ادبیات

پښتو ژبې ته یوه بله ډالۍ ور اضافه شوه!

Advertisements روڼ اندی ځوان کتاب تازه د چاپ په ګاڼه سینګار شو. یاد کتاب د عبدالوهاب مومند له خوا لیکلی شوی، چې په ۹۸ مخو کې د کتاب توري یې رانغښتل شوي دي. روڼ اندی کتاب په کابل کې د نور خپرندویه ټولنې له خوا خپور او اوس د کابل په نورو کتابپلورنځیو کې هم شتون لري. دا چې یو ځوان څنګه کولی شي خپل فکر منسجم کړي، د خپل موخه وټاکي، وخت ته څنګه … نور ولولئ

افغانستان

ننګرهار کې ۷۰۰ بزګران ورزول شول

Advertisements راپور: طارق صادق د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران روزل شوي دي. د ننګرهار دکرنې رییس انعام الله صافی وایي، نږدې درې کاله وړاندې دکرنې وزارت له خوا د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» د جوړېدو طرحه رامنځته شوه، … نور ولولئ

پوهنه

د حکيم درې څاڅکي، زهر که شفاء؟

Advertisements له کومي ورځ چي مي د حکیم الکوزي په وړاندي سور کارټ پورته کړی، ډیرو همدا یوه پوښتنه کول، چي د حکیم درمل سلګونو – نه زرګونو کسانو ته کټه کړې نتیجه یې معلومه ده ته یې ولي مخالفت کوې؟ دلته به کوشش وکړم، چي دې پوښتني ته د ځواب ویلو هڅه وکړم. زه پوهیږم، چي افغانان غریبان دي، بې چاره دي، د ښه دولت له نعمته بې برخي دي، کرنتین لا پسي و … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان: ۲۸ نورو ولایتونو کې هم د وچې ډوډۍ ویش پیل شو

Advertisements خبر: صادق طارق د افغانستان په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم د پخې ډوډۍ د ویش لړۍ پيل شوه. ارګ وايي دا خبره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د رهبرۍ غونډه چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، وشوه. ارګ ویلي؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په بریالي ډول په کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو کې زموږ هیوادوالو … نور ولولئ

افغانستان

هغه کس چې له ایټالیا یې کندهار ته ځمکنی توت راوړی د خپلې ګټې کیسه کوي

Advertisements د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو او ځمکوالو لېوالتیا ډېره شوې، چې موخه یې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل دي. د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي: «تر دې دمه ددې ولایت په ۱۲ جریبه ځمکه کې ځمکنيی توتان کرل شوي، چې بزګر یې له حاصلاتو خوښ دي.» کندهار ته د ځمکني توت … نور ولولئ

خواړه

روژه او د وزن کمول؛ څه وخورو، څه ونه خورو؟

Advertisements لیکنه: صادق طارق د روژې مبارکه میاشت پر دې سربېره چې د ثوابونو او مغفرت میاشت ده؛ د وزن کمېدو لپاره هم مرسته درسره کوي. په دې میاشت کې که خواري وشي، هر انسان له څلورو تر اتو کیلو پورې خپل وزن کمولای شي. خو شرط دا دی، چې پر وړاندیز شوي خوراکي رژیم زیات تمرکز وشي او له منع شویو خوراکونو او څښاک څخه ډډه وشي. که داسې ونه شي، وزن به نه یوازې … نور ولولئ

افغانستان

ننګرهار کې د اوړو یو میل ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه اوړه توليدوي

Advertisements په ننګرهار کې د سباوون زبير په نوم د اوړو ميل د خپلو وطني غنمو څخه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه اوړه توليدوي. د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د سباوون زبير په نوم د اوړو يو ميل د وطني غنمو څخه په هرو څلرويشتو ساعتونو کې شاوخوا سل ټنه اوړه توليدوي، چې د ختيځو ولايتونو سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته هم لېږل کيږي. … نور ولولئ

ادبیات

د بريالي ژوند ۲۶۹ رازونه، کتاب چاپ شو

Advertisements د بريالي ژوند ۲۶۹ رازونه، کتاب په دې وروستيو کې د پښتو ژبې ځوان ليکوال او ژباړن محمد پردېس لخوا خوږې پښتو ته راوژباړل شو، یاد کتاب په کندز کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په تخنيکي هڅو او په جلال آباد کې د ګودر کتاب خپرنځي په مالي لګښت د زر ټوکو په شمېر چاپ او بازار ته وړاندې شو. ياد کتاب له مختلفو انګليسي او دري ژبو سرچينو څخه پښتو ژبې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځینه وو ته؛ د داسې اخلاق لرونکو نارینه وو نه لیرې ګرځئ!

Advertisements ژباړه: صادق طارق نارینه او ښځینه خدای تعالی یو بل ته پيدا کړي او د دوی له ګډ ژوند پرته بشریت نیمګړی دی. هر نارینه او هر ښځینه غواړي، چې د غوره اخلاقو او ښه شخصیت لرونکي مقابل لوري سره ګډ او خوشاله ژوند ولري. دلته په دې لیکنه کې ښځینه وو ته د نارینه وو هغه نښې ښودل کیږي، چې د دوی اخلاقي کمزورتیا ورسره په ډاګه کیږي. له ښځینه وو لوستونکو هیله … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په ۵ دقیقو کې داسې خپله ذهني نارامي ختمه کړئ

Advertisements ذهني نارامتیا د اوسني عصر د انسان یوه عامه ستونزه ده. د دې نارامۍ لپاره هره شېبه په سلګونه دلایل پیدا کیږي. یانې ډېر داسې لوی او واړه شیان شته، چې انسان ذهناً ناراموي او نه پریږدي، چې نورماله ژوند او حواس ولري. خو حل لاره څه ده؟ څنګه کیدای شي، چې خپله ذهني نارامتیا په لږ وخت کې له منځه یوسو؟ دلته به په دې اړه ځینې مهمې مشورې درسره شریکې شي: ـ … نور ولولئ