تنور د پښتني ژوند يو انځور

د نورالله زهير لیکنه

پر تناره ولاړي پېغلي
ډوډۍ دي نه خورم د ديدن وږى دي يمه
تنور او پر تناره ډوډۍ پخول د پښتني ژوند يو انځور دى. لومړى تنور سور  کيږي بيا پرې ډوډۍ پخوي. د تناره په ډوډۍ پخولو کي  ځيني پېغلي/ښځي دومره باکماله وي، چي  خاص نوم  لري او په ټول کلي کي مشهوره وي.
ځکه خو ئې صفت کيږي چي وايي:
لېونۍ بيا تنور لمبه کړ
د ډوډۍ ټپ ئې څوارلسم کلي ته ځينه
د تناره اور لېونى  اور دى، سرکښي لمبې دي. مين د تناره لمبې او تېز اور ليدلى دى، وېره لري، چي هسي نه د معشوقي زلفي مي وسوځي، عمر به مي کم شي. د اوربل څوکو  ئې د تناره اور لېونى کړى دى، چي سرکښي کوي. مين/شاعر په شاعرانه او جانانه انداز خپله وېره او غوښتنه د لنډۍ په ژبه خپلي معشوقې ته داسي وايي:
پر تناره مه ورغوړېږه
د اوربـــل څوکي به دي اور  وسوځوينه
د مين/شاعر پر خپلي معشوقې  د تناره اور او لمبې نه پيرزو کيږي. زړه ئې نه مني  او نه غواړي چي تنور لمبه  کړي. د تناره لوګى ئې سترګي لندې کړي او د تناره  په لمبو توره شي.
ځکه وايي:
زما شينو سپينه سپوږمۍ ده
چي د تنور لمبو ته ځي توره به شينه
تر دې چي دې قربانۍ ته هم تيار دى:
زه به نوکره ورله بوزم
خو شينوګۍ دي تنور نه لمبه کوينه
پر تناره پېغلي د زړه خواله هم کوي، له يوې  بلي سره خپل رازونه شريکوي. ميني پر تناره  له نورو پېغلو/نجونو  د خپل مين د ښايست، ميني، وفا، ننګ او پښتني خويونو صفتونه اورېدلي دي، خوشحاله شوې ده، په هسک سر ئې ويلي دي:
تر نري برېتو دي مور جار شه
پر تناره دي جنکۍ صفت کوينه
يا د  تناره پر سر د خپل مين  ذکر کوي. د مين يادونو مشغوله کړې ده. سوچ او فکر به ئې چيري و، چي لوپټه ئې سوې او په دې ټپه کي انځور شوې ده.
د لوپټې پلو ئې وسو
پر تناره ما يادوي ټپې کوينه
دا لنډۍ دي هم ورسره وي چي د ښځينه احساس، د پښتني ميني د بېوسۍ او مجبورۍ ښه انځور  دى. د يوې پښتنې پېغلي د زړه هغه اواز  دى، چي ښکاره نشي ويلاى. د تناره د سرکښو لمبو سره  ئې په زړه کي د ميني اور هم بل دى. په پټه خوله هر څه زغمي. خپله لېونۍ مينه، بېوسي او د خپل لالي يادول داسي وايي:
پر تناره راته يادېږې
ډوډۍ مي سوځي مور مي شنه په لښتو کړمــه
دا ټپې دي هم راسره ولولئ.
نور انتظار کولای نشم
که نه راځې نو ځان تـنـور تـه غورځومـه
د خوست ګرمي، د تنور غاړه
د ټينګي نه يم، رنګ مي ژېړ د پاڼي شونه
خدايه، نرى نرى باران کړې
ليلا تنور لمبه کوي تږې به شينه
په تناره کي مي حلال که
چي سر و کال دي ډوډۍ سرې په وينو شينه
که د اختر په  شپه  رانغلې
زه ګلابي جوړه تنـــور کي سوځــومـه
د بني ږغ دي راباندي وشـو
لکه ډوډۍ  پر تناره وسوځېدمه