د ۲۰۲۰ز کال تر ټولو مخکښه ښځینه کرکټراني

لیکنه: محمدصابر حمیدي

دا چې د ۲۰۲۰م کال وروستۍ میاشت ده او دا کال په ختمېدو دی، نو موږ په دې لیکنه کې د ۲۰۲۰م کال زیاتې منډې جوړونکې او زیاتې ویکټ اخیستونکې ښځینه لوبغاړې درپېژنو.

زیاتې منډې جوړونکې لوبغاړې

۱ـ بیت موني د اسټرالیا ملې لوبډلې لوبغاړې، په ۱۴ لوبو کې ۵۰۴ منډې.
۲ـ سوپي ډیواین د نیوزیلنډ ملې لوبډلې لوبغاړې، په ۱۱ لوبو کې ۴۹۲ منډې.
۳ـ هیټر نایټ د انګلستان ملې لوبډلې لوبغاړې، په ۱۳ لوبو کې ۴۸۶ منډې.
۴ـ ناټ سکیور د انګلستان ملې لوبډلې لوبغاړې، په ۱۳ لوبو کې یې ۴۰۲ منډې.
۵ـ چرسټینا ګوګ د جرمني ملې لوبډلې لوبغاړې، په اوو لوبو کې ۳۴۸ منډې.

زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړې

۱ـ میګان سکوټ د اسټرالیا ملې لوبډلې، په ۱۴ لوبو کې ۲۲ ویکټې.
۲ـ ایکلیسټون د انګلستان ملې لوبډلې، په ۱۳ لوبو کې ۱۹ ویکټې.
۳ـ جېس جانیسن د اسټرالیا ملې لوبډلې، په ۱۴ لوبو کې ۱۹ ویکټې.
۴ـ سارا ګلین د انګلستان ملې لوبډلې، په ۱۱ لوبو کې ۱۸ ویکټې.
۵ـ راجیشواري د هند ملې لوبډلې، په ۱۰ لوبو کې ۱۵ ویکټې.