دا ۴ ټکي مو کورنی ژوند ګواښي

ژباړه: بشر دروېش
د یوې سوکاله کورنۍ رامنځته کول د هرچا هیله او ارمان دی. ځینې په دې کار بریالي كیږي او ځینې نه، خو ځینې که په دې کار بریالي شوي هم وي وروسته دا ستونزه ورته پېښه وي، چې څنګه خپله سوکاله کورنۍ له احتمالي ګواښونو وژغوري.
دلته ۴ هغه مهم ټکي درسره شریکوو، چې د یوې سوکاله کورنۍ د بې نظمه کیدو او پاشلتیا سبب ګرځي:
۱- د کور په پرتله بهر ته لومړیتوب ورکول
د کورنۍ د پاشلتیا یو د خطر زنګ دا دی، چې مشران یې د کور په پرتله بهر ځای ته لومړیتوب ورکړي.
دا عادت که په اولادونو کې وي، د مورو پلار په سپارښتنو او فشار حلیږي، خو که د کورنۍ په مشرانو کې پيدا شو بیا نو سخته ده.
وایي خټکی له خټکیو او ماشومان له خپل مور و پلار څخه رنګ اخلي.
که غواړئ خوشاله او سوکاله کورنۍ ولرئ، نو کور ته پر هرڅه لومړیتوب ورکړئ.
که مور یاست، یا پلار کوښښ وکړئ، چې بې ضرورته د باندې ډېر حضور ونه لرئ، ځکه بیا مو اولادونه هم له کور سره بې علاقه کیږي او بهر ډېر وځي راوځي.
له کوره د باندې ډېر وخت تېرول هم په اخلاقي، هم په اقتصادي او هم نورو لحاظونو مناسب نه دي.
۲- کله چې اولادونه د مور و پلار په اختلافاتو پوه شي
د کورني نظام د ګواښل کیدو یو بل لوی پړاو دا دی چې مور و پلار له یو بل سره اختلاف ولري او له دې موضوع د دوی ماشومان خبرشي.
د مور وپلار اختلاف لرل او بیا له دې اختلاف څخه د ماشومانو خبریدل سبب کیږي، چې دوی په کور کې له خپل موجودیت څخه خوابدي شي. اولادونه دې ته ګوري چې مور و پلار مینه ورکړي، وخت ورکړي، د دوی خبرې واوري، کیسې ورته وکړي او لارښوونې ورته ولري، خو که مور و پلار د دې کارونو پرځای پرخپلمنځیو ناندریو بوخت وي، نو سخته ده چې د اولادونو د ښه روزل کیدو او ښې راتلونکې تمه ولري.
۳- کله چې اولادونه د شدید رقابت احساس ولري
په کورنۍ کې ځینې وخت د مور و پلار لخوا اولادونو ته توپيري چلند په هغوی کې عقده زېږوي. له دې عقدې سره دوی د یو بل پر وړاندې د شدید رقابت احساس کوي او په دې توګه د کورنۍ فضا د صمیمت پرځای د رقابت په یوه مرکز بدلیږي.
رقابت په ژوند کې یو مهم اصل دی او نشتوالی یې د پرمختګ لپاره تاوان کوي، خو په کورنۍ کې شدید رقابت، هغه هم چې اوج یې منفي پایلو ته رسیږي، کورنی نظام ګواښي.
هڅه وکړئ، چې کورنۍ مو له دا ډول ګواښونو څخه وژغورئ.
۴- کله چې خسرګنۍ له هر څه خبر شي
هره کورنۍ باید خپلې ټاکلې پولې ولري. ضرور نه ده چې یو هلک دې د خپلې کورنۍ هرڅه خپل مور و پلار، ورور یا نورو خپلوانو ته ووایي.
یا یوه مېرمنه یا نجلۍ خپله پلرګنۍ د خپلې کورنۍ له ټولو مسئلو خبره کړي.
که داسې وشول، د کورنۍ پولې نړیږي، نورو ته پکې د لاسوهنې زمینه مساعدیږي او په تدریجي ډول دا کورنۍ د پاشلتیا له خطر سره مخ کیږي.