ولسمشرغني: د خوست مرستیال والي دې د متنفذینو په ګډه مشوره وټاکل شي

راپور: بشر درویش

جمهوررئیس د خوست ولایت متنفذینو او استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د خوست ولایت د متنفذینو او استازو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پيل کې نورشاه نوراني د خوست د ولایتي شورا او حاجي عبدالرحمن ځدراڼ د متنفذینو په استازیتوب وویل، د خوست ولسونه د جمهوریت، نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې مذاکراتو کې د جمهوررئیس  ټینګ ملاتړي دي.

دوی همدارنګه د خوست ملکي ادارې ته د پاملرنې ترڅنګ د ملکي او نظامي مسوولینو د لا زیاتې همغږۍ، د ملي اردو د لومړۍ لوا د قومندان د مقررۍ او د غلام خان بندر د تاسیساتو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
سرچینه وايي، ښاغلي غني د ویډیو کنفرانس له لارې د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د بشریت د ستر لارښود د نېکمرغه میلاد د مبارکۍ ترڅنګ په خوست کې د وروستي برید له امله د اوښتو زیانونو تسلیت ووایه او خوست ولایت  ته د حکومت د زیاتې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

جمهوررئیس وویل:

«د لومړۍ لوا د قومندان د مقررۍ ترڅنګ به د راتلونکي کال بودجه کې د غلام خان بندر تاسیساتوته اساسي پاملرنه وشي او د ځمکې ستونزه به د خوست د خلکو په مرسته حل شي.»

سرچینه زیاتوي؛ ولسمشر غني د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس ته د خوست ولایت په محلي اداره کې د مثبتو بدلونونو او سرحدي ولسوالیو ته د زیاتې پاملرنې ترڅنګ لارښوونه وکړه چې د یاد ولایت مرستیال دې له خوست څخه د متنفذینو په ګده سلا وټاکل شي.