د ټرمپ او پوتین سیالي؛ اروپایان پر چا زیات باور لري؟

په اروپا کې د یوې تازه نظر پوښتنې له ترسره کیدو سره خلک د دوی د خوښې سیاسي رهبرانو په اړه پوښتل شوي.
په دغه نظر پوښتنه کي د مختلفو هېوادونو د مشرانو نومونه وړاندې شوي څو تر ټولو ډېر خوښ سیاستوال یې خلک په نښه او انتخاب کړي.
ټرمپ بایللې
دا نظر پوښتنه څرګندوي، چې ډیری اروپایان د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین پر ولسمشر شي جین پینګ زیات باور لري.
د نظر پوښتنې نور جزیات
یاده شوې نظر پوښتنه د پیو په نوم یوې موسسې ترسره کړې ده.
د نظر پوښتنې تر سره کوونکي وایي، چې په کې یې د کاناډا، فرانسې، المان، جاپان، امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او روسیې خلک پوښتلي دي.
سرچینه وایي په ټوله کې زیاتو پوښتل شویو خلکو انګیلا میرکل او امانوئل ماکرون د زیات باور وړ ګڼلي دي.

میرکل او ماکرون ګټلې
په یاده نظر پوښتنه کې د المان صدراعظمه انګیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د نړۍ تر نورو مشرانو پوښتل شویو کسانو ته د ډېر باور وړ ثابت شوي.
مېرمن میرکل په داسې حال کې بیا هم د نړۍ د ډېر باور وړ په سیاستوالو کې حساب شوې، چې هغې د خپل ګوند له مشرۍ استعفا کړې او ویلي، چې نور په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
له میرکل څخه وروسته د فرانسې ولسمشر د ډېر باور وړ سیاستوال ښودل شوی.
هغه دا مقام په داسې وخت ګټلی، چې په کور دننه له سختو ننګونو سره مخ دی.

د ټرمپ بې باوري
اروپایان په یاده نظر پوښتنه کي د بل هر سیاسي مشر په پرتله پر امریکایي ولسمشر ټرمپ ډېر بې باوره دي.
په دغه نظر پوښتنه کې ۱۰ سلنه المانیان او ۹ سلنه فرانسویان باور لري، چې ټرمپ په سمه لار روان دی.
ټرمپ نه یوازې په نورو هېوادونو؛ بلکې پخپل هېواد کې هم له لازم باور او ملاتړ څخه برخمن نه دی.