ولې په افغانستان کې اوربند نه کیږي؟

د اوربند درک نه شته او د افغانستان د خونړۍ جګړې وینه بهوونکی بهیر لا هم روان دی، تازه یې پرون لوګریان په پریمانه وینو کې ولمبول.

برید پر هغه ودانۍ شوی چې ویل شوي چې د لرې پرتې ازرې ولسوالۍ له غرونو راغلو ځوانانو د علم ډیوې لاسونو کې نیولې وې او غوښتل یې چې د کانکور د امتحان پر ورکړې سره دا ډیوې دومره چټکې کړي چې رڼا یې تر وطن کونج کونج ورسیږي او انسان دښمن ته د پښې ځای پيدا نه شي.

یوازې دا نه، بلکې هره ورځ هدفي وژنې، شپنۍ حملې، مقناطسي بمونه او په یو شمیر سیمو لکه کندهار کې لویې جګړې روانې دي.

خو دا پوښتنه له هر چا سره ده چې ولې اوربند نه کیږي، د اوربند مخکې کوم خنډ دی او کله به اوربند کیږي؟

دا اساسي پوښتنې دي، خو ددې پوښتنو ځواب نه ډیر سخت دی او نه ډیر اسانه دی، یوازې همدومره چې افغان انسان پام واړوي او وګوري چې دا وینه ولې بهیږي، نو پوهیدای شي چې ولې د وینې ودریدو لپاره اوربند نه کیږي !

د اوربند نه کیدو په اړه څو خبرې شته:

اول؛ اوربند خو د سولې د بریالیو خبرو لپاره لاره پرانیستل دي، نو ولې وشي او څه اړتیا ده ورته؟ یعنې که چیرته سوله کیږي، نو وینه بهوونکي دښمنان دومره احمق نه دي چې د اوربند ملاتړ وکړي یا یې د کیدلو امر وکړي.

دویم؛ که نن اوربند وشو، نو بیا د نړۍ مداخلې ته څه اړتیا ده، ولې د افغانستان په اړه بیا خبرې وکړي، ولې پرې سیاست وکړي، ولې پرې لوبې وکړي، نو اصل کې د افغانستان جګړه او اوربند نه کول د سیمې او نړۍ لپاره زمینه برابره کړې چې دلته یې سره ووهي، خو خاشاک یې باید یوازې احمق افغانان وي.

دریم؛ که همدا نن لوی بریدونه ونه شي، جګړه ونه شي او اوربند وشي، نو بیا افغانان څه اړتیا لري چې امریکا یا نورې نړۍ ته ووايي چې پاتې شه، وسله راکړه، پیسه راکړه، دلته پښه کیده خپل مخالف هیوادونه وویروه. ایا تاسې ووایاست که همدا نن هم اوربند وشي، زه او ته د یوه افغان په حیث دا غږ نه پورته کوو چې نړۍ ووځه، ستا له غرضي مرستې تیر یوو، لاسونه دې بنه کړه، زما قوانینو، کورنیو چارو او فعالیتونو کې کار ونه لرې، دې کې کار نه لرې چې که زه له ایران، روسې، چین یا هند سره هر ډول اړیکه، راکړه ورکړه او مسایل لرم، ته حق نه لرې چې ماته ووایې داسې وکړه او داسې مه کړه.

د هغې میلمستون یا لیلیې چې زده کونکې او عام مسافر افغانان په کې اوسیدل دیوالونه او چت په بشپړه توګه نړیدلي دي

نو دغسې حالاتو کې ولې هغوی چې دلته خپل حضور ته بهانې ګوري، ړانده خو نه دي چې اوربند ته لار پرانیزي یا پر اوربند خبره وکړي.

همدا پرون درې څلور ناستې شوي چې امریکا، روسیه، چین او پاکستان یې ګډونوال هم ول، خو د افغانستان د اوربند په اړه په خپرو شویو پریکړو کې هیڅ یادونه نه ده شوې، ولې نه ده شوې، ځکه اوربند د یو چا د ګټو لپاره تاوان دی، باید پرځای یې جګړه چټکه شي.

د لوګر پرونۍ وحشي پيښه، د القاعده د جګړې اعلان، دلته د امریکا له لورې نوي خطرناک توغندي راوړل، په افغانستان کې د جګړو ناڅاپي تشدیدول، د نویو ګواښونو کول چې پر امریکایي سرتیرو به بریدونه شروع شي… دا ټول د هغې ډیزاین شوې لوبې برخه دي چې اصلي هدف یې د امریکا لپاره افغانستان کې پاتې کیدلو ته زمینه برابروي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې ټاکل شوې وه امریکا د افغانستان د جګړې د پای په اړه پریکړه وکړي، ولې ناڅاپه کندز ولایت سقوط کړل شو؟ ولې یې خلک ووژل شو، ولې اوس د کندهار په ولایت باندې برید وشو، ولې اوس هم جګړه روانه ده، په داسې حال کې چې هیڅ بهرنی جګړه کې رول نه لري او ټول اوربند غواړي، خو جګړه ګرمیږي؟ دا ټول د ځنځيري خونړۍ لوبې دوام دی، هله به پای ومومي چې افغانان پوه شي چې موږ خپله د وطن مالکان یوو، ددې پرځای چې نور خلک مو په خوب کې د جهاد و طن په نوم مړه کړي ښه دی چې په ویښه او مقابله کې مړه شو، چې دا ډول پورته کیدنه حتماً د ملت راتلونکي ته یوه د نجات لار ورکوي.