مغروره نجونې؛ څنګه یې ځانته را ماتې کړو؟

دنیا له مغرورو خلکو او خاصتاً له مغرورو نجونو ډکه ده. خدای مو ترې ساته، داسې هم کیدای شي، چې په همداسې کومې نجلۍ مېن شئ.
سخت حالت دی، بیا مو هم خدای ترې ساته.
خو که مېن شوئ، څه به ورسره کوئ؟
څنګه به یې ځانته ماتوئ، چې مینه مو ومني؟
دلته به په همدې اړه د روان پوهانو جالبې مشورې درسره شریکې کړو.
غرور څه شی دی؟
غرور یوه عامه رواني ستونزه ده، چې اکثره خلک او په خاص ډول ښځینه طبقه یې لري.
دا ستونزه لرونکي خلک فکر کوي، چې که ځان له نورو لوړ ونه ښيي، دا به یې شخصیت را ټیټ کړي.
په داسې حال کې، چې دا تصور بشپړ غلط دی او برعکس پایله لري.
نجونې ولې مغرورې دي؟
غرور د پیاوړتیا نه؛ بلکې د کمزورۍ نښه ده.
هغوی، چې زیات ځان مغروره ښيي، پياوړي نه دي؛ خورا كمزوري دي او فکر کوي، چې غرور کول یې شخصیت لوړ ښيي.
تاسې مغروره خلکو نه د خپه کیدو پرځای هغوی سره د خواخوږۍ هڅه وکړئ.
کوم کسان، چې غرور کوي، که نجونې دي یا هلکان او نور څوک، دوی د کمترۍ احساس نه ځوریږي.
غرور نه څه غواړي؟
له غرور کولو څخه د نجونو هدف او پيغام دا وي، چې دوی غواړي یو اړخیزه اړیکه درسره ولري.
دوی په داسې اړیکه لرلو خپله هغه رواني تشه غواړي ډکه کړي، چې ټول ژوند ترې ځوریدلې دي.
له غرور کولو یانې زیات نازو نخرو کولو څخه د دوی هدف دا وي، چې په ژوند کې یې له دې اړخه موجوده تشه ډکه او ځانته قناعت ورکړي، چې یو ناز برداره یې پيدا کړی.
د اړیکې تاوان
داسې نجونو سره اړیکې ځورونکې ځکه دي، چې هغوی درسره یو طرفه اړیکې غواړي وساتي.
یانې خپله مسولیت نه اخلي، غواړي تاسې یې همېش ناز یوسئ، خبره یې ومنئ او په مقابل کې یې دا کوم مسولیت ونه لري.
داسې خلکو سره اول قدم کې پوره ـ پوره هڅه وکړئ، چې په عاطفي او نورو اړیکو وانه وړئ.
څه ورسره وکړو؟
بیا هم که د چا خبره زیات بدبخته وئ او داسې مغرورې نجلۍ سره مو مخه شوه، نو څو ټکي له پامه مه غورځوئ:
ـ هڅه وکړئ یو دم ورته زیات نیږدې نه شئ، یانې دومره ناز مه ورکوئ، چې ځان ترې ورک شي او تاسې په رواني لحاظ خراب کړي.
ـ په تدریجي ډول هڅه وکړئ، چې مینه ورسره پيل کړئ. څومره چې ور خوږیږئ، هڅه وکړئ ځان ته یې په مختلفو بڼو در مات او جذب کړئ.
ـ د کمزورۍ ټکي یې پيدا کړئ او ورته په کتو سره د جذبولو لپاره یې لاس په کار شئ.