کرزی: افغانستان کې اوسنۍ جګړه پاکستان کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې تر شا پاکستان ولاړ دی.

هغه دا خبرې د شپیګل په نامه یوې مجلې سره په مرکه کې کړي دي.

کرزي ویلي چې پاکستان او امریکا دواړه د روانې جګړې تر شا دي او ملاتړ یې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا په تیرو شا او خوا نولسو کلونو کې په مستقیم او غیرې مستقیما توګه د جګړې له دواړو لوریو ملاتړ کړی دی.

ده ویلي چې امریکا به افغانستان کې له حکومت نظامي ملاتړ کاوه خو په عین حال کې یې پاکستان ته مالي مرستې ورکولې چې پاکستان د طالبان لوی ملاتړی دی.

حامد کرزي ویلي امریکا دلته د جګړې د ملاتړ ترڅنګ په خپله هوایي بریدونو کې ګڼ افغانان وژلي او کلي یې وران کړي دي.

دی وايي، پاکستان د جګړې تر شا ولاړ دي او لا هم افغانستان ته د جګړې لپاره بمونه او وسلې رالیږي.

کرزي ویلي دا جګړه اوس د پاکستان او نورو هیوادونو د ګټو لپاره روانه ده. وایي پاکستان نه شي کولی د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسیږي او افغانان به د هر ډول دسیسو پر وړاندې ودریږي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې سولې پروسه کې افغانانو سره حاضر شي او نور دې پردیو ته جګړه نه کوي.

کرزي زیاته کړې چې له بهرنیو ځواکونو وتلو سره باید جګړې ته مذهبي رنګ ورنه کړل شي او باید ودرول شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکایانو له وتلو سره سم په افغانستان کې توده جګړه روانه ده چې هره ورځ ګڼو افغانانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي او ملي ګټې یې نړیږي.




وروستي مطالب