اپریل 18, 2021

جنین ته د قهوې زيانونه؛ د کم وزن او په راتلونکې کې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي

ژباړه

څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي هغه ډله اومېندواره مېرمنې چې قهوه څښي، د ماشوم وزن او قد يې د هغوی په پرتله چې په دغه موده کې دا ډول څښاکونه نه څښي، کم وي.

يونيس کندي شرافر ويلي، چې څېړنه د ماشومانو او انساني روغتيا او ودې انستيتيوت له خوا ترسره شوېده. څرنګه چې کاترين ګرانتز د طبي علومو ډاکټر او د څېړنې ليکوال توضيح ورکړې، څېړنو ښودلې، چې حامله کافيين لروونکي څښاکونه، راکم او يا لرې کړي.

پوهانو له دوه زره څخه د زياتو اومېندوارو مېرمنو چې د ٨ او ١٣ هفتو په دوران کې وې، راپورونه وارزول. هغوى صحتمندې وې او سېګرټ يې نه څکول او له لسو تر ديارلسو اونيو د وينې بېلګې یې ورکړې، چې د کافيين او پاراکسانتين د محتوا له نظره، د تجزيې پر وخت يو توليد شوى ترکيب و، وارزول شو.

دغه څېړنې څرګنده کړه، هغه مېرمنې چې په ورځني ډول پنځوس ملي ګرامه کافيين مصرف کړي(نيمه پياله قهوه)، ٦٦ ګرامه د نه مصروفوونکو کسانو په پرتله کم وزنه وو.

نو د څېړونکو په وينا، کافيين په جوړه/ پلاسنتا کې د وينو د رګونو د تنګېدلو سبب ګرځي چې په پايله کې ماشوم ته د وينې رسونې چاره ټکنۍ او وده يې ورو کوي. پر دې سربېره، څېړونکي باوري دي چې دا ماده کولاى شي، په بالقوه ډول د ماشوم د استرېس هورمون ګډوډ او له زېږون وروسته يې د زيات او چټک وزن اخيستلو سره مخ شي، همدارنګه په راتلونکې کې په قلبي او شکر ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ ډېر کړي.

وړاندې تر دې څېړنو ښودلې وه، چې حتا په منځني ډول د کافيين مصرف کولای شي، په رحم کې د ماشوم د ودې د خنډ لامل شي او همدارنګه د زېږون پر وخت د کم وزن سره د پيدا کېدلو سبب شي.

البته بايد ووايو چې په مطلق ډول له دې څښاک ډډه کول هم نه دي ويل شوي، کله ناکله د نيمې پيالې قهوه څښل زيات زیان نه لري، خو که روغ او سالم ماشوم غواړٸ، ښه ده چې د اومېندوارۍ په جريان د دغه څښاک څخه ډډه وکړٸ.