بېوزلي؛ ولې نه شتمن کیږو، څنګه شوو؟

ژباړه: صادق طارق
ځینې یا زیات بېوزله د نه شتمنیدو لپاره ګڼ دلایل لري.
څوک وایي: پلار نیکه نه داسې یوو.
څوک بیا د قسمت او نصیب خبرې کوي.
او څوک نور څه او څه وایي.
دا لاملونه طبیعي ده، چې په نه شتمنیدو کې خپله برخه رول به لري،مګر تر دې اخوا د اقتصاد او شتمنۍ اړوند علمي څېړنو نور مهم لاملونه موندلي.
دا لاملونه او حل لارې یې دلته په دې هیله شریکوو، چې له بېوزلۍ سره په مبارزه کې مو بریالي کړي:
پیسې نه شئ ټولولی
ښه فکر وکړئ، تاسې به د هغو خلکو له ډلې یاست، چې پیسې نه شي ټولولی.
دوی یا تاسې به دا پلمه کوئ: زه چندان عاید نه لرم.
دا خبره به تریوه ځایه سمه وي، خو په ټوله کې نه، ځکه یوازې زیات عاید لرل د پیسو ټولیدو د مخنیوي لامل نه دی.
که تاسې ونه کړی شئ، چې ۱۰ سلنه عاید مو زېرمه کړئ، مطمین اوسئ چې د عاید د څو چنده کیدو پر وخت هم د پیسو زېرمه کولو په هڅه نه کامیابیږئ.
د دې لپاره، چې د پیسو زېرمه کولو چل زده کړئ او ورته وهڅیږئ، د تېرو دوه اونیو لګښتونه مو وسنجوئ.
بیا درته معلومیږئ، چې کوم لګښتونه ضروري، کوم غیر ضروري او پیسې یې د زېرمه کیدو وړ وې.
دا محاسبه تاسې هڅوي، چې پر راتلونکو لګښتونو بیا کتنه وکړئ او د اضافي لګښتونو مخه ونیسئ.
د معجزې خوب وینئ
ځینې خلک یا تاسې به حتماً د شتمن کیدو لپاره په دې تمه یاست، چې یو ځل زیاتې پیسې په لاس درشي او ورسره مالداره شئ.
دا نو ریښتیا هم د معجزې خوب لیدل دي. تاسې فرض کړئ، چې دا یو ځل هم یو میلیارد ډالر په لاس درشي، څه به پرې وکړئ؟
زموږ مشوره به دا وي، چې د داسې خیال پردازیو پرځای عملي فکر وکړئ او د خپلو لږو عوایدو د یوې برخې په زېرمه کولو سوچ او عمل وکړئ.
مناسب وخت ته په تمه یاست!
تاسې او نور ډېر خلک، چې نه شتمن کیږي، یو دلیل یې وخت ته د انتظار په پلمه ځان غولول دي.
دوی فکر کوي، چې د شتمن کیدو وخت به یې راشي او هرڅه به ګل و ګلزار شي.
خو دا یوه بله تېروتنه ده، وخت ته مه په تمه کیږئ، همدا اوس لاس په کار شئ او مه پریږدئ، چې غربت او بېوزلي مو دوام وکړي.
مغروره یاست!
په دې خبره مه خپه کیږئ، چې درته وایوو مغروره یاست.
مغروریت خامخا په منځ کې شته. تاسې هم کیدای شي مغروره یاست او دا ستونزه مو پر بېوزلۍ اغېز ولري.
د مغروریت نقش به په دې برخه کې دا وي، چې تاسې به ځینو فرصتونو ته د دې لپاره نه ورنیږدې کیږئ، چې ګواکې ښه نه درته ښکاري.
نو دا مغروریت دی، د اقتصاد د علم ټینګار دا دی، چې له مغروریت څخه به د فرصتونو په مقابل کې کار نه اخلئ.
یوازې زیاته خواري کوئ
یوه ستونزه دا هم ده، چې ځینې کسان د شتمن کیدو لوی راز زیاته خواري او هلې ځلې ګڼي.
دوی مسلسل ځانونه ستړي کوي، خو د چا خبره: هندو ستړی او خدای ناراضه!
ستړیاوې له شک پرته په شتمن کیدو کې رول لري، خو نور رازونه هم د شتمن کیدو لپاره ضرور دي.
تاسې یوازې په ستړیاوو تکیه مه کوئ، نور چانسونه هم وازمایئ، کنه یوازې به زیات ستړي شئ او څه به هم لاس ته نه درځي.
له شته دندې نفرت لرئ
د دندې په اړه سم فکر وکړئ، چې ریښتیا ورنه ناراضه یاست کنه؟
د څېړنو له مخې هغوی چې نه شتمن کیږي، له خپل کار او فعالیته راضي نه دي.
تاسې سوچ وکړئ، چې که ستاسې د نه شتمن کیدو یو دلیل دا وي، نو ورباندې بیا کتنه وکړئ.
یا له دندې سره ځان برابر کړئ، یا د بلې مناسبې او ممکنې دندې په لټه کې شئ.
عیش و نوش مو زیات دی
ستاسې د نه شتمن کیدو یو دلیل به دا هم وي، چې تاسې زیات وخت په عیش و نوش، مستۍ او تفریح تېروئ.
دا شیان ټول ژوند کې ضرور دي، خو حد و اندازه یې باید وپېژندل شي او خپل جیب ته په کتو ورسره مخته لاړشئ.
له بدلونونو ډاریږئ!
بدلونونه تل له اندیښنو ډک وي، تاسې به هم له دغو بدلونونو ډاریږئ او په اسانه به بدلونونو ته غاړه نه ږدئ.
له بدلونونو سره مسولانه چلند په کار دی، خو ډار باید ترې ونه شي.
هوښیار خلک په هر بدلون کې نوي فرصتونه لټوي او په تدبیر سره چلند کوي.
ځان نه بېوزلو سره اړیکې لرئ
د نه شتمن کیدو یو دلیل دا هم دی، چې تاسې له ځان څخه زیاتو بېوزلو سره زیاته مخه لرئ.
داسې اړیکې په ذهني لحاظ تاسې ته زیات قناعت درکوي، چې شته حالت مو بیخي غوره دی او ګوزاره باید ورسره وشي.
د دې لپاره، چې له داسې احساس سره عادت نه شئ، زیات وخت له بېوزلو سره مخته مه وړئ.