ټولنیز ژوند

حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!

هـر انسان غـواړي، چي پـه خپلو چارو کي بريالی وي او پرمختګ پکي وکړي. هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا ئې هيله وي، ورځ تر بلي ښه شي. موږ بايد دا زده کړو، چي څومره پر خپل پرمختګ خوشحالېږو، هغومره د نورو  پرمختګ ته هم خوشحاله شو. د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ  خنډ نه دی. که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای. که مو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ځينې وعدې پټې دوکې وي

پر هېچا/هېڅ شي دومره باور مه کوئ، چې ټول عمر به زموږ وي او ټول ژوند به له موږ سره کوي. ځينې داسې دي، چې لږ/ډېر وخت وروسته که موږ غواړو يا نه غواړو، له ژونده/ له لاسه مو ځي او د يوازېتوب دنيا ته مو سپاري. په حقيقت کې هغوی د نورو وو او دي. له اوله نه زموږ وو او نه یې له موږ سره د پاتېدلو اراده وه. له موږ سره يوازې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

موږ بايد حد او اندازه وپېژنو

موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو. په دوستۍ او دښمنۍ کي هم حد ولرو. حتا که  مينه هم تر حد واوړي؛ نور نو لېونتوب دی. ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده. موږ بايد حد او اندازه وپېژنو. هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو. هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دا د ژوند اصل دی!

دا ياد لرئ! دا د ژوند اصل دی. که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار  نه لټوو. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو.  بندو  لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو. کله چي له يوې لاري هدف ته ونه رسېدې، بله لار پيدا کړه، له بلي لاري راشه، کېدای شي تر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري. ژوند تېرول دا دي، چي يوازي د ورځو شپو د کمولو حساب کوو. کار نه کوو. فعاله نه يو. يا په بله وينا د وخت  ضايع کولو  ننداره کوو. ژوند کول بيا دا دي چي کار کوو. فعاله يو. ځان ژوندی احساسوو. د ژوند له هري شېبې او هر فرصته ګټه اخلو. په ژوند تېرولو کي له ژونده شکايتونه هم ډېر وي؛ مګر په ژوند کولو کي شکايت … نور ولولئ

ادبیات

د زمزمه غزل د شعر مقام

محمود دلګیر شعر خپله یو مقام دی، خو زموږ مطلب دلته د شعر له مقام څخه د شاعر/ شاعرې شعر له خامۍ څخه راوتل او د پوخ والي څومره والی دی. موږ دلته د یوې ښځینه شاعرې په شاعرۍ غږیږو. دا خبره به ډېره سولېدلې شي چې زموږ په ټولنه کې د ښځینه شاعرې په محرومیتونو او بندیزونو خبرې وکړو او بیا یې په همدغه تله شاعري وتلو، دا سمه خبره ده چې ټولنه، ماحول … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ژوند يو رنګ نه دی

ژوند يو رنګ نه دی. بېلابېل رنګونه لري. د خوښيو، غمونو، دردونو، خوږو- ترخو، لوړو، ژورو، ښو، بدو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده. موږ مجبوره يو، چي د دې هر څه خوند به ګورو. د سهار په تمه به شپه تېروو. د سپرلي لپاره به خزان زغمو. د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو. د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو. د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره … نور ولولئ

ادبیات

د نوي کال، نوې ډالۍ؛ پښتو ادب ته تازه چاپ شوی اثر!

(واورینه) هغه شعري ټولګه ده، چې ویناوال یې محمد وسیم مومند دی، دا کتاب بغلان ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ زیار یې هم د یاد بهیر فرهنګي کورنۍ پر غاړه درلود، چې په ښه کیفیت سره تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو. مومند صیب د بغلان د (خُمار او بهار) شاعر دی چې د  اشعارو په هېنداره کې یې انتیک کرښې را نغښتل شوي. د کتاب حجم ۱۲۳ مخه ده چې د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ولې اوسني ځوانان زیات تر اندېښنې لاندې دي؟

  دا هغه پوښتنه ده چې اوسني ځوانان یې خپله د ځواب په لټه کې دي خو داسې کم ځوانان پیدا کېږي چې د دې پوښتنې تر ځوابه او حللارو پورې ورسېږي. د اوسني ځوانانو زیات وخت په زړه تنګون او د انفرادیت په احساس کې تېرېږي، دوی په ورکه کې وي، هغه څراغ پسې ګرځي چې دوی له دې ستونزې، ژور خپګان او ډېپرېشن څخه وباسي. ما ډېری ځوانان لېدلي دي، چې دوی هر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

توماس اډېسن ؛ هغه شخص چې نړۍ یې د بريښنا په نور روښانه کړه

د شفیق امیرزي لیکنه توماس الوا اډېسن امریکایي انجنیر، مخترع او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژندل شوې څېره ده. هغه سلګونه برېښنايي وسایل اختراع کړي دي چې تر ټولو مشهور یې برېښنايي څراغ دی. اډېسن چې د ښوونځي په ابتدایه دوره کې و، ښوونکي به یې ویل چې هغه یو ټمبل شاګرد دی او ګومان نه کوي چې څه ترې جوړ شي. ډېری وايي، چې ښوونکي یې غوښتنه وکړه چې هغه دې نور … نور ولولئ