ټولنیز ژوند

د انسان پر پیدايښت تفکر

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا د ټول بشریت او د ژوندون د هرې دورې د انسانانو پوښتنه ده او د هغوی ذهن یې مصروف کړی. په خپل ذات کې له ټولو خطرناکه پوښتنه ده چې د انسان ذات ته متوجه کېږي، ځکه چې ټول اردات، افکار، او د انسان سلوک تر هغه څه پورې اړوندېږي چې طبیعتاً هغې لارې ته سوق وي. څرنګه چې خدای (ج) فرمایلي: “ما انسانان او پېریان دواړه د بنده‌ګۍ لپاره … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

غازي ادې؛ غازي محمدجانخان په ډالۍ ونازوله

ژباړه: نجم الرحمن ناصري غازي ادې د افغانستان له هغو نامتو ښځو څخه ده چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې یې برخه درلوده (۱۲۷۵هجري شمسي) او عملاً یې په جهاد کې ونډه اخیستې وه. عبدالروف بینوا لیکي: “غازي ادې د لوګر اوسېدونکې وه، کله چې کابل محاصره شه افغان لښکر د ختیځ له خوا یرغل وکړ،د دوی ترمنځ څو ښځې وې، چې له ټپیانو او غازیانو سره مرسته وکړي. ویل کېږي جنګ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بریا ځینې نالوستل‌شوي رازونه

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ ـ تر څو چې له سختیو څخه تېر نشئ، هېڅکله اسانیو ته نه رسېږئ. (کولین مک کارتي) ـ که غواړئ ښه کار وکړئ او بریالي شئ، نو ښه ارام هم وکړئ، ځکه که ارام ونه کړئ، نو کار په سمه توګه نشئ ترسره کولی. ـ تل هڅه وکړئ چې مثبت فکر ولرئ او پر خدای باور ولرئ، ځکه په هر ځای کې حاضر وي. له ماتې او تېروتنې څخه مه … نور ولولئ

خوندیتوب

له کوژدې وړاندې باید روغتیایي ازمایښتونه وکړو

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ داسې ډېر خلک یا نجونې شته چې ناروغي لري، نو د همدې لپاره باید دا ازمېښتونه له کوژدې وړاندې وشي، چې یو د بل په حالت پوه شي. داسې نه چې بیا له واده وروسته یو بل ته ولېږدول شي. روغتیایي معاینات د واده له معیارونو څخه دي. که څه هم په افغانستان کې دا خبره په نظر کې نه نیول کېږي، خو موږ باید دا خبرې ته ډېر پام … نور ولولئ

اقتصاد

امرالله صالح: د نوي ښار د پارک سینما ورانه کړئ

ژباړه: عایشه حیدري د ولسمشر لومړی مرستيال وايي، د کابل ښاروال ته يې امر کړی دی چې د کابل د نوي ښار د پارک سینما ورانه کړي او ځمکه یې له پارک سره يو ځای کړي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، په خپلې ۱۲مې ناستې کې چې د اکټوبر په ۲۹ د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې … نور ولولئ

کرکټ

کرېس ګېل ته د کرکټ نړۍ احترام

کرېس ګېل چې په ۱۹۷۹ کې په ویسټ انډیز کې زېږېدلی، شل کاله کېږي، چې په کرکټ کې بوخت دی. نوموړی له هغو لوبغاړو څخه دی، چې د کرکټ نړۍ ته یې ډېره ښکلا او ویاړ ور بښلی دی. کرېس ګېل د کرکټ نړۍ کې په یونیورسل باس، د شپږیزو پاچا او خطرناک توپوهونکي په توګه پېژندل شوی او لا هم پېژندل کېږي. ۴۱ کلن کرېسټوفر هینري ګېل د ویسټ انډیز لوبډلې سربېره د نړۍ … نور ولولئ

سپورټ

فريد هوتک: ښځينه کريکټ لوبډله به د اسلامي او افغاني فرهنګ په رڼا کې مخته ځي

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ بورډ د ښځينوو کريکټ لوبډله جوړوي. د کريکټ بورډ وياند محمد فريد هوتک د ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويله چې په کابل کې د ښځينوو کريکټ ملي لوبډلې د جوړولو لپاره ۴۰ نجونو تمرينات پيل کړي. هوتک وايي د ښځينه کريکټ ملي لوبډلې ټول مراحل به د اسلامي او افغاني فرهنګ او دودونو په رڼا کې ترسره کېږي. ده همدارنګه وويله چې د يادو ۴۰ نجونو څخه … نور ولولئ

سپورټ

پریټي زینټا: په کریس ګېل ویاړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د فلمي نړۍ پخوانۍ اداکاره او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زینټا وايي، ډېره ویاړم، چې کریس ګېل راسره په لوبډله کې دی او د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لباس په تن کوي. پریټي زینټا پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یادو څرګندونو ترڅنګ کریس ګېل ته مبارکي ویلې، چې په شل اوریزه سیالیو یې زر شپږیزې ووهلې. هغې لیکلې: «نن ابوظبۍ … نور ولولئ

خواړه

د ویټامینونو د کمښت اووه نښې

ژباړه: ملیحه ناصري په دې لیکنه کې مو د وجود د هغو اړتیاوو اړوند مالومات راټول کړي چې د ناروغیو او نورو نښو په بڼه یې څرګندوي. ۱-عضلاني دردونه که چېرې تل مو عضلات درد کوي، هېڅ لامل هم ونه لري؛ مثلاً کوم ورزشي تمرین مو هم نه وي کړی او عضلاتو مو درد کاوه، ستاسو (D) ویټامین کم شوی دی. که چېرې عضلاتو بې دلیله درد پیل کړل، پوه شئ چئ ويټامین ډي ته … نور ولولئ

سپورټ

کریس ګېل؛ شل اوریزه لوبو کې یې زر شپږیزې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې اوسنی تکړه او نامتو لوبغاړی کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه سیالیو کې زر شپږیزې وهي. هغه د آی پي ایل سیالیو په ۵۰مه لوبه کې پرون د راجستان په وړاندې ۹۹ منډې جوړې کړې، چې په یادو منډو کې یې اته شپږیزې ووهلې او په شل اوریزه … نور ولولئ