“ژوند لنډ او فاني دی خو هنر اوږد او تلپاتې دی”

ژباړه او راټولونه

ـ زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي. (استاد ګل پچا الفت)

ـ تر مخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښیږي. (استاد ګل پچا الفت)

ـ وپوهېدو چې د خیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو. (استاد ګل پاچا الفت)

ـ ځینې وایي، خوښ خلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی. (استاد ګل پاچا الفت)

ـ ښه ده چې عقل او پوهه پر موږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای. (استاد ګل پاچا الفت)

ـ له مینې وېره له ژوند وېره ده، هغوی چې له مینې تښتي مړه دي. (براتراند راسل)

ـ عاقل سړی کم غږیږي او ډېر اوري. (سقراط)

ـ د هغې مرغۍ په څېر اوسه چې یوه لحظه پر یوې کمزورې او خویي شاخچې کیني، سندره وایي او احساس کوي چې شاخچه لرزیږي خو خپلې نغمې ته دوام ورکوي، ځکه ډاډه ده چې وزرې لري.(ویکتور هوګو)

ـ ژوند لنډ او فاني دی خو هنر اوږد او تلپاتې دی. (سقراط)

ـ په مینې مور او پلار ته کتل په عبادت کې حسابیږي.(حضرت محمد ص)

ـ په پوهه او فلسفه کې تعصب لکه د بل هر تعصب غوندې د خاموالي نښه ده، چې تل د رښتیا په زیان تمامېږي. (ابن سینا)

ـ دنیا ډېره پراخه او د ټولو مخلوقاتو ځای دی، د بل د ځای نیولو پر ځای هڅه وکړئ چې خپل حقیقي ځای پیدا کړئ. (چارلي چاپلین)

ـ څوک چې څه کولای شي ترسره کوي یې، خو څوک چې یې نه شي، نیوکه کوي. (جورج برنارد شاو)

ـ که دې ولیدل چې څوک تاته نه خاندي علت یې پخپلو تړلو شونډو کې ولټوه. (دیل کارنګي)

ـ بې مینې خلک، هغه ړانده دي چې هېڅکله هم منزل ته نه رسیږي. (ژان ژاک روسو).

ـ له عکس سره د نقاشۍ توپیر د هغې ارامتیا احساس دی، چې نقاشي یې انسان ته ورکوي. (پیکاسو)