قیس احمد، رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال ته بد خبر!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ درې تکړه او ځوان لوبغاړي قیس احمد، رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال د ویسټ انډيز هیواد په سږنیو تجارتي سیایلو کې ګډون نشي کولای.
راپورونه وايي، چې دا درې واړه لوبغاړي ځکه د ویسټ انډیز په CPL سیالیو کې ګډون نشي کولای، چې د کورونا ویروس اله امله دوی ته ویزې نه دي ورکړل شوي.
خو نجیب الله ځدران، مجیب ځدران محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، ظاهرخان پکتین او نوین الحق بیا هغه پنځه افغان لوبغاړي دي، چې په یاد لیګ کې به ولوبیږي.
د کرکټ په برخه کې ښه مبصر جعفر اند په دې تړا لیکلي:

 
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د روانې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پورې ترسره کیږي.
د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.
دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.
د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.
دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې اګسټ میاشت کې به پیل شي.