لس هېوادونه چې وګړي یې لوړ قدونه لري

ژباړه: عایشه حیدري

د نړۍ د نړۍ د ډېرو انسانانو په اند لوړ قد د ښکلا لپاره اړین دی او د ښایسته اندام یو لوی راز او نښه لوړه ونه (قد) لرل دي، خو یاد مو وي چې هېڅ انسان له زېږېدو سره سم د لوړې ونې یا قد لرونکی نه وي او له مور او پلار څخه ارثي او جنیټيکي خواص ارومرو ماشوم ته انتقالېږي چې د ماشوم په قد او د بدن په جوړښت اغېز لري.
د نړۍ په کچه د لوړ قد لرونکي خلک تر ډېره د اروپايي هېوادونو اوسېدونکي دي، دا ځکه چې د اروپا ښایسته هوا، مناسب خواړه او د ماشوم د مور او پلار لوړ قدونه د دې لامل ګرځي چې د دغو هېوادونو وګړي ښایسته او لوړ قدونه ولري. خو دا خبره باید له یاده ونه باسو چې د اروپايي هېوادونو ترڅنګ د نړۍ د نورو هېوادونو وګړي هم لوړ او زړه راښکونکي قدونه لري.
د دې لیکنې د سریزې لوستو سره به تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوي وي چې د نړۍ د کومو هېوادونو وګړي لوړ قدونه لري او د هغوی د قد لوړوالی څومره دی؟
د دې لیکنې تر پایه له موږ سره پاتئ شئ! موږ به تاسو ته د نړۍ لس هغه هېوادونه در وپېژنو چې وګړي یې لوړې ونې لري.

۱۰ – لوګزامبورګ

لوګزامبورګ Luxembourg هغه هېواد چې ښځینه او نارینه یې دواړه لوړې ونې لري. د لوګزامبورګ وګړی په منځني ډول د ۱.۷۹۹ مترو یا ۱۷۹،۹ سانتي متره او یا ۵.۹ فوټه لوړ قد لرلو سره د نړۍ د لوړ قد لرونکو وګړو په ډله کې لسم ځای خپل کړی.
جینونه د انسان د بدن د هرې برخې په جوړېدو کې په ځانګړي ډول د قد په اندازه کې ډېره ونډه لري، که چېرته د یوه انسان د قد جینونه د ښو او مناسبو خوړو او ارامه چاپېریال له امله سالمه وده وکړي، نو شي ښایسته او لوړ قد به ولري، خو هېره دې نه وي چې د انسان د قد په ودې او لوړوالي کې د مور شيدې ځانګړی ځای او ونډه لري.
د لوګوزامبرګ د و ګړو قد یا ونه:
• ۱.۷۹۹ متره
• ۱۷۹،۹ سانتي متره
• ۵.۹ فوټه

۹ – سلوېنیا

سلوېنیا Slovenia د مرکزي اروپا له هېوادونو څخه دی چې د الپ په دیناري سیمه کې واقع دی، او په ننني لست کې یې ځانته نهم ځای غوره کړی ده.
د سلوېنیا Slovenia ټول وګړي لوړ او منځني قدونه لري، چې د دغه هېواد د وګړو ونه ډول ۱،۸۰۳ متره یا ۱۸۰،۳ سانتي مترو ته رسېږي چې ۵،۹۸ فوټه سره برابرېږي. که څه هم د دغو خلکو په لوړو قدونو کې جنیټیکي ځانګړنې او عوامل هم مهمه ونډه لري، خو د دغه هېواد د خلکو ځانګړی خوراکي رژیم هم د دوی د قد په لوړوالي کې لویه ونډه لري، ځکه چې د دوی خواړه له پروټینو او غوښو څخه ډک دي. د دغه هېواد د خلکو قد په لاندې ډول دی:
• ۱،۸۰۳ متره
• ۱۸۰،۳ سانتي متره
• ۵،۹۸ فوټه

۸ – چک

د چک جمهوريت Czech Republic وګړي په منځني ډول د ۱,۸۰۳۱ متره ونه لري او د نړۍ د لوړ قد لرونکو هېوادونو په ډلې کې یې اتم ځای خپل کړی دی.
دا چې د چک وګړي غوره اقتصادي وضعیت لري، (ښه ژوند لري او ښه خواړه خوري) نو ځکه لوړې ونې لري. د یادونې وړ دی چې ښه او مناسبه خواړه د انسان د ونې په لوړوالي کې مهمه ونډه لري.
د چک جمهوریت د وګړو قد:
• ۱,۸۰۳۱ متره
• ۱۸۰،۳۱ سانتي متره
• ۵،۹۱۵۶۸ فوټه

