مبارز د کاناکوف په وړاندي سختي لوبي ته چمتوالی نیسي.

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستنان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز څه موده مخکي د روسیې هیواد تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف ته د لوبېدو چلینج ورکړی وو، چي هغه هم ومانه او اوس دا دواړه لوبغاړي په راتلونکي سپټمبر میاشت کي سره لوبیږي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د مبارز او کاناکوف دا لوبه د راتلونکي سپټمبر میاشتي په ۲۷مه نېټه د روسیې په کوربتوب ترسره کیږي.
مبارز وروسته له هغه دې قوي لوبغاړي ته چیلینج ورکړ، چي دې لوبغاړي دوه افغانان احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي ته ماته ورکړه.
اوس دې افغان لوبغاړي دې سختي لوبي ته په ټایلینډ هیواد کي تمرینونه پيل کړي او په بېلابېلو سختو تمرینونو بوخت دئ.

باز محمد مبارز د تمرینونو په مهال وویل(( دوې میاشتي کیږي، چي په ټایلینډ هیواد کي مي تمرینونه پيل کړي دي او یاد تمرینونه د تکړه استادانو لخوا راکول کیږي، زما د دې تمرینونو موخه دا ده، چي د کاناکوف په وړاندي هغه چلینجي لوبه چي لرم ښه چمتوالی ورته ونیسم)).
هغه له د هیوادوالو څخه د ملاتړ په اړه وویل(( له ټولو هیوادوالو څخه دا غوښتنه لرم، چي زما څخه ملاتړ وکړي او ما وهڅوي، تر څو د سرسخته سیال کاناکوف په وړاندي بریا خپله کړم او د هیواد او هیوادوالو لپاره د یوه افتخار جوګه سم)).
ټاکل سوې ددې دوو لوبغاړو ترمنځ دا لوبه په نړیوال سازمان MMA یا ACA کي ترسره سي.
د روسیې هیواد تکړه لوبغاړی دینیس کاناکوف د ډېرو بریاوو په خپلولو سره د آزادي مبارزې قهرمان لوبغاړی پېژندل سوی.
افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز ویلي، چي کاناکوف ته به په خپل کور کي سخته ماته ورکړي او د احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي غچ به له دې روسي لوبغاړي څخه واخلي.
باز محمد مبارز او کاناکوف د بدن او عمر له لحاظه دومره توپير نه سره لري، نو ممکن افغان لوبغاړی باز محمد مبارز دې روسي لوبغاړي ته ماته ورکړه.