سږ کال پنجاب لوبډله او پکې د مجیب ځدران شتون!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

هندۍ ورزشي ویبپاڼې «کرکټ اډیکټور» د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د مشهوره لوبډلې «کینګز الیون پنجاب» ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده، چې پکې افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدارن هم شتون لري.
دې ویبپاڼې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې د ۲۵ لوبغاړو نوملړ خپور کړی او ورسره لیکلې یې دي، چې سږ کال به دا لوبغاړي د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ولوبیږي.
یاد لوبغاړي دا دي:
کیل راهول، ګلین مکسویل، شولډن کوټریل، کریشناپا ګوتم، کارون نایر، محمد شامي، نیکولاس پوران، مجیب الرحمن، کریس جورډن، کریس ګیل، روي بیشوني، مندیپ سینګ، میانګ اګروال، هاردوس ویلجن، پرابسیمارن سینګ، ډیپک هوډا، جېمز نیشام، درشن نلکانډې، سرفراز خان، ارش ډیپ سینګ، هارپریت برار، ایشن پوریل، جګدیشا سوچیت، مورګان ایشواین او تجیندر ډیلان.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی مجیب الرحمن د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره په ۲۰۱۸م کې یو ځای شو او دوه ټورنمنټونه ورسره ولوبېد، چې سږ کال یې درېیم ټورنمنټ دی.

ددې ترڅنګ راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل بیا سږ کال د څلورم ځل لپاره د حیدراباد لوبډلې سره لوبې ترسره کوي.
ټاکل شوې د هند IPL سیالۍ د روان کال سیپټبمر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيل شي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام وکړې.
سږ کال د آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو دی.