کلتور او هنر

د هندي سینما هغه ستوري چې د واده لپاره يې خپل دینونه پریښي

ژباړه او راټولونه: خالد عمر وايي چې زړه مئین شي، بیا هر ډول دیوالونه نړوي او هدف ته د ځان رسولو هڅه کوي، چې دا بیلګې تر ډیره په سینمايي لوبغاړو کې لیدلی شو. ځکه ځینې داسې فلمي ستوري شته چې د زړه له بایللو وروسته یې مذهب هم پریښی وي. تاسې به د هندي سینما د مشهورې او ښکلې ادارې کارې عایشه ټاکیه نوم خامخا اورېدلای وي، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې يې چې … نور ولولئ

سپورټ

ریکارډ؛ راشد خان د رسمي کرکټ په تاریخ کې لومړی کم عمره کپټان شو

ليکنه: مدثر دعوت راشد خان د نړيوال کرکټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر شو او په خپله لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې يې د کريس ګېل په شتون کې ويسټ اينډېزۍ لوبډلې ته د نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو په تمريناتي لوبه کې د دولت ځدران په هيټريک سره ماتې ورکړه. راشد وروسته له هغې موقت لوبډلمشر ټاکل کیږي چې د اپنډکس د جراحۍ له کبله اصغرستانکزی په راتلونکو لسو ورځو کې د لوبې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د امریکایي پوهنتون استاده: د رضایت او نیکمرغۍ لپاره دا ۵ ټکي عملي کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس د امريکې متحده ايالاتونو د ييل پوهنتون د ارواه پوهنې څانګې استاده، اغلې لاري سانټوس وايي: علمي څېړنو ثابته کړې ده چې د ژوند څخه رضايت يوې ځانګړې پوهنيزې هڅې ته اړتيا لري. پروفيسوره سانټوس چې د ( ارواه پوهنې او ښه ژوند ) په نامه يو شمېر ټولګيو ته زده کړې ورکوي، وايي: په ناڅاپي ډول نېکمرغي نه راځي. تاسو بايد د نېکمرغۍ او رضايت لپاره تمرين وکړئ. اغلې سانټوس … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ځیرکو او لوړو احساساتو درلودونکو خلکو ۷ ځانګړنې

لیکنه: رهیټ پاور ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل که احساساتي وړتیاوې دې په خپل لاس کې نه وي، که شخصي پوهاوی نه لرې، که خپل سټریس زیږوونکي احساسات نه شې کنټرولولی، که پرته له خواخوږۍ ښې اړیکې لرې، نو اړینه نه ده که څومره هم چالاک او ځیرک واوسې، خبره دا ده چې ته په داسې یوه مسیر روان یې چې ډیر لیرې نه شې تللی. ځیرکتیا او لوړ احساسات څه شی دي؟ نننۍ اروا پوهنه … نور ولولئ

سپورټ

مورکل د خپلې میرمنې لپاره له نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي

ليکنه: مدثر دعوت د سويلي افريقا تېر توپ اچوونکی مورن مورکل به د اسټراليا سره د ټيسټ لوبو تر لړۍ وروسته نړيوال کرکټ پر‎ېږدي. سويلي افريقا به د روان کال د مارچ په لومړۍ نيټه د اسټراليا کوربه وي. مورکل وايي په ډېر خوشحال زړه سره کرکيټ پریږدم. که څه هم دده لپاره داپرېکړه ډېره سخته ده خو وايي وخت يې رارسېدلی چې د خپلې ځوانې کورنۍ او بهرنۍ مېرمنې سره د ژوند نوی پړاو … نور ولولئ

کورنی ژوند

له تشویش او خفګانه د ماشوم ژغورنې لپاره دا څو ګامونه پورته کړئ

لیکنه: شایلېن میلر ژباړه: غازي عابد ممکن تاسې ټول به په کوچنیوالي کې د تشویش له امله له درد، وارخطايي او فشار سره مخ شوي یاست لکه څرنګه چې ستاسې ماشوم له دغه ګډوډۍ نه ځوریږي. په داسې مهال باید یوه کورنۍ یا والدین د خپل اولاد د ژغورنې او له دې بد حالته د ساتنې لپاره تر وسه وسه هڅه وکړي. داسې لارې چارې شته چې پرې وشي، کولی له دې بد وضعیت نه … نور ولولئ

سپورټ

افغانستان د ویسټ انډیز په ماتولو نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د تیاریو په موخه په تمریناتي سیالیو پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزي په نشتون او د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د ویسټ انډیز خلاف د تمریناتو لوبو د لړۍ پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې د دولت … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

۱۵ هغه ځانکړنې چې ښيي تاسې د لوړې عاطفې خاوندان ياست

ژباړه: محمد عزيز پردېس علمي څیرې په دې باور دي ( عاطفي هوش ) يا عاطفي زېرکتيا، د يوې سالمې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره اړين بلل کېږي. پوهان وايي چې د لوړ ( عاطفي هوش ) درلودل، په ټولنيزو اړيکو، کاري چاپېريال او نورو انساني اړيکو کې د برياليتوب ضمانت کوي. عاطفي هوش ( emotional intelligence, EQ ) هغه مفهوم دی چې ورځ تر بلې په اړوندو انساني اړيکو، که هغه په کاري … نور ولولئ

سیاست

د قانون د حاکمیت مانا او په افغانستان کې یې پر وړاندې ۳ عمده ننګونې

لیکنه: حشمت الله رحمتي یوه ټولنه کې د قانون حاکمیت په دې معنا چې ۱. قوانین پکې واضح وي، عوامو ته د لاسرسي وړ وي او ټولنه کې د خپلسریو مخه ونیسي. ۲. ټول خلک، بنسټونه او همدارنګه رسمي خلک د قانون پر وړاندې مساوي مسوءلیت ولري. ۳. قوانین پکې په بیطرفه ډول تطبیق کیږي او قضات پکې مستقل وي. په افغانستان کې د قانون د حاکمیت پر وړاندې بلا ستونزې شتون لري، خو پدې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خوښ او سوکاله ژوند ته د رسيدو څو لارې

ژباړه: آلما افغان په ژوند کې هر انسان په ځینو مصیبتونو او ځورونو اخته وې، خو موږ باید پوه شو چې څنګه کولای شو د ژوند په اوږدو کې ځان ته د خوشحالۍ، ارامۍ او سولې لار ومومو. ځینې وخت موږ ښه مال او شتمني هم لرو، خو زړه مو بیا هم تنګ وي، لکه کله چې موږ ښه وظیفه لرو، اما زړه مو په کې تنګ وي. د همداسې حالت د بدلون لپاره دا … نور ولولئ