اپریل 19, 2021

په نړیوال کرکټ کې وروڼه د وروڼو پر وړاندې

د کرکټ په نړۍ کې اکثره وخت داسې کېږي، چې دوه وروڼه د دوو نورو پر وړاندې راڅرګند شي او د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

د هند او انګلستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د هندوستان پانډیا برادرز د کورن برادرز پر وړاندې ولوبېدل.

هارډېک پانډیا او کرونال پانډیا د هند کرکټ لوبډله کې دوه تکړه لوبغاړي دي.

کرونال پانډیا د ۲۰۲۱ز د مارچ په ۲۳مه د یو ورځنیو لوبو پیل وکړ او د هند لپاره د لومړي ځل لپاره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې راڅرګند شو.

دواړو وروڼو په دې لوبه کې حضور درلود او کرونال پانډیا په خپله لومړۍ لوبه کې نیمه سلیزه هم ووهله.

بل پلو د انګلستان لپاره دوه وروڼه سام کرن او ټام کرن ولوبېدل او دا لومړی ځل و، چې د ۲۰۱۶ز راپدېخوا د دوو ورونو جوړې د یو بل پر وړاندې کرکټ کې ولوبېدې.

نورې جوړې

۲۰۱۴ کې د هانکانګ لوبډلې دوه ورونه ندیم او عرفان احمد د پاپوا نیوګیني د چارلس او کرېس امیني پر وړاندې ولوبېدل.

د ۲۰۱۶ز په مارچ میاشت کې د ایرلېنډ کېوېن اوبراین او نیئل اوبراین د نېدرلېنډ د بېن کوپر او ټام کوپر پر وړاندې لوبېدلي وو.

دا لوبه د هندوستان په درمشاله سیمه کې ترسره شوې وه.

د ۱۹۹۹ ټېسټ لوبه کې د زِمبابوې لپاره انډي فلاور او ګرنټ فلاور د اسټرالیا د مارک واف او سټېف واف پر وړاندې لوبېدلي وو.

د فلاورز وروڼه د وافس وروڼو پر وړاندې په معاصر وخت کې لومړی ځل و، چې ټېسټ لوبه کې ولوبېدل.

خو له دوی وړاندې د انګلستان دېنېس اټکېنسن او ایرېک اټکېنسن د پاکستان د حنیف او وزیر محمد وروڼو پر وړاندې په ۱۹۵۸ کال کې لوبېدلي وو، چې دا د وروڼو لومړۍ جوړه وه.

همدارنګه د کرکټ په نړۍ کې کامران اکمل او عمر اکمل هم د پاکستان لپاره لوبېدلي دي.

يوسف پټان او عرفان پټان د هند لپاره

اصغر افغان او کریم جنت د افغانستان لپاره لوبېدلي دي.

وزیر محمد او حنیف چې دوه پاکستاني ورونه وو او په ۱۹۵۸ز کې د انګلستان د اټکېنسن ورونو پر وړاندې لوبېدلي وو، دوی دواړه ۹۷۰ دقیقو کې ۳۳۷ منډې جوړې کړې وې.

له دې وروسته د پاکستان لپاره په ۱۹۷۲ کې محمد مشتاق او محمد صادق د اسټرالیا د ګرېګ اېئن او اېئن چپېل پر وړاندې مېدان ته ښکته شوي وو.

همداسي نور وروڼه هم سته چې په نړيوال کريکټ کې يوځای لوبېدلي دي.