عبدالله: جګړه دروازو ته رارسېدلې، چوپ پاتې کېدل جفا ده
د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د رهبرۍ شپږمې ناستې ته ویلي، چې جګړې د ښارونو تر دروازو رسېدلي دي، د خلکو سر او مال په خطر کې دی او په داسې وضعیت کې چوپ پاتې کېدل لازم نه دي. نوموړي زیاته کړې چې د افغان دولت د سولې غوښتنه په ټول قوت سره پر خپل ځای ده خو طالبان وخت ضایع کوي او د خبرو پر ځای جګړو ته زور ورکوي. هغه ویلي، خلکو سولې ته د طالبانو پر اراده شک لرل خو د […]