پاکستان لیګ کې د افغان لوبغاړو اخېستل او د کرکټ بورډونو پر اړیکو اغېز

د یکشنبې په ماښام د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په شپږم پړاو کې د لوبېدو په پار پنځه افغان لوبغاړي واخېستل شول.
په دې لیګ کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن، قیس احمد او نور احمد لکڼوال اخیستل شوي دي.
دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی، چې برحال افغان کرکټ لوبغاړي په پآکستاني لیګ کې اخېستل کېږي او دې چارې ته ډېری کرکټ مبصرین د نېک پال په سترګه ګوري.
دواړو کرکټ بورډونو له دې وړاندې اجازه نه ورکوله، چې لوبغاړي یې د افغانستان او پاکستان سوداګریزو لیګونو کې ولوبېږي.

د افغان او پاکستاني کرکټ بورډونو اړیکې

له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ ډېره هڅه کوله، چې افغان لوبډله لومړي سټېج ته راشي او بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله شي.
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان مانی څه موده وړاندې ویلي وو، چې دوی د افغان لوبډلې په پرمختګ کې ډېره مرسته کړې او دوی به له افغان لوبډلې سره ۲۰۲۱ کال کې ځېنې لوبلړۍ ولري.
د دواړو هېوادونو لوبغاړو په نړیوالو لوبغالو کې د لوبېدو پرمهال صمیمي چلند کاوه او خورا نږدې وو.
د ۲۰۱۴ کال اسیا جام، ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام پرمهال او ۲۰۱۵ نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره کولو پرمهال د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبغاړي خورا صمیمي وو.
۲۰۱۴ کې کله چې ولسمشر غني په ټاکنو کې په لومړي ځل بریالی شو؛ نو د پاکستان په لاهور کې افغان لوبډلې له پاکستان سره یوه ۱۵ اوریزه لوبه وکړه او دې لوبې ته د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ناست وو.
له دې وروسته دواړو کرکټ بورډونو پرېکړه وکړه، دوه اړخیزې لوبې به په کابل او اسلام اباد کې برابروي.
په دې لوبه کې افغانستان، پاکستان ته ماته ورکړه او همغه وخت ډېری کسانو دا انګېرله چې افغانان به په سیاست کې هم پاکستان ته ماته ورکوي.

د اړیکو خرابېدل

کله چې د روژې په پنځمه د کابل په وزیر اکبرخان کې ستره چاودنه وشوه او ډېر خلک پکې مړه او ټپیان شول؛ نو له دې وروسته د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوې او هوکړه شوې لوبې یې لغوه کړې.
دواړو کرکټ بورډونو په لیګونو کې د لوبغاړو له لوبېدو منع وکړه او د لوبغاړو ترمنځ هم ضد و ضد بازۍ زیاتې شوې.
۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وړاندې په یوه تمریناتي لوبه کې د پاکستان ماته او افغانستان بریا ډېری پاکستانیان خواشیني او افغانان خوښ کړل.
ورپسې د نړیوال جام په رسمي لوبه کې د پاکستان بریا بیا هغه څه وو، چې خوښي او خفګان برعکس شول.
د لوبو په نندارځای کې ډېری افغانانو په پاکستاني ننداره کوونکو هجوم ور وړ او فزیکي برخوردونه وشول.
د حضرت الله ځاځي او پاکستان بالر شاهین افریدي د ۵ څلوریزو صحنه بله د ضد بازۍ پلمه وه.
د ۲۰۲۰ په ډېسمبر کې د سریلانکا لیګ کې د نوین الحق، محمد عامر او شاهد افریدي لانجه بله بېلګه وه.

د افغان لوبغاړو اخېستل د اړیکو جوړولو ښه پال

اوس چې د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو شپږم پړاو لپاره افغان لوبغاړي اخیستل شوي، نو د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یوه ښه پلمه ده.
که دواړه هېوادونه ښې اړیکې ولري، نو کرکټ لوبغاړي به سره بیا صمیمي شي او دا چاره به د افغانستان د کرکټ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
تاسو درانه لوستونکي په کوم اند یئ، ایا رښتیا به هم دا چاره د لوبډلو په اړیکو مثبت اغېز وکړي؟