۷ – کروشیا

د کروشیا Croatia یا کرواسي وګړي په منځني ډول ۱,۸۰۵ متره یا ۱۸۰،۵ سانتي متره قدونه یا ونې لري او د نړۍ په کچه لوړو قد لرونکو وګړو کې د دغه هېواد وګړو اووم ځای خپل کړی دی.
دا څرګنده ده چې جنیټیکي عوامل د قد په لوړوالي کې مهمه ونډه لري، او د کرواسي هېواد د وګړو د ونې لوړوالی یواځې همدا یو لامل لري، هغه دا چې د هغوی د لومړنیو نسلونو لوړې ونې درلودې. او هېر مو نه شي چې د نړۍ لوړ قد لرونکي ډېری ورزشکاران د دغه هېواد په ځانګړي ډول د دامالتیا سیمې وګړي دي. د کروشیا د خلکو قد د اندازه ګیرۍ د بېلابېلو واحدونو پر بنسټ په لاندې ډول دی:
• ۱,۸۰۵ متره
• ۱۸۰،۵ سانتي متره
• ۵،۹۲۱۹ فوټه

۶ – جرمني

جرمني Germany هغه هېواد چې د ښځینه او نارینه وګړو قدونه يې په منځني او مساوي ډول شاوخوا ۱,۸۱ متره یا ۱۸۱ سانتي متره لوړوالی لري، او د نړۍ د لوړو ونو لرونکو هېوادونو په ډلې کې شپږم ځای خپل کړی.
د جرمنیان یو متل لري سهار‌ د یوه پاچا په څېر، غرمه د يوه شهزاده په څېر او د شپې د يو فقير په څیر ډوډۍ وخوره. دغه متل د جرمنیانو د خوړو رژیم ښيي. هېره مو نه وي چې د جرمنیانو چې خواړه پروټین، قند او ډېر غوړي لري او کچالو، غنم، غوښه او لبینات هغه خواړه دي چې جرمنیان ترې په لوړه کچه څخه ګټه اخلي.
د جرمنیانو قدونه په منځني ډول:
• ۱,۸۱ متره
• ۱۸۱ سانتي متره
• ۵،۹۳۸ فوټه

۵ – سربستان

د سربستان Serbia وګړي د دې لپاره چې د ماشومتوب څخه تر زړښت پورې تل ورزش کوي لوړ قدونه لري او د دوی دغه ورزش د دې لامل کېږي چې د یاد هېواد وګړي لوړ قد و لري. د سربستان په منځني ډول د ۱,۸۲ متره یا ۱۸۲ سانتي متره لوړو قدونو لرلو سره په ننني لست کې ځانته پنځم ځای غوره کړئ دی.
جنیټيکي عوامل او د سربستان د خلکو د خوړو مناسب رژیم د دې لامل شوی چې د دغه هیواد وګړي لوړ قدونه ولري. او د سربستان د خلکو د قد په لوړوالي کې د هغوی سهارني خواړه هم چې د پروټین، غوښې او لبنیاتو څخه ډک وي مهمه ونډه لري.
په اوسط ډول د سربیا د خلکو قدونه په لاندې ډول دي:
• ۱,۸۲ متره
• ۱۸۲ سانتي متره
• ۵،۹۷۱۱ فوټه

۴ – ناروې

پخوا د نړۍ تر ټولو لوړ قد لرونکي وګړي (وایکینګزVikings ) ول او اوس هماغه خلک تر ډېره په ناروې کې اوسېږي ته ځانګړی شوی دی.
د ناروې Norway وګړو ته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې دي او هغوی په خپلو خوړو کې د پروټین او لوړو کالوري لرونکو خوړو څخه ګټه اخلي نو ځکه یې قدونه لوړ دي او د نړۍ کچه څلورم ځای د ناروې دی.
د دغه هېواد هر وګړي په منځني ډول ۱،۸۲۴ متره یا ۱۸۲،۴ سانتي متره لوړه ونه لري:
• ۱،۸۲۴ متره
• ۱۸۲،۴ سانتي متره
• ۵،۹۸۴۲ فوټه

