روغه سټه

که له کوم لامل پرته د لټۍ او ستومانۍ احساس کوئ، نو دا ولولئ

کله ناکله به مو پام شوی چې پرته له کوم درانه کار ځان ستړی احساسوئ. وجود مو نا اشنا درد کوي او د کار کولو جوکه نه لرئ. په ځانګړې توګه د هوا په بدلیدو ګڼ کسان د بې انرژي توب احساس کوي. او نه شي کوله خپل ورځني کارونه په سمه توګه ترسره کړي. لاندې څو طبیعي او په ساینسي څیړنو ثابتې شوې لارې چارې شته چې په عملي کولو یې د خپل وجود … نور ولولئ

روغه سټه

د سینې د سرطان په اړه؛ هر ښځې او سړي ته ضرور معلومات

د سینې سرطان یوه داسې ناروغي ده چې هر کال زرګونه افغان میندې وژني. که څه هم په وروستیو کې د طبابت پر پرمختګ سره د سینې د سرطان ناروغي وژونکې نه ده او تر ډیره د درملنې وړ ګرځیدلی، خو دا په هغه صورت کې چې یوه ښځه پرې زر پوه شي او زر تر زره ډاکتر ته مراجعه وکړي. له همدې کبله ډاکتران سپارښتنه کوي چې ښځې دې هر وخت خپلې سینې خپله … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

ساړي، هندوستان دا ښايي د نړۍ تر ټولو ساده جامې و اوسي. د ټوکر یوه اوږده ټوټه چې اوږدوالی یې تر نهو میترو رسیږي. ساړي په نړۍ کې یو شیک او د بیلابیلو ډولونو لرونکی لباس دی چې کیدای شي په لسګونو بڼو واغوستل شي. د هندوستان په کلیو او ښارونو کې ساړي په پراخه پیمانه کارول کیږي. د افغانستان په شمول د سیمې هیوادونو ته هم د ساړي بیلابیلو ډولونو لاره موندلې او یو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځې او نجونې څنګه د میاشتني عادت پرمهال درد او ناراحتي کمولی شي؟

نژدې د ټولو ښځو او ځوانو نجونو لپاره د میاشتنۍ عادت یا ” قاعده ګۍ “ ورځې د میاشتې ستونزمن وخت وي. دا تر قاعده ګۍ مخکې له یو ډول عمومي ناارامۍ ((Premenstrual Syndrome) ) سره پیلیږي او وروسته درد، زړه بداوی، او ذهني ناارامي هم ورسره ملګرې شي. دا هم ممکنه ده چې د یو شمیر ښځو طبعه او موډ ورسره خراب وي او پر ورځني کار تمرکز هم ورته ستونزمن وي. ددې پر … نور ولولئ

سیاست

د نواز شریف لور ته د زرداري د ځوی میلمستیا او پرې د یارانې شکونه

د یکشنبې په ماښام روژه ماتې ته د زرداري ځوی بلاول بوټو زرداري د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز او د ځینو نورو سیاسي پارټیو چاوراکي او غړي وربللي وه. روژه ماتې په اسلام اباد کې د زرداري په کور کې تیاره شوې وه، چې پکې د مریم نواز سربیره د پښتون د تحفظ حرکت غړو محسن داوړ او علي وزیر هم ګډون کړی و. د ملمستیا د موخې په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د والنټاین( مئینانو د ورځې) مخینه، او نړۍ کې یې په مناسبت په میلیاردونو ډالر لګښت

د فبروري څوارلسمه په نړۍ کې د عاشقانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د میئنانو نړیواله ورځ چې د والنټاین ډی Valentine Day په نوم شهرت لري، سلګونه کاله مخینه لري. په یاده ورځ عاشقان خپلې مینې ته د ګلو ګیډۍ، د مینې کارډونه، لیکونه او ډالۍ لیږي. په دې ورځ اکثره دوی د ماښام ډوډۍ سره ګډه خوري. په افغانستان کې هم دا ورځ په دې وروستۍ لسیزه کې دود شوې، خو … نور ولولئ

کلتور او هنر

کنګنا وايي، یو سړي په عام محضر کې لاس وروړی

د رپوټونو په اساس هندوستان د میرمنو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد بلل کیږي. جنسي ځورونې، جنسیي تیري او د میرمنو په وړاندې تشدد هغه عوامل دي، چې هندوستان يې د میرمنو لپاره د خطرناکو هیوادونو د نوملړ سر ته یوړ. که څه ډیر هندیان دا سروې ناسمه بولي او وايي، چې افغانستان او سوریه باید په نوملړ کې له دوی څخه مخکي وي، خو په دغه هیواد کې د میرمنو په وړاندې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

”استاد ټینګار کاوه چې، که غواړې منوګراف دې لاسلیک کړم نو یوازې راسره وګوره“

د پوهنتون محصلې سل زړونه یو کړل او کیسه يې په بنده ژبه پیل کړه؛ خو په یو شرط، چې ددې او د پوهنتون نوم به نه خپروم. د جنسي ځورونې کیسې د افغانستان په پوهنتونو، تعلیمي بنسټونو، کارځایونو او ان په لارو او کوڅو کې کومه نوې خبره نه ده؛ خو په دې اړه غږیدل نادره خبره ده. د جنسي اذیت په اړه، د نجونو غږ پورته کول، غښتلی جرئت، غټ زړه او د … نور ولولئ

رسنۍ

د څو بغدادۍ ښځو له وژل کیدو وروسته، عراقۍ ماډله شیما قاسم هم وايي په مرګ ګواښل شوې

د عراق په مرکز بغداد کې ماډلې شیما قاسم ته وروسته له هغې د مرګ اخطارونه ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې دغلته یوه بله ماډله په ډزو ووژل شوه. شېما قاسم عراقۍ ماډله ده چې وایې، ځینې خلک یې په مرګ ګواښي او په وینا یې ژوند یې په خطر کې دی. شیما قاسم د عراق پخوانۍ د ښکلا ملکه ده او ددې د اخطارونو په تړاوو یې په انسټاګرام یوه ژوندۍ ویډیو کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

نجونو ته ځانګړی؛ که د ژوند ښه ملګری غواړئ دا ولولئ

ژباړه: تورپيکۍ سادات هره نجلۍ غواړي د ژوند داسې ملګری ولري، چې د خوبونو شهزاده یې وي. خو دا شهزاده څنګه پیدا کیږي؟ دې پوښتنې به د ډېرو ذهنونه مصروف کړي وي. راځئ دا مطلب ولولئ، د ژوند د ښه ملګري په ټاکلو کې مرسته درسره کوي: احترام درته ولري سمه ده، چې مادیات د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ضرور دي، مګر معنویات ترهرڅه مهم دي. که غواړئ ښه ژوند ملګری ولرئ، … نور ولولئ