کلتور او هنر

د هندي فلمونو افسانوي ستورې سريديوې مړه شوه

د بالیوډ افسانوي او ښکلې لوبغاړې سریدوي نن له نړۍ سترګې پټې کړې. راپورونه وايي چې دا نامتو اکټره په دوبۍ کې وه چې د سینې په قفس کې د سخت درد تر شکایت وروسته یې ساه ورکړې. ګومان کیږي چې نوموړې د زړه سختې حملې وژلي وي. د سریدوي لېور سنجي کپور د نوموړې د مړینې خبر تایید کړی دی. نوموړې ۵۴ کلنه وه او په لسګونه فلمونو کې یې ډیر مشهور رولونه لوبولي … نور ولولئ

په زړه پورې

ریحام خان: عمران خان په نوې واده سیاسي خودکشي وکړه

د عمران خان پخوانی میرمن ریحام خان وايي عمران خان له نوې میرمن سره له پخوا جوړ و، او په داسې حال کې چې د پاکستان انتخاباتو ته څو درې میاشتې پاتې دي، دا واده نوموړي ته یوه سیاسي ځان وژنه ده. په داسې حال کې چې د پاکستان او سیمې په رسنیو کې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند د ۶۵ کلن مشر عمران د درییم واده راپورونه ساړه شوي و، د نوموړې … نور ولولئ

خواړه

د میرمنو لپاره د تغذیې ۶ ضروري ټکې

میندې د ژوند په هر پړاو (مرحله) کې د تغذیې ځينې مهمو ډولونو ته اړتیا لري، چې له دوی سره د ښې روغتیا په برخه کې مرسته کوي. موږ يې دلته تاسې ته شپږ (۶) مهم څیزونه درپه ګوته کوو: ۱ـ اوسپنه اوسپنه د وینې نوې حجرې زیږوي او هغه د له مینځه تلو څخه ژغوري. کله چې نجوني د میاشتنې ناروغۍ په دوره کې وي، د بدن د اوسپنې پوره کول ورته اړین دي. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پر ډیپریشن اخته دوست یا خپلوان سره څنګه مرسته کولی شئ؟

ډیپریشن یا ژور خپګان په نړۍ کې د بشري ناتوانۍ یو له لویو دلایلو څخه دی. په امریکا کې په سلو کې لس او په افغانستان کې په سلو کې له پنځوسو زیات کسان د ډیپریشن ( ژورخپګان) له یوې بڼې ځوریږي. خو دا چې دا یوه رواني ناروغي ده نو پرې پوهیدل او درک کول یې د فزیکي ناروغیو په مقایسه ستونزمن دي. د ژورخپګان په اړه یوه لویه غلط فهمي ډیر کله په … نور ولولئ

په زړه پورې

سعودي عربستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د فوټبال د فیډراسیون غړې شوه

د سعودي عربستان د فوټبال فیدراسیون ددې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه ددې فیدراسیون په غړیتوب وټاکله. هغه بدلونونه چې د جمعې په ورځ اعلان شول، عدوه العریفي د سعودي د فوټبال فیدراسیون د ټولینزو مسولیتونو د اوه کیسیزې کمیټې د لومړنۍ ښځینه غړې په توګه وټاکل شوه. نوموړې چې په دې هیواد د لومړي ځل لپاره د ښځنیه فوټبال ټیم بنسټ اېښودونکي ده، ددې لپاره پر دې څوکۍ ټاکل … نور ولولئ

خواړه

د هاضمي سیستم یوه نا ارامي چې ډیر خلک یې په اړه خبرې نه کوي

  ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نورالحق امین د انسان هاضمي سیستم په وجود کې مهم رول لري. په هاضمي سیستم کې دوامدارې او پرلپسې نا ارامۍ که په وخت یې غم ونه خوړل شي، په اوږدمهالو ناروغیو بدلیدای شي . انسان د هاضمي سیستم له بیلابیلو نار ارمیو سره مخ کیږي چې زیاتې له دې څخه په خوراک او ژوند بڼه کې په بدلون راوړلو سره ښه کیدای شي. قبضیت د هاضمي سیستم یوه داسې ستونزه ده چې … نور ولولئ

خواړه

ویده کیدو کې ستونزه لرئ؟ تازه څیړنو دا لس لارښونې مؤثرې ګڼلي

خوب یوه طبیعي پروسه، نو باید اسانه وی. خو کاشکې. موږ ټول د ژوند په ځینو وختونو کې له ویده کیدو سره په ستونزه کې یوو، خو له موږ څخه د ځینو لپاره دا د هرې شپې یو جنجال دی. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، ددې هیواد د وګړو دریمه برخه تر شپږ ساعتونو کم ویده کیږي. د سړیو په مقایسه په ښځو کې دې بې خوبۍ ستونزه زیاته ده. … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

اته اسانه لار چارې چې د هرې نوې ژبې په زده کړې کې مرسته کولی شي

  لیکنه: جون ـ یریک جوردن ژباړه: غازي عابد متیوو یولدن په ۹ ژبو روانې خبرې کولی شي او په ډیرو نورو هم لږ لږ پوهیږي. زه له هغه سره برلین کې په یوه دفتر کې کار کووم، ما د هغه ډیر مهارتونه لیدلي، له یوې ژبې بلې ته داسې بدلیږي، لکه یو رنګا رنګ شی چې رنګونه بدلوي، هغه د بریتانیا دی، خو له همدې ژبو امله زه تر اخره په دې پوه نه … نور ولولئ

کلتور او هنر

پښتنه نجلۍ – د یوې پیړۍ یو پخواني عکس

دا تصویر د ۱۹۰۰ او ۱۹۱۰ تر منځ واخیستل شو. د آر-بي هومز له خوا په تصویر کې یوه ماشومه (پیغلوټې) سپینه بورقه په سر ولاړه ښکاري. ښایی دا د پیښور په عکاس خانه کې اخیستل شوې وي. د شلمې میلادي پېړۍ په سر کې د هند خلک فلمونو او عکسونو سره دومره لیوالتیا ښودله چې هر ښار کې عکاس خانې جوړې شوې. په داسې ځایونو کې به انځوریز تختې وې چې یوه به يې … نور ولولئ

سیاست

په کابل کې د بریتانیا سفارت له کله راهېسې

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمایی برطانیې په افغانستان کې د خپلو استاځو په ساتلو لاس پورې کړو. په ۱۸۵۵ م کې د امیردوست محمد خان ورور سردارغلام حیدرپه پیښور کې د هند ګورنرجنرل جان لارنس سره یوه معاهده وکړه. ددې د ۷ مادې تر مخه په پیښور کې به د انګریزانو یو استاځې(ایجنټ) ساتل کېدو. لومړی ایجنټ، نواب فوجدارخان د ملتان سدوزی و چې د ۱۸۵۶ م نه تر ۱۸۵۹ په پیښور کې کار … نور ولولئ