د خوږو ګنیو د شربت څو خوږې ګټې!

په ننګرهار کې د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ مخې ته د ګنیو شربت خورا مشهور دی او مازیګر مهال خو پرې دومره ګڼه ګوڼه وي چې ان نوبت کې به ورته ودریږي.
همدارنګه که تاسو د افغانستان په نورو ښارونو او بازارونو کې هم ګرځئ، نو ځای ځای به مو د ګنیو نه د شربت یا جوس جوړولو پر ماشینونو سترګې لګیږي.
خو کله مو د ګنیو شربت مزه څکلې؟ خوښيږي مو؟ او که خوښيږي مو؛ نو له ګټو يې خبر یاست؟ دلته يې درته څو روغتیايي فایدې وايوو:
۱. د بډوډو (ګردو) لپاره ګټور دي
طبیي څېړنې وايي، د ګنیو شربت د بډوډو ښه او فعاله ساتلو په برخه کې مرسته کوي او په بډوډو کې د خیرې او تیږو پیدا کیدو په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي. نو هغوی چې په بډوډو کې خیری لري، د ګنیو شربت ورته فایده من دی.
ښه خبره يې دا هم ده چې د ګنیو شربت ډېر قیمته هم نه دی او هر څوک يې د څښلو او اخیستلو توان لري.
۲. ینه (جګر) ښه ساتي
روغتیاپالان باور لري، چې د ګنیو شربت د نورو ګټو سربېره د انسان د ینې یا جګر په ښه او سالمه ساتلو کې مرسته کوي. د روغتیاپالانو په اند د ګنیو شربت د هغو پرټینونو په پوره کولو کې مرسته کوي چې د کمي له امله يې د جګر ځينې ناروغۍ پیدا کیږي.
۳. جسماني ځواک ډېروي
د ګنیو شربت کاربوهایډیټس، پروټین، پوتاشیم او نور ګټور مواد په خپل ځان کې لري چې څښل يې د جسماني پیاوړتیا په ډېرولو کې مرسته کوي، په ځانګړي توګه د ګرمۍ په موسم کې د ګنیو شربت د روغتیا لپآره خورا ګټور یاد شوی دی.
۴. هاضمه ښه کوي
ځينې طبي څېړنې وايي، د ګنیو شربت د نورو فایدو تر څنګ د انسان د هضمي سیستم ښه کوي، د قبضیت مخه نیسي او د سینې د سوزش په مخنیوي کې هم کومک کوي.
۵. غاښونه ښه او روغ ساتي
په دې برخه کې څېړنې ښودلې؛ د ګنیو شربت داسې ماده په خپل ځان کې لري چې له امله يې د غاښونو د ځينې ناروغیو نه مخنیوی کیدای شي.
پاملرنه
که په ښار او بازار کې د ګنیو د شربت جوړولو له ماشینونو شربت څښئ؛ نو پاکوالي ته يې ډېر پام کوئ. ځکه چې ځينې یې خپل وسایل پاک نه ساتي او په پایله کې یې له امله ځينې ساري ناروغۍ نورو ته لیږدیدای شي.