په زړه پورې

د نړۍ ترټولو لوړه مجسمه نن په هند کې پرانېستل شوه

راپور: محمد عزيز پردېس یاده مجسمه د هندوستان د خپلواکۍ رهبر سردار والاباه باهی پاتل د يادښت په موخه جوړه شوې چې لوړوالی يې ۱۸۲ مترو ته رسېږي. د نوموړې مجسمې کار پنځه کاله وړاندې د هندوستان په سادو جزيرې کې چې د نارمادا اوبو په منځ کې موقعيت لري، پيل شو چې د سلهاو چينايي کارکوونکو په شمول پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کارګران په کار بوخت و. دا مجسمه د امريکا د آزادۍ مجسمې دوه … نور ولولئ

په زړه پورې

د تېزاب پاشلو له حملې، د ژغورنې مېک اپ جوړ شو

ژباړه: پلوشه فضلي په نړۍ کښي پر ښځو باندي د بې رحمه نارینه وو له لوري د تېزاب شیندلو پېښي کمې نه دي. په افغانستان کښي هم موږ ډېری وختونه د داسي پېښو شاهدان پاته سوي یوو. خو نن سبا د ورته پېښو لړۍ تر غربي هیوادونو هم رسېدلې ده. په دې اړه یوې ماهري ښځي داسي مېکپ تیار کړی دی چي د یاد مېکپ په لګولو سره د تېزابو د تاثیراتو مخه نیول کېږي. … نور ولولئ

اقتصاد

د ښې سوداګرۍ ۵ لومړي او مهم ګامونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل په سوداګرۍ کې د پرمختګ لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا نه شته، باید ښې نظریې ولرئ. د پانګونو په اړه اندېښنه مه کوئ، تر ډېره په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، کوم چې په پام کې یې لرئ، که چېرې غواړئ، چې سوداګري مو پرمختګ وکړي، یوازې نظریه بسنه نه کوي، بلکې لاره هواروي، دا واقعیت نباید تاسو ووېروي، په حقیقت کې د دې سبب کېږي، چې سوداګرۍ ته په په … نور ولولئ

خواړه

هغه خواړه چې باید په نهاره ونه خوړل شي

ژباړه: مریم محمدي کله چې یو شخص وږی وي، نو اشتهایې ډېره وي، په دې وخت کې دا فکر ور سره نه وي، چې څه ډول خواړه وخوري، چې دا عادت ډېر خطر ناک دي ځکه په روغتیا يې بده اغېزه کوي. ډاکتران وايي ځینې داسې خواړه شته چې که په خالي معده یا نهاره وخوړل شي د ناروغیو لا مل کېږي، لکه: ۱- املوک املوک چې د (پکتین او تانیک) اسیدونو لرونکي میوه ده، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

که غواړئ چي اړیکي مو ښې شي؛ مبایل مو لېري کړئ!

ژباړه: نوراحمد فضلي مبایل چي نن ورځ لکه زموږ د وجود غړی او ډېر کم پېښيږي چي د ډېر وخت له پاره راسره نه وي. هیجان پارونکي اپلکېشنونه، د انټرنیټ بې سره و ښکره نړۍ او په سوونو نور لاملونه دي چي دا کوچنۍ دنیاګۍ موږ ته جذابه ښکاره کوي او البته که موږ وغواړو یا نه، دا ددې سبب کېږي چي زموږ ټولنیزي اړیکي او اجتماعي سلوک هم د همدېو پر بنسټ تغییر سي. … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ ترټولو غوره افغان قاري کبیرحیدري وپېژنئ

د افغانستان یو مشهور او استاد قاري شېخ عبدالکبیر حیدري څه موده مخکې په روسیه کې د قرآن کریم د غوره تلاوت د نړیوالې سیالۍ د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ترټولو غوره قاري یا د قرآنکریم د حافظ ویاړلی لقب وګاټه. په دې لیکنه کې به د ښاغلي حیدري له ژوند لیک او لاسته راوړنو خبر شئ: زوکړه او له قرآنکریم سره د مینې پيل استاد حیدري په ۱۳۶۱ کال … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ژوند ښکلی دی، خوند ترې واخلئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس لويه ربه څرنګه چې دې زموږ سترګې له خوب څخه وروسته راپرانېستلې، همدرانګه زموږ زړونه هم د غفلت له خوبه راويښ کړه… او څرنګه چې دې نړۍ د سهار په نور او ځلا سره روښانه کړې، زموږ ژوند هم د هدايت او لارښوونې په نور روښانه کړه… لويه ربه زموږ ګناوې، زموږ عيبونه، زموږ د زړه سختوالی، زموږ غمونه او ستونزې اوبښه او په خپل مرحمت يې حل کړه… لويه ربه … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان د چا لوبې کتلې او څنګه دومره ښه توپ اچونکی شو؟ ټوله کیسه دلته ولولئ

د راشدخان په توپ اچونه کې تر ډېره پورې د شاهد افریدي د توپ اچونې څرکونه لیدل کېږي، په علت یې پوهېږئ؟ راشدخان یو وېب سایټ ته کیسه کړې، چې بیا دغه کیسه کرېک بز وېب سایټ خپره کړې ده، راشدخان وایي یوه ورځ په کور کې ناست وم او تلویزیون مې کاته، چې شاهد افریدي توپ اچونه کوله، دی وایي د هغه ویښتانو، وېکټ اخیستنې خوښۍ او لېګ برېک توپ اچونې په ما اغېز … نور ولولئ

په زړه پورې

یو جرمني نرس تر 100 زیات ناروغان په پیچکاریو وژلي

په جرمني کې یو پخوانی نرس منلې چې 100 ناروغان یې په یو ډول وژونکو پیچکاریو وژلي دي. نوموړې دا اعتراف د خپلې محاکمې په لومړۍ ورځ کړی دی. دا د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په جرمني کې د ځنځیرې وژنو تر ټولو لویه دوسیه بلل کیږي. یو څلویښت کلن نیلس هویګل لا دمخه د ناروغانو د مړینو د نورو دوسیو له کبله زندان کې دی، او نژدې یوه لسیزه بند یې تیر کړی دی. … نور ولولئ

سپورټ

د ۲۰۱۸ م کال ټي ټېن لیګ کې ۱۲ افغان لوبغاړي اخېستل شوي دي

. ټي ټېن کرکټ لیګ د عربي متحده اماراتو مسلکي کرکټ لیګ دی، چې هره لوبډله لس اوره لوبې پکې ترسره کوي. سږ کال په دغه لیګ کې اته لوبډلې شتون لري، چې په دغو لوبډلوکې ټول ۱۰۹ لوبغاړي پېرل شوي دي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې سږ کال ۱۲ افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي. دا په نړۍ کې لومړنی لس اوره کرکټ لیګ دی، چې د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ … نور ولولئ