پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفر؛ د سولې هڅې ټاکنو سره څه تړاو لري؟

 
د افغان ولسمشریزو ټاکنو او سولې هڅې په هم مهاله توګه په کور دننه او بهر د مختلفو لوریو د تمرکز دوه لوی ټکي دي.
په وروستیو کې داسې لویه سیاسي مسئله کمه پېښیږي، چې له دغو موضوعاتو څخه یوه یا دواړو پورې اړوند نه وي.
د سولې هڅې که حکومت یې کوي، یا د حکومت سیاسي مخالفین، په یو ډول ورته د شک په سترګه کتل کیږي.
پاکستان، افغان سوله او ټاکنې
د سولې د روانو هڅو له پیل سره د پاکستان خلاف د حکومت او د حکومت د سیاسي مخالفینو ټولو دریځونه د تېر برعکس زیات بدل شوي او نرم شوي.
دواړه لوري یو بل تورنوي، چې د پاکستان په اړه نرمښت یې راتلونکو ټاکنو سره تړاو لري.
پاکستان ته د ولسمشر غني پلان شوی سفر او ورته د سولې په یوه ناسته کې د ګډون په نوم د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفینو تازه سفر ټول د راتلونکو ټاکنو په جریان کې د پاکستان د ملاتړ خپلولو هڅه ګڼل کیږي.
پاکستان پر وسله والو طالبانو د پراخ نفوذ له کبله هغه لوری ګڼل کیږي، چې د امریکا له لورې طالبانو سره د سولې د پیل شویو هڅو اصلي مسیر ټاکلی شي.
د دغو هڅو اساسي پایلو ته چندان هیله مندي نشته، خو حکومت او سیاسي مخالفین یې ټول تمه لرۍ، چې پاکستان سره خوږلني یې ممکن په دغه حساسه مرحله کې زیاته په ګټه تمامه شي.
دا لوري هر یو غواړي، چې پاکستان ورسره د طالب استازو د مخامخو خبرو زمینه مساعده کړي، ان د بې پایلو او تشریفاتي هغو که هم وي، خو چې لږ تر لږه تر راتلونکو ټاکنو پورې یې دوامداره کړي.
له دغې تمې یې هدف دا دی، چې په کمپاینونو کې ځان د سولې د راوستو زیات جوګه وګڼي او د ټاکنو ګټلو کې ګټه ورڅخه واخلي.

د پاکستان تازه ناسته
ټاکل شوې چې د شنبې پر ورځ د پاکستان د مرې په بوربن سیمه کې د افغان سولې په اړه د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات بنسټ لخوا غونډه تر سره شي.
ویل کېږي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي مشر عطامحمد نور، د اجرایه رییس دویم مرستیال محمد محقق، عبدالطیف پدرام او د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني په دې غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللي دي.
دغې ناستې ته مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم بلل شوی، خو کرزي په یوه اعلامیه کې د ناستې د ستاینې ترڅنګ د بوختیاوو له کبله د نه ګډون بښنه غوښتې ده.
کرزي په راتلونکي کې د ورته بل سفر خبر ورکړی او پاکستان یې ورور هېواد ګڼلی.
هغه له دغه هېواده غوښتي، چې افغان سولې سره پوره مرسته وکړي.
څوک یې ګټي؟
پاکستان په افغانستان کې ستراتیژیکې موخې لري. د دغو موخو د لاسته راوړلو لپاره به بیا- بیا افغان حکومت او سیاستوال وغولوي او ولوبوي، خو له هیڅ یوه لوري سره د طالبانو په ګډون په صداقت نه دی ولاړ او نه یې د ګټو تقاضا دا ده، چې ودریږي.
دغه هېواد د نورو زیاتو لوبو په شان یې د سولې او ټاکنو په تړاو د روانو لوبو ګټونکی هم دی.
دلته افغان حکومت او سیاستوالو ته مخ اوړي، چې د انفرادي او لنډمهالو ګټو د تعقیب پر ځای د پاکستان او بل هر داسې لوبغاړي پر وړاندې متحد او واحد دریځ ولري.
دا تمه له هیڅ یوه هم نه شي کیدای، چې عملا داسې وکړي، خو د هېرولو نه ده چې اوسنی افغانستان او خلک یې هغه پخواني نه دي او په ټولو لویو- وړو معاملو او تکتیکي بدلونونو یې سر خلاصیږي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