په ذهن کې مو چاڼ وکړئ

ژباړه: مریم شریفي
ستاسو ذهن ډېر لوی دی، اوس مو هم د ذهن ډېری اتاقونه ډک دي او ډېر تش ځایونه هم پکې شته. همدا نن پرېکړه وکړی چې ځینې پاک کارۍ او بدلونونه پکې وکړی. تش ځایونه په مثبتو افکارو ډک کړی او په ډک کې هم یو څه سپړنه وکړی، منفي او نا روغ افکار ترې لرې کړی. ستاسو ذهن ته هرو مرو منفي افکار راځي: ته هېڅکله نه شې کولی کور وپېرې، ایا د بازار له حال خبر یې؟ او دې ته ورته نورې وسوسې. خو که تاسو د موخې درلودونکې وی او پر خپل خدای پاک پوره ایمان او باور ولری، په هېڅ کار کې به وروسته نه پاتې کېږی.
دې بېلګې تاسو هم ښه ځیر شی: تاسو هره چې ددې لپاره چې په ارامۍ ویده شی او کور ته مو کوم نا پېژاد کس در نه شي د کور دروازه او د کوټو ورڼه مو ټینګوی. ځکه دا ستاسو د اوسېدو ځای دی او ستاسو کور دی. د ذهن په اړه مو هم باید داسې یوه تګلاره ولری. دا زما ذهن دی دا زما د اوسېدو ځای دی. دا خپله زه یم. دا زما راتلونکې ده. زه نه غواړم چې منفي افکار مې ذهن ته لاره پیدا کړي. زه غواړم د خپل ذهن کنټرول په خپل واک کې واخلم. زه غواړم یوازې د ښو هیلو، بریا او خوښۍ افکار ته په خپل ذهن کې ځای ورکړم.
په دې برخه کې یوه بله بېلګه هم ورکولی شو. تاسو د یوې لویې لوړ پوړیزې ودانۍ درلودونکي یاست. فکر وکړی اتیا سلنه ددې ودانۍ مو د نشه یي توکو قاچاقبرانو او د نورو غیر قانوني کړنو عاملینو ته په کرایه ورکړې ده او پاتې شل سلنه مو داسې کسانو ته ورکړې ده چې د قانون په چوکاټ کې ژوند کوي او قانون ته درناوی کوي. څه وخت وروسته قاچاقبران او ملګري دا شل سلنه قانوني خلک له منځه وړي او ټول واک دوی په لاس کې اخلي.
زموږ ذهن هم دې ته ورته ده. که تاسو هم ورته فکر وکړی، له ځان سره و وایاست، چې حالات خراب دي، په ستونزو کې راګیر یاست، هغه څه چې نه لری په اړه یې فکر وکړی او په دې فکر وکړی چې کېدای شي راتلونکې میاشت له دې نه په ګڼو ستونزو کې راګیر شی، هغه ده چې پر ټول ذهن مو منفي افکار غلبه کوي او تر کنټرول لاندې یې راولي.