خواړه

د بدن د اضافي وزن کمولو ( ۴۷) اسانه لارې

لیکنه : سواتي کپور، د تغذیې متخصصه ژباړه : شمیم اتل وزن ددې لپاره مه کموئ چې کوم سینمايي ستوری یا لوبغاړی مو لیدلی چې په کم وزن کې ښکلی ښکاري. بدني ښکلا ساتل د سینمايي ستورو لپاره روزګار دی او پرته له دې یې روزګار خرابیږي. خو که چاغ یئ نو د خپلې روغتیا او ورځني ژوند په خاطر دا مهمه ده چې د مناسب وزن پر لرلو فکر وکړئ. هر څوک نه شي … نور ولولئ

خواړه

هغه خواړه چې د شپې ښه خوب سره مرسته کوي

زه چې هره لیکنه کوم، لومړی یې په اړه خپله پوره څیړنه کوم، او بیا د افغانانو د ژوند شرایط هم په پام کې نیسم څو داسې روغتیايي سپارښتنې رامخې ته کړو چې لږ تر لږه افغان لوستونکو ته که په هېواد کې دي او که په بهر کې د عملي کیدو وړ وي. څه موده مخکې مو د هغو خوړو په اړه چې تر خوب مخکې خوړل یې خوب تښتوي یوه لیکنه خپره کړې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښه او ارام خوب لپاره ۱۴ سپارښتنې

لیکنه : ډاکتر ډي . ایس پونیا، روانپوه ژباړه : شمیم اتل د هرې ورځې په تیریدو سره نوې ساینسي څیړنې د انسان په فزیکي او رواني روغتیا او همدارنګه د ژوند په چارو کې د بریالیتوب په برخه کې د ښه او کافي خوب په کولو پرلپسې ټینګار کوي او پوره خوب د ډیرو صحي او شخصیتي ستونزو هواری او یا مخنیوی بولي. خو په دې بوخت او له اندېښنو ډک عصر کې پوره … نور ولولئ

روغه سټه

د خولې د بدبویئ د مخنیوي لپاره څو ساده لارې

ډاکټره هیماني سانواریا، د غاښونو ډاکتره ژباړه: شمیم اتل کله درته چا ویلي چې له خولې مو بوی ځي؟ څيړنې ښيي چې د نژې په سلو کې شل کسانو له خولې بوی ځي. دا هم ثابته خبره ده چې د خولې بدبويي نه یوازې چې وخت ناوخت د خجالت سبب کیږي، بلکې د یو شخص پر ټولنیزو اړیکو ډیره بده اغیزه کوي. تر ډیره د خولې او تنفس بدبويي د هغو بکټریاوو له کبله پیدا … نور ولولئ

خواړه

دا ۸ خواړه د عصابو د پیاوړتیا لپاره ضرور دي

ستاسو مغز او عصاب خوړو ته هماسې اړتیا لري لکه ستاسو زړه، عضلات او د وجود نور غړي یې چې لري. خو کوم خواړه د مغز له پیاوړتیا سره مرسته کوي؟ دلته د اتو خوړو لیست درسره شریکوو چې په خپلې ورځنۍ غذا کې یې په شاملولو تاسو خپل ذهن صحتمند ساتلی شئ. چارمغز یا غوزان غوزان د عصابو د ساتنې مواد لري. په غوزانو کې ویټامین E ، فولات اومیګا ۳ غوړ او انټي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له تشویش، ژورې اندېښنې، اضطراب او خپګان سره مخ یې؟ دا لیکنه ستا لپاره ده

راټولونه: شمیم اتل رواني ناروغۍ په ځانګړې توګه وسواس، ژوره اندېښنه او اضطراب هغه څه دي چې موږ ځوروي، زموږ څخه د ژوند ټول خواږه اخلي او نړۍ مو په سترګو تیاره کوي خو موږ یې په اړه کمې خبرې کوي. دا داسې څه دي چې که پرې خبرې وکړو او د چارې په لټه شو موږ ترې رغیدلی شو او د ژوند له دې تاریکۍ وتلی شو. په دې لیکنه کې هم پرې خبرې … نور ولولئ

روغه سټه

که ویښته مو تویږي، داسې یې مخنیوی وکړئ !

۱- په طبیعي تیلو مو کوپړۍ مالش ( مساج ) کړۍ . مالش په کوپړۍ کې د وینې جریان تیزوي او ستاسو د ويښتو بېخونه فعالوي چې ورسره مو نه یوازې د ويښتو د توییدو مخه نیول کیږي. بلکې ويښته مو تازه ،ښکلي او صحتمند ښکاري. تاسو هره ورځ د څو دقیقو لپاره خپله کوپړۍ پر لاس مساج ( مالش ) کولی شئ. ددې لپاره چې د کوپړۍ مساج مو نور هم ګټور شي، نو … نور ولولئ

روغه سټه

ستاسو ذهن او تنه څنګه له یو بل سره تړاو لري؟

لیکنه : پوروي چوټای – روانشناسه ژباړه: شمیم اتل ډیر به مو اوریدلي وي چې ذهن او تنه( باډي) له یو بل سره تړلي دي. خو دا څه ډول یو تړاو دی؟ دلته د ذهن او تنې ( بدن) ترمنځ د تړاو او اړیکو څو ساده ټکي راخلوو. 1- زموږ ذهن له داسې کیماوي موادو جوړ دی چې ورته نیروټرانسمیټرونه (neurotransmitters ) یا عصبي انتقالونکي وايي. دا نیرو ټرانسمیټرونه زموږ احساسات، طبعه، چورت او موډ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هر څوک باید د خوښۍ پر لور دا ګامونه واخلي

د افغانستان اوږدې مودې جګړې نا امنیو او پراخې بې وزلۍ د ګڼو خلکو څخه خوښي اخیستې دي. له شونډو یې موسکا لوټلې او په عامو خلکو کې یې د خپګان کچه لوړه کړې. خو د ستونزو سربیره ځینې داسې لارې چارې شته چې له تاسو سره د خوشاله اوسیدو په چاره کې مرسته کولی شي. ځکه وايي، خوشالي د هر انسان دننه ده او په بهرنیو پېښو پورې کم تړاو لري. دلته د خوشاله … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

چاغوالی او زیان یې؛ د ځینو د رواني ستونزو او خپګان سبب کیږي

چاغښت نه یوازې دا، چې د جسمي ناروغۍ یو ډول دی، بلکې ځینې روانې مشکلات هم پیدا کوي. ډاکتران وايي، چې یو شمیر کسانو په ځانګړو توګه ښځو ته ډیر چاغښت رواني ستونزې هم پیدا کوي. هندۍ ډاکتره ایم مران وايي، چې ددې کتانځای ته ګڼې چاغې میرمنې ورغلي او دې يې د وزن کمولو عملیاتونه ترسره کړي. هغه وايي، چې چاغې میرمنې د چاغښت پر ستونزه سربیره له زیاتو رواني ستونزو سره لاس او … نور ولولئ