هلک که نجلۍ؛ د کوم یوه روزنه ستونزمنه ده؟

دا پوښتنه تل یوه سخته پوښتنه ګڼل شوې، چې مور و پلار ته د زوی که د لور روزنه ستونزمنه ده.
په افغانستان کې هم خلک دغې پوښتنې ته خلک مختلف ځوابونه لري؛ په عام ډول د زوی لرلو ته ډېر خلک لېواله دي.
دوی دلیل دا ګڼي، چې د زوی روزنه هم اسانه ده او که یې سمه روزنه هم ونه شي، هغومره بدې پایلې به ورته ونه لري، لکه د لور له بدې یا کمزورې روزنې چې ور پېښیدای شي.
دلته به ځینې هغه فکتورونه بحث کړو، چې د زوی او لور د روزنې د توپيرونو اړوند دي:
انظباط
څېړنو او عملي تجربو ښودلې، چې زامن هغومره د والدینو خبرو ته غوږ نه ږدي، لکه لوڼې چې یې ږدي.
له دې سره طبي څېړنې څرګندوي، چې د نجونو د ماغزو مرکزونه د هلکانو په نسبت د اوریدو برخه کې زیات فعاله دي.
له دې وراخوا په عاطفي لحاظ هم لوڼې تر زامنو د والدینو زیات درناوی په ځان لازم ګڼي او تر هغوی زیات هڅه کوي، چې له خبرو یې سرغړاوی ونه کړي.
په ټوله کې د انظباط له پلوه نجونې تر هلکانو زیاتې پياوړې دي او د والدینو روزنه له همدې وجې د دوی په برخه کې اسانه او موثره وي.
فردي امنیت او د بدن سلامتي
هلکان نسبت نجونو ته زیاته شوخي کوي. دوی هر ډول لوبو ته لېواله او د خطر دومره کیسه کې نه دي.
نجونې بیا له دې پلوه، چې وجود یې نسبت هلکانو ته زیات نازک دی او هم د زیات خطرمنلو مغزي او نوره اماده ګي نه لري؛ د ځان ډېر خیال ساتي.
تاسې به خورا ډېرې کمې نجونې لیدلې وي، چې دېوالونو ته ختلې وي، یا یې ډېره تېزه منډه وهلې وي، یا د ترافیکي حادثو قرباني وي یا نور…
خو په هلکانو کې به مو ډېر لیدلي وي، چې لاس، سر، پښه یا بل ځای یې مات و ژوبل وي.
له دې پلوه هم د نجونو روزنه نسبت هلکانو ته اسانه ده او والدین ورسره ډېر نه تکلیفیږي.
د اړیکو ټینګول
نجونې له پيله د هلکانو په نسبت ډېر له خپل چاپېریال سره د اړیکو ټینګولو لېواله دي.
دوی هم له اشیاوو سره ځان زیات بلدوي، هم له انسانانو، کور او نورو سره.
همدا شان له خپلو والدینو سره نسبت هلکانو ته نجونې زر بلدیږي او مینه ورسره پيدا کوي.
د ماشومانو د روان پوهنې څېړنې ښيي، چې ان له زیاتو رنګونو سره په بلدیدو کې نجونې تر هلکانو وړاندې او په نقاشۍ کې د ښو او غوره رنګونو پر استعمال پوهیږي.
پر نفس باور
دا مسئله که څه هم په ټوله کې د نجونو لپاره منفي ده، خو د دوی د روزنې له اړخه والدینو ته مثبته تمامیږي.
نجونې یا ښځینه ذات په ټوله کې محکومې ساتل شوي او نه شي کولای د هلکانو هومره پرخپل نفس باور ولري.
خو دوی د دغه باور د کموالي له وجې د والدینو زیات اطاعت کوي او د دوی روزنه هغوی ته اسانه کیږي.