افغان ۱۹ کلن فوټبال ټیم د بریا پرته سفر پای ته ورساوه

ليکنه: صابرحميدي
په مرکزي آسیايي سیالیو کي د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني لوبډلي په خپلو ۴ لوبو کي دوې مساوي کړې او دوې لوبي ئې بیا وبایللې، خو هیڅ بریا ئې خپله نکړه.
د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو ګډون کړی وو.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان، دوهمه لوبه د ازبکستان، درېيمه لوبه د تاجکستان او څلورمه لوبه ئې بیا د سې شنبې په ورځ د ایران په وړاندي ترسرکړه.
د افغانستان دې لوبډلي د ترکمنستان او ازبکستان سره ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو لوبه مساوي پاي ته ورسوله، خو د تاجکستان څخه ئې ۳ پر ۱ او د ایران څخه ئې بیا ۲ ګولونه پر ۰ ماته وخوړه.
د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د تیري جمعې په ورځ پيل سوې او د پنجشنبې په ورځ پاي ته رسیږي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د مرکزي آسیا دا لوبي داسي مهال ترسره کیږي، چي څو ورځي مخکي د ۱۶ کلنو ترمنځ هم د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ سیالۍ ترسره سوې.
په هغه کي افغانستان د دوو بریاوو، دوو ماتو او یوې لوبي په مساوي کولو سره څلورم مقام خپل کړ.
له افغانستانه ذکریا حسیني په ۳ ګولوهنو سره د یادو سیالیو ګولوهونکی ټاکل سوی وو.