د پیاوړي وجود لرلو لپاره ۵ لارښوونې

ژباړه: مریم محمدي
د بدن پیاوړتیا او مقاومت د ورځیني ښه فعالیت تر څنګ د ویروسونو، مکروبونو او روغتیا لپاره ډېر مهم بلل کیږي.
د وجود د پياوړتیا لپاره دا پنځه کارونه وکړئ، چې له کمزورۍ وژغورل شئ:
۱- اوبه وڅښئ
اوبه بدن تازه ساتي او په بدن کې اکسیجن هرې برخې ته رسوي. همدارنګه اوبه فاضله مواد خارجوي، او د بدن ارګانونو ساتنې ترڅنګ نور ډیر کارونه هم سر ته رسوي.
په یاد ولرئ د ورځې په اوږدو کې تر اتو ګېلاسو اوبه څښل بدني او ذهني روغتیا کچه غوره کوي.
۲- خوب وکړئ
روغتیایي پالان وايي چې د ورځې په اوږدو کې له شپږو څخه تر اته ساعتو خوب مناسب دی، خو له شپږو څخه کم او له اتو ساعتونو څخه زیات خوب د زړه، شکر، چاغوالي او حافظې کمزورتیا ناروغۍ رامنځته کوي.
۳- له ډېرې ناستې ډډه وکړئ
پرلپسې ناسته د انسان بدن کمزوری کوي، که څه هم د ورځنۍ دندې ترسره کولو نه وروسته په کور کې ناسته ظاهراً ارامونکي وي خو په دې سره روغتیا له ګواښ سره مخ کیږي.
۴- ویټامینD ته اړتیا لرئ
د ورځې په اوږدو کې مناسبه اندازه د لمر رڼا ته نه ګرځېدل په بدن کې شته ویټامن ډي له منځه وړي، دغه کار زیاتره په یخنۍ کې پېښيږي، ستومانتیا، دردونه او خپګان د ویټامنD د کمښت نښې دي، چې په روغتیا مومنفې اغیزه لري.
۵- نشه مه کوئ
د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې په کمه اندازه سګریټ یا بله نشه کول هم د انسان د مړینې ګواښ دوه چنده کوي، سګریټ یا بله نشه کول، د انسان زړه او سږي له منځه وړي.