سینما او موسیقي

د باليووډ پر لوبغاړو ، د کرونا وېروس اغېز

کرونا وېروس يو ځل بيا پر باليووډ سېنما اغېز کړی. تېر ۲۰۲۰ز د نورو کارونو او ورزشونو تر څنګ پر سېنما هم اغېز وکړ او سخته ضربه يې ورکړه. د هاليووډ څخه تر باليووډ پورې مشهور اداکاران او ادا کارانې په کرونا وېروس اخته سوه،شوټينګونه په ټپه ودرېدله او سينماوو ته د خلکو پر تګ بنديز ولګېدی. په تېرکال کې داسې فکر نکېدی چې د کرونا وېروس له کبله به په راتلونکو نيږدو کلونو کې … نور ولولئ

افغانستان

قریشي: پاکستان سولې ته د رسېدو لپاره له خپلواک او ډیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره‌ شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه‌محمود قریشي سره وکتل او د سولې د روانې پروسې په اړه خبرې وشوې. خپرپاڼه کې زیاته شوي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. په دې لیدنه … نور ولولئ

افغانستان

جي شنکر: د دایمي سولې لپاره دې دواړه لوري ژمنتیا وښيي

هند وایي د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره د دواړو لورو ترمنځ نرمښت ته اړتیا ده او باید مذاکراتو ته ژمنتیا رامنځ ته شي. د هغه په وینا د مذاکراتو دواړه لوري باید سولې ته ژمنتیا وښيي او … نور ولولئ

افغانستان

جلال اباد کې وسله والو درې ښځینه واکسیناتورانې وژلې

ناپيژاندو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځینه واکسیناتورانې په ډزو وژلي دي. امنیتي سرچینو ویلي، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار اوومه او څلورمه ناحیه کې په دوو جلا پېښو کې درې واکسیناتورانې وژل شوي دي. بلخوا ویل کېږي چې په دې بریدونو کې د درېیوو ښځو په ګډون څلور واکسیناتوران وژل شوي دي. د ننګرهار مرکزي روغتون ویلي دي چې … نور ولولئ

خواړه

جنین ته د قهوې زيانونه؛ د کم وزن او په راتلونکې کې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي

ژباړه څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي هغه ډله اومېندواره مېرمنې چې قهوه څښي، د ماشوم وزن او قد يې د هغوی په پرتله چې په دغه موده کې دا ډول څښاکونه نه څښي، کم وي. يونيس کندي شرافر ويلي، چې څېړنه د ماشومانو او انساني روغتيا او ودې انستيتيوت له خوا ترسره شوېده. څرنګه چې کاترين ګرانتز د طبي علومو ډاکټر او د څېړنې ليکوال توضيح ورکړې، څېړنو ښودلې، چې حامله کافيين لروونکي څښاکونه، راکم … نور ولولئ

سپورټ

په نړیوال کرکټ کې وروڼه د وروڼو پر وړاندې

د کرکټ په نړۍ کې اکثره وخت داسې کېږي، چې دوه وروڼه د دوو نورو پر وړاندې راڅرګند شي او د یو بل پر وړاندې لوبېږي. د هند او انګلستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د هندوستان پانډیا برادرز د کورن برادرز پر وړاندې ولوبېدل. هارډېک پانډیا او کرونال پانډیا د هند کرکټ لوبډله کې دوه تکړه لوبغاړي دي. کرونال پانډیا د ۲۰۲۱ز د مارچ په ۲۳مه د یو ورځنیو لوبو پیل وکړ او … نور ولولئ

افغانستان

سي ان ان: پنټاګون په افغانستان کې مالي ستونزو سره مخ دی

پنټاګون په افغانستان کې د وتلو یا نه وتلو د پرېکړې له امله له ناوړه مالي وضعیت سره مخ ده. سي ان ان په یوه راپور کې وایي د تېر کال د فبرورۍ له هوکړې سره سم باید امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې پورې له افغانستان ووځي خو دا چې تر دې دمه امریکايي حکومت د خپلو سرتېرو برخلیک نه دی روښانه کړی نو په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه هم له نامعلوم نظامي او … نور ولولئ