۳ – ډنمارک

د نورو عواملو تر څنګ، جنیټیکي عوامل او چاپيريال دوه هغه لاملونه دي چې د ډنمارک خلکو د قد په لوړېدا کې مهمه ونډه لري او د نړۍ د لوړو ونو لرونکو هېوادونو په لړ کې دریم ځای د ډنمارک Denmark دی.
د ډنمارک دولت د خپلو وګړو لپاره د ژوند هر ډول اسانتياوې برابرې کړې دي او د دغه هېواد وګړي ډېر شتمن دي، که څه هم جنیټیکي عاملونه او خواړه د انسان د ونې په لوړوالي کې ډېره ونډه لري خو ارامه او هوسا ژوند هم د قد په لوړوالي کې مهمه ونډه لرلای شي.
هېره دې نه وي چې د نړۍ تر ټولو لوړې ښځې د ډنمارک هېواد دي، او د بېلابېلو واحدونو پر بنسټ د ډنمارک د خلکو قدونه په لاندې ډول دي:
• ۱،۸۲۶ متره
• ۱۸۲،۶ سانتي متره
• ۵،۹۹۰۸ فوټه

۲ – مونټينېګرو

دغه هېواد د الپ غرونو ترڅنګ په دیناري سیمه کې واقع دی. مونټينېګرو Montenegro ډېره ښایسته او زړه راښکونکې هوا لري. د مونټينېګرو دولت د دغه هېواد ماشومان ښه تغذيه کوي، ځکه نو د هغوی قدونه لوړ وي، اړینه ده چې پوه شئ چې خواړه د هر انسان د قد په لوړوالي کې ځانګړی ځای لري.
د دغه هیواد وګړي په منځني ډول ۱,۸۳۲ متره یا ۱۸۳،۲ سانتي متره لوړ قدونه لري ځکه یې په ننني لست کې ځانته دویم ځای غوره کړی دی. د مونټينېګرو ټول وګړي خوړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د هغوی د لوړو قدونو یواځینۍ لامل همدا غوره خواړه دي.
مونټینېګرو د خلکو قدونو اندازه په لاندې ډول ده:
• ۱،۸۳۲ متره
• ۱۸۳،۲ سانتي متره
• ۶،۰۱ فوټه

۱ – هالنډ

هالنډ Netherlands د نړۍ لومړنۍ هغه هېواد چې ټول وګړي یې لوړ او ښایسته قدونه یا ونې لري.
د هالنډ هر وګړی په منځني ډول ۱،۸۳۸ متره یا ۱۸۳،۸ سانتي متره لوړ قد لري او د ټولې نړۍ د وګړو څخه لوړ قدونه لري. مونږ دا منو چې د نړۍ په ځینو نور هېوادونه کې هم يو، یو لوړ قد لرونکي وګړي شته خو د هالنډ هېواد ټول وګړي لوړ قدونه لري. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا چې د هالنډ د خلکو خواړه تر نورو ټولو هېوادونو ښه کیفیت لري او د دغه هېواد وګړي په خپلو خوړو کې د لبنیاتو او د سړو اوبو کبانو څخه ګټه اخلي.
د هالنډ حیرانونکی ټکی دا دی چې د دې لپاره چې د دغه هېواد وګړي ټول لوړ قدونه لوري نو له همدې امله په دغه هېواد کې د ودانیو دروازې ډېرې لوړې او پراخې جوړې شوې دي.
د هالنډ د خلکو قد:
• ۱،۸۳۸ متره
• ۱۸۳،۸ سانتي متره
• ۶،۰۳ فوټه
په پای کې باید یادونه و کړو چې د لوړ قد د لرلو لپاره نه يوازې جنیټیکي عاملونه اړین دي، بلکې ښه خواړه، پاک چاپېریال، هوسا او ارامه چاپیریال، له اندېښنې نه تش او د خوشالیو ډک ژوند هم د لوړې ونې په لرلو کې ډېر اړین دي.
نو که غواړئ چې لوړ قدونه ولرئ او ماشومان مو هم د لوړ قد لرونکي و اوسئ نو پورتنیو ټکو ته ډېره پاملرنه وکړئ.