ټولنیز ژوند

پينځمه / وروستۍ برخه ـ څنګه د نورو زړونه لاسته راوړو؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې د نورو د زړونو لاس ته راوړل اسانه کار نه دی او ډېر مهارت غواړي، خو که چېرې ښه اخلاق ولرو په ډېرې اسانۍ سره کولای شو چې د نورو زړونه لاس ته راوړو. د ښو اخلاقو لرل یعني په زړونو پادشاهي کول. که غواړئ چې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، مخ‌ماتی او يا خاکساره و اوسئ، ځکه مخ‌ماتی اوسېدل هغه چلند دی چې ټول یې ستايي. هېڅوک … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څلورمه برخه_ څنګه د نورو زړونه لاسته راوړو؟

انسان یو ټولنیز موجود دی او د خپلو شاوخوا خلکو اړيکو او مرستو ته اړتیا لري، خو د دې لپاره چې انسان وکولای شي له نورو سره اړيکه وساتي او د هغوی مرستې او مينه ترلاسه کړي، لومړی باید د هغوی زړونه لاس ته راوړي، د ياران وېبپاڼې په بېلابېلو لیکنو کې مو يادونه کړې، چې د نورو د زړونه د لاس ته راوړلو يوازينۍ کلۍ ښه اخلاق دي. دا چې څنګه د نورو زړونه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

درېيمه برخه_ څنګه د نورو زړونه لاس ته راوړو؟

يوه مشهوره اصطلاح ده چې وايي شهرت ښه دی، خو له شهرت نه محبوبيت څو برابره غوره دی. د هر انسان نیت او اخلاص د هغه له رويې او اخلاق نه ښکاري او هر انسان چې ښه اخلاق ولري، ټول په دې پوهېږي چې هغه غوره انسان دی او نورو ته پاک نیت لري، خو ايا کله مو فکر کړئ چې څنګه غوره شخصیت لرلای شو او څنګه د نورو پر زړونو پادشاهي کولای شو؟ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دویمه برخه – څه ډول د نورو زړونه لاسته راوړو؟

د یوه ښه انسان ځانګړنې د هغه پر شاوخوا خلکو باندې ډېر اغېز کوي. د دې ترڅنګ چې نور د هغه کړنې کاپي کوي او غواړي چې د هغه په څېر شي، د هغه په څنګ کې د خوشالۍ احساس کوي او له هغه سره د اوسېدو نه خوند اخلي. هغه انسانان چې ښې ځانګړنې لري ډېر ژر د نورو زړونه فتحه کوي او ډېر ملګري لري. د دې لپاره چې ښه انسانان د خپلو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

لومړۍ برخه – څه ډول د نورو زړونه لاسته راوړو؟

هر انسان غواړي چې نور یې وستایي، د نورو پر وړاندې یو غوره شخصیت و اوسي او خپلو ټولو شاوخوا خلکو په زړه کې ځانګړی ځای ولري. په دې موږ ټول پوهېږو چې هر څوک غواړي چې په ټولنه کې محبوبیت ولري، نو په یاد ولرئ چې د نورو د زړه لاسته راوړلو لپاره او د دې لپاره چې ځانګړي و اوسئ، باید ځینئ کړنې ترسره کړئ. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته ځینې … نور ولولئ

ژوند بڼه

له مینې پرته واده کومې پايلې لري؟

زموږ په ټولنه کې ډېری خلک پرته له دې چې له يو بل سره مینه ولري او يا لږترلږه له واده نه مخکې يو بل وپيژني واده کوي، دا سمه ده چې ډېری داسې ودونو ښې پایلې لرلي او که دوه تنه له واده وړاندې يو بل ونه پیژنی کولای شي تر واده وروسته ځان ته ښه او له خوښيو ډک ژوند جوړ کړي، خو په ټوله کې داسې نه ده او د هر واده … نور ولولئ

ژوند بڼه

کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ مینه نه وي، هغوی ولې خپلې اړيکې ته دوام ورکوي؟

کېدای شي له تاسو سره هم دا پوښتنه وي چې که تر واده وروسته د ښځې او خاوند په اړيکه کې مينه نه وي، ښځه او خاوند ولې هغې اړيکې ته دوام ورکوي؟ په نننۍ لیکنه کې غواړم ځينې هغه لاملونه در وپېژنم چې که تر واده وروسته د ښځې او خاوند ترمنځ په اړيکه کې مينه نه وي خو بیا هم دا لاملونه د دې لامل کېږي چې ښځه او خاوند د اړيکې دوام … نور ولولئ

ژوند بڼه

که واده مو کړی وي او په اړيکه کې مو مینه نه وي، نو دا کړنې ترسره کړئ!

که غواړئ له مينې نه پرته واده وکړئ او ځان د هر ډول ژوند پر مخ وړلو ته چمتو ګڼئ نو باید د خلکو خبرې او د ټولنې ليدلوري ته غور وکړئ. که له واده مخکې مو خپل خاوند او يا مېرمن نه وي لیدلي او غواړئ چې واده وکړئ نو په دې پوه شئ چې په لږ وخت او اسانۍ سره به ستاسو ترمنځ ډېر صمیمت پيدا نه شي، نو باید په خپلې اړيکه … نور ولولئ

ژوند بڼه

د واده په اړيکه کې د مینې شتون حتمي دی

څه فکر کوئ ستاسو په نظر له مينې نه پرته واده کول ښه کار دی؟ ايا په دې پوهېږئ چې که له مينې نه پرته واده وکړئ پایلې به یې څه وي؟ ايا غواړئ چې له داسې چاسره واده وکړئ چې نه هغه له تاسو سره او نه تاسو له هغه سره مينه لري؟ د پورتنیو پوښتنو د ځوابونو د ترلاسه کولو لپاره نننۍ لیکنه تر پايه ولولئ! د واده کولو تر ټولو اړين شرط … نور ولولئ

اقتصاد

ايا له غریب هلک سره واده وکړو؟

له غريب خو زيارکښ او فعال هلک سره واده کول څو برابره د شتمن خو ټنبل او بې مسوولیته هلک سر د واده کولو په پرتله غوره دی. خو په دې باید پوه شو چې پیسې په ژوند کې ډېرې ارزښتمنې دي او د پیسو شتون د دې لامل کېږي چې يوه کورنۍ له هوساينې نه ډک ژوند ولري. که په ژوند کې د پيسو په پرتله مینه درته ډېر ارزښت لري او د خپلې … نور ولولئ