ټیکنالوژي

که د انټرنیټ له لارې د ډېر وزن لرونکو فایلونو له لیږلو سره په ستونزه کې یۍ، دا ۱۴ انلاین شبکې وکاروئ!

Advertisements  انټرنيت خپلو کارونکو ته ګڼ شمېر د برېښنا لیکونو شبکې برابرې کړي دي، چې کارونکې يې په کې د حساب پر جوړولو سره خپل فایلونه لکه ویديو، انځورونه او نور لیکلي فایلونه او پیغامونه استولی او له نورو سره شریکولی شي. خو وخت ناوخت ددې برېښنا لیکونو کارونکې د خپلو ځينو د ډېر وزن لرونکو یا دراندو فایلونو د لیږد او شریکولو له ستونزې سره مخ کیږي، ځکه ډېرو برېښنايي انلاین شبکو چې کارونکو … نور ولولئ

افغانستان

ټاکنو په بهیر کې د رسنیو، رول، اغېز او مسوولیتونه!

Advertisements لیکنه: ایمل مړوند ټاکل شوې شاخوا یوه اوونۍ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان خپل کمپاینونه پیل کړي، د ټاکنو قانون نوماندانو ته اجازه ورکوي چې ۶۲ ورځې وړاندې د ټاکنو تر ورځې خپلې کمپاینزې منډې تړلې شروع کړي. خو اوس هم د ټاکنو ځينې د څار بنسټونو خپلې اندېښنې ښکاره کړي چې یو شمېر نوماندانو تر وخت مخکې خپلې ټاکنیزې مبارزې پیل کړي دي. خو په رسمي ډول د کمپاینونو پلیدو ته لا … نور ولولئ

افغانستان

راتلونکې ټاکنې او بایللی باور؛ ولس، حکومت، رسنۍ او کمیسیون باید څه وکړي؟

Advertisements د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ټاکنو د کمیسیون د اعلان له مخې شااوخوا درې میاشتې پاتې دي، د ټاکڼو کمیسیون وايي، ژمن دي چې دا ځل به ټاکنې پر خپل وخت او پرته له کوم ځنډ ترسره او پایلې به یې هم ژر اعلان کړې، خو پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه او عام خلک اندېښنه لري، چې ګوندې په ولسمشریزو ټاکنو کې به هم د ولسي جرګې د ټاکنو تجربې تکرار … نور ولولئ

افغانستان

د کابل په شخصي روغتونونو کې څه تېریږي؟ دا حالت خورا لړزونکی دی !

Advertisements لیکنه: ایمل مړوند شاخوا دا کال کیږي چې یو کوچنی خورین مې ناروغ دی، دا هلک چې شاخوا اوه کاله عمر لري، ناڅاپه پرې چپه راځي، پرځمکه راپریوزي او څو شیبې وروسته بیرته اصلي حالت ته راځي. خور مې راته څو ځله ددې کوچني د ستونزې وویل، ما په جلال اباد کې ورته د ځينو ډاکټرانو ادرسونه ورکړل، لنډه دا چې دا کال يې پر ډاکټرانو او روغتونونو وګرځولو، پنډ پنډ درمل يې ورکړل … نور ولولئ

افغانستان

د افغانستان د خوږیاڼيو ځوانانو سرتاسري شورا: نور چُپ نه پاتې کیږو، خپل حق به غواړو

Advertisements دغه ستره غونډه چې د ۱۳۹۷ کال د لسمې میاشتې پر ۲۷ مه جوړه شوې وه د خوږیاڼي ټبر د سلګونو تنو مشرانو او ځوانانو د ګډون سربېره په کې د نورو بېلا بېلو ټبرونو د شوراګانو مشرانو هم برخه لرله. د غونډې موخه د خوږیاڼيو ځوانانو او په ټوله کې د افغان ځوانانو ترمنځ همغږي، د سولې پروسه کې د ځوانانو ونډه او د رڼو ټاکنو په ترسراوي کې د ځوانانو اغېز وه. … نور ولولئ

رسنۍ

څنګه نورو ته اغېزمنې خبرې کولی شو؟

Advertisements ایمل مړوند د مشهور امریکايي ناول لیکونکي “سډني شیلډن” وینا ده ”خلکو سره اوس هم تر مرګ ډېره دا وېره وي چې د خلکو یو ډلې ته به څنګه خبرې یا وینا وکړي. “ که یو کس هر څومره د خبرو کولو میړنی وي خو چې کله دریځ یا ستیج ته ودریږي او مخکې ناستو کسانو ته وګوري، نو خامخا يې پر تندي خوله لاره کوي او د څه شیبې له پاره پر میک … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ددغو پنځو ګټو لپاره باید مسکا وکړئ

Advertisements لیکواله: سانیا پانوار ژباړه: ایمل مړوند په دې لیکنه کې درته پنځه هغه لاملونه وایو، چې له امله يې موږ باید هر وخت او هره ورځ څو ځله مسکا وکړو. مسکا کول هغه څه دي یا هغه عمل دی چې هر وخت او ممکن هر ځای يې وکولی شو. ایا پوهیدئ! چې بالغ کسان لږ تر لږه د ورځې ۲۰ ځله مسکا کوي، یا يې باید وکړي او د یوې مطالعې په پایله کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

که دا ۸ کارونه مو وکړل، ښه ژوند به ولرئ

Advertisements لیکنه: ایمل مړوند که غواړئ چې ښه روغتیا ولرئ، نو مهمه ده چې د ورځينو چارو ترڅنګ، سهار یا ماښام سپورت کولو ته وخت ورکړئ. مهم نه دی چې تاسې کوم ډول سپورټ کوئ. منډه ووهئ، جیم ته لاړ شئ، فوټبال وکړئ، ولیبال او یا نور… دا چې تاسې په خپل ژوند بریالي او غښتلي اوسئ؛ نو خپل ځان ته وخت ورکړئ. ممکن تاسې فکر وکړئ، چې د یو ښه او پیاوړي انسان کیدو … نور ولولئ

اقتصاد

د لغمان بادرنګ او ۷ مهمې روغتیايي ګټې یې

Advertisements تازه تازه د لغمان ولایت بادرنګ بازار ته راوتلي او که له کابل مو جلال اباد ته دې ورځو کې سفر کړی وي، ضرور به مو په لغمان کې د کابل جلال اباد پر لویه لاره د بادرنګو ډکې ډکې خلتې لیدلي وي. د لغمان د بادرنګو، بازار نن سبا تر ډېره کابل او ننګرهار ته په تلونکو مساپرو ولاړ دی چې دواړو خواو ته د تلو او راتلو پر وخت خلک د لغمان … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه کیدای شي چې خلک په خپلو خبرو کې تر اغیز لاندې راولو؟

Advertisements لیکنه: ایمل مړوند د مشهور امریکايي ناول لیکونکي “سډنۍ شیلډن” وینا ده، خلکو سره اوس هم د مرګ نه ډېره دا وېره وي چې د خلکو یوې ډلې ته به څنګه خبرې یا وینا وکړي. که یو کس هر څومره د خبرو کولو میړنی وي، خو چې کله دریځ یا سټیج ته ودریږي او مخکې ناستو کسانو ته وګوري، نو خامخا يې پر تندي خوله لاره کوي او د څه شیبې لپاره پر میک … نور ولولئ