جلال اباد، باچا خان مزار کې د بیګ نسیم فاتحه وشوه؛ هغه څوک وه؟

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار باچا خان مزار کې د خدايي خدمتګار تحريک سرلارې او عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې د عبدالولي خان مېرمنې بېګم نسيم ولي خان فاتحه واخیستل شوه.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل، د ولايت مرستيالانو، ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو، علماء کرامو، مېرمنو، پوهنتون استادانو، محصلينو، ګذر وکيلانو او نورو قشرونو په ګډون سره واخیستل شوه.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د فاتحې په مراسمو کې مبارزې او فولادي مېرمن بېګم نسيم ولي خان ته د مغفرت، د باچا خان کورنۍ غړو او ټولو پښتنو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

نوموړي د بېګم نسيم ولي خان مړينه لويه ضايعه وبلله او د دې مبارزې مېرمنې د ژوند، سياست، هلو ځلو او فکري ويښتيا برخه کې د هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، چې نوی نسل بايد د دا ډول شخصيتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او د دوی تګلاه تعقیب کړي، ترڅو له شته ناخوالو خلاص شو.

د ننګرهار رسنیو دفتر ویلي؛ والي د څو لسيزو جګړو او د سولې روانو خبرو ته په اشارې  وويل:

د باچا خان فکر سوله ییز دی، د هغه فکر له اسلام اخیستل شوی و، په هېواد کې ډېرې جګړې وشوې؛ خو نن د هغه د فکر لار تقعيبيږي او د سولې خبرې روانې دي.

د ننګرهار والي په هېواد کې د روان ناورين پای ته رسيدو هيله وکړه او له هېوادوالو يې وغوښتل، چې د بنسټونو او نظام په ساتنه کې له سوله ييز فکر څخه کار واخلي او د خپل هېواد له ورانولو څخه ډډه وکړي.

د فاتحې په پای کې عمومي دعاء وشوه، چې په کې بيګم نسيم ولي خان ته د مغفرت، د باچا خان کورنۍ او ټولو پښتنو ته د تسليت مراتب وړاندې او پښتون قوم ته د يووالي هيله وشوه.

بیګم نسیم څوک وه؟

هغه د پښتون مبارز عبدالغفار خان (باچا خان) نږور او د خان عبدالولي خان مېرمن او د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره وه.

نوموړې د خان عبدالولي خان دویمه مېرمن وه، چې په ۱۹۵۴ کال کې یې واده ورسره کړی و.

مرحوم بیګم په ۱۹۷۵ کال پاکستان کې سیاست ته مخه کړه او په ۱۹۷۷ کال لومړنۍ ښځه وه چې له خیبر پښتونخوا یې د پاکستان پارلمان ته لار پيده کړې وه.

د هغې په مړینه د افغان ولسمشر اشرف غني په شمول ګڼو عامو افغانانو هم غمرازي کړې ده چې له همدې امله یې نن د باچا خان په مزار کې چې په جلال اباد کې جوړ شوی، د فاتحې لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول.

 

وروستي مطالب