پاکستاني حکومت یو کال مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پارلمان غړی علي وزیر د پاکستاني حکومت پر ضد د پاروونکو څرګندونو او دغه راز په یو شمېر بریدونو کې د لاس لرلو په تور ونیو او زندان ته یې ولېږه، خو د یاد غورځنګ غړي وایي چې علي پرته له دې […]

افغانستان

ریاست الوزرا: نړۍ دې د فشار پر ځای خبرو ته را مخکې شي

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې کړې دي. په ورته وخت کې د ازبیکستان استازي ویلي چې هېواد […]

افغانستان

د ناټو دوه ورځنۍ غونډه؛ پر افغانستان هم خبرې کېږي

نن د افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیلېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان هم ددې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل دی. هغه ویلي چې د افغانستان پر اوسني وضعیت، له دغه هېواد د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته رامنځ ته شوو اندېښنو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي. هغه یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د طا لبانو واک ته رسېدل د دوی لپاره خواشینوونکي […]

افغانستان

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده. د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي. جنوبي کوریا وایي چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام ته په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي په موخه ۳۲ میلیونه ډالر ورکوي. بلخوا په جنوبي کوریا کې افغان سفیر د دغه هېواد له مرستو مننه کړې ده او ټینګار کوي چې له دغه هېواد […]

افغانستان

اروپايي ټولنه: افغانستان سره د مرستو لپاره مو خپل شرطونه واضح کړل

اروپايي ټولنه وایي افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل. دده په وینا افغان لوري ته یې د خپلو مرستو لپاره شرایط واضح کړي او دغه ډلې هم ژمنه کړې چې عملي کوي یې. د توماس په خبره اروپايي ټولنه غواړي چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي، ښځو ته په حکومت […]

افغانستان

اوچا: افغانستان کې د نړۍ ستر بشري ناورین رامنځ ته کېږي

په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې د یو وخت ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی. سرچینه همدا راز وایي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی. اوچا وايي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پر وخت له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په […]