لغمان والي: طالبانو ته مو جال ایښی و،راګیر شول؛ مدني فعالانو او قومي مشرانو سره حساب کوو

د لغمان والي رحمت الله یارمل ویلي چې د لغمان وروستۍ جګړه کې یې طالبانو ته دام ایښی ول چې په وینا په کې راګیر یې کړل.

نوموړي دا خبرې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي.

یارمل ویلي:

«وس دي نو جسدونه او لاښونه سره در ټول که. ديو څو پوستو ایله کیدل درته دښار نیول معلوم سول؟»

نوموړي وړاندې لیکلي:

«هغه یو ښه جال وو چي ډیر ښه پکښي را ګیر سوې او یو ښه فرصت وو چي یو څو بی وجدانه او بګېل عسکر د امنیتي او دفاعي ځواکونو دمقدسو لیکو څخه وشړوو.»

والي یارمل هغو کسانو ته هم ګواښ کړی چې په وینا یې له وسله والو سره یې همکاري کړي یا هم قضیه کې دخیل دي. هغه مدنفي فعالان او قومي مشران هم یاد کړي دي:

«اوس دي په ښار او ولسوالیو کي دمدني فعال، قومي مشر، ملک او پلاني او ډینګي ډول څو بې وجدانه خلګو دمجازاتو وخت سو. چا چي دلغمان دپاره بد فکر کړی وي لا یې نه بخښوو عمل خو بیخي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې وړمه شپه د لغمان والي ویلي ول چې د غفلت په تړاو یې د لغمان د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په شمول ۱۱۰ تنه حکومتي چارواکي نیولي او زندان ته لیږدولي، چې تر څیړنو لاندې دي.

خلکو د حکومت ددې ګام ستاینه کړې او هیله یې کړې چې قانوني چلند ورسره وشي.

له بله پلوه باید وویل چې وړمه شپه طالب وسله والو دولت شا ولسوالۍ تر سقوط وروسته د لغمان پر مرکز مهترلام ښار برید وکړ چې په ترڅ کې یې درنه جګړه وشوه. د لغمان مسوولین وايي، جګړه هغه مهال کنټرول شوه چې افغان کمانډو ځواکونه او نورې ځانګړې قطعې جګړې ته داخلې او وسله وال په شا وتمبول شول.

ویل کیږي اوس هم د مهترلام سره شا او خوا او ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات جریان لري.

وسله والو طالبانو ویلي چې د لغمان په جګړه کې یې پوستې نیولي او مرګ ژوبله یې اړولې. د طالبانو د ویاند له قوله ویل شوي دي چې دوی د مهترلام د سقوط پلان نه درلود.

دا یوازې لغمان نه، بلکې له دې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه او بغلان باندې هم ورته بریدونه شوي چې د حکومت په وینا دا حملې یې هم په شا تمبولي دي.




وروستي مطالب