بریا او پرمختګ

غلا؛ په ماشومانو کې لوی چلندي کړکېچ!

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل یو وخت مې له یوې رسنۍ سره کار کاوه یوه متاهله همکاره مو لرله چې تل به یې له خپلو کوچنیانو شکایت کاوه، تل به یې همدا په خوله کې لیکلي وو، “خدای دې دوی ورک کړي بیخي یې په سر اخیستې یم، پیسې مې برسېره نشم ایښودلای راڅخه غلا کوي یې او بیا چې هر څه وکړم نشم یې موندلای، دا خو خیر خپل کور دی، اوس یې … نور ولولئ

خوندیتوب

د اوبو ارزښت؛ د بشري ژوند حیاتي ماده!

ليکنه او راټولونه اوبه که په هره بڼه وي( حرارتي، لزوجي، کیمیاوي او داسې نور…) دا هره بڼه یې د انسان لپاره پر خپل ځای ګټوره ده او په خپل ځای کې خپله دنده ترسره کوي؛ د اوبو څخه د ژوند یو موجوداتو څخه هره ډله او ګروپ یې خپله ګټه اخلي. د ساینس پوهانو له نظره د اوبو ارزښت دومره زیات دی چې نور په هېڅ مایع کې نشته چې ورسره پرتله او مقابله … نور ولولئ

خواړه

که د سهارنۍ خوړلو عادت نه لرئ، نو دغو ستونزوسره مخ کېږئ!

  چای په افغانستان کې تر ټولو زیات څښل کېدونکی مشروب دی او بې شمېره مینه‌وال لري، خو ښه خبره دا ده چې دغه مشروب انسان له یو شمېر وژونکو ناروغیو هم ژغوري. په نوي څېړنو کې روغتیایي کارپوهان وایي چې د سهار چای نه څښل انسان د فلج او د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي. په دغه څېړنه کې ۱۳۰۰۰۰ کسانو ژوند وڅېړل شو په کوم کې چې ۴۵ او یا له دې … نور ولولئ

خواړه

د دې خوړو په خوړلو سره مو ذهن پیاوړی کیږي

ليکنه او راټولونه هر هغه خواړه چې موږ یې په ورځني ډول استعمالوو زموږ په وینه کې له جذبېدو سره زموږ د بدن اړتیا پوره کوي او د بدن په ځینو برخو بیا ځانګړي اغېز کوي. د نړیوالې روغتیایي ادارې راپور پر بنسټ د ځینو خوړو استعمال د انسان ذهني وړتیا تر ۲۰ سلنه زیاتولی شي. دلته هغه خواړه چې ذهن مو پیاوړي کوي تاسو ته وایو. توت: د ذهني فشار او غوسې په پایله … نور ولولئ

اقتصاد

کوچنی اقتصاد څه شی دی؟

ژباړه کوچنی اقتصاد ټولنیز ساینس دی چې د محدودو سرچینو کارول او وېش باندې د انساني چلند اغېزې مطالعه کوي. کوچنی اقتصاد پوه ښیې چې ولې او څنګه مختلف توکي بېلابېل ارزښتونه لري، خلک څنګه کولی شي ډېرې اغیزمنې او ګټورې پریکړې وکړي، او څنګه خلک کولی شي غوره همغږي او یو ځای کار وکړي. په عموم کې خبرې کول، کوچنی اقتصاد د لوی اقتصاد څخه ډېر بشپړ، پرمختللی او دقیق دی. د کوچني اقتصاد … نور ولولئ

خوندیتوب

ځواني دانې؛ لاملونه او درملنه

ليکنه او راټولونه ځواني دانه یوه عامه ناروغي ده چې د پوستکي د دانو په منځ ته راتللو سره معلومېږي. ځواني دانې د پوستکي یوه التهابي ناروغي ده چې د پوستکي د داغونو لامل ګرځي. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پایله کې منځته راځي، چې د پوستکي د سطحې د وړو سوریو او وېښتانو د ریښو د بندېدو لامل ګرځي. ډېری دا ډول داغونه پر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د علم/ پوهې په هکله د پوهانو خبرې!

ليکنه او راټولونه علم یو عربي ویي/ لغت دی چې د پوهېدلو، پوهې، زده کولو او پوهولو په ماناوو کارول کېږي. په قران کریم کې د علم کلمه ټولو علومو ته شامله ده، که هغه دیني علوم دي او که دنیوي. انسان ته چې د هر څه حقیقت ښکاره شي، له ناپوهۍ وروسته پوهه ورته حاصله شي او یا یې په موجوده علم باندې څه ور زیات شي، دغه د علومو څخه یو علم دی. … نور ولولئ

ادبیات

د اختر په ویاړ لنډۍ او شعرونه

ليکنه او راټولونه اختر د خوشالیو له ورځو څخه دی. د نړۍ په هره برخه کې مسلمانان اختر په خوشالیو او رنګونو سره نمانځي خو په زړه پوري خبره دا ده چې د نړۍ په هر کونج کې اختر په مختلفو طریقو او رواجونو سره نمانځل کېږي. لوی اختر د افغانستان د مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري. لوی اختر په هېواد کې تر درې ورځو پوري په مېلو او خوښیو سره نمانځل کېږي، د اختر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د وینا منفي ټکي چې باید پام ورته وشي

پیغام ورکول او په هغه پوهېدل ډېر مهم دي. موږ د ژوندانه په کارونو کې خپل موخې، احساسات او اغېزې په خپلو مشورتي یا هم نظریاتي کلماتو کې تر اړوند اشخاصو پورې رسوو. خبرو کې عمومي غلطیانې ته یوه کتنه کوو چې په عمومي ډول خبرو اترو کې لیدل کیږي او کله چې د وخت په تېرېدلو سره یادو غلطیو او نواقصو ته مو پام شي نو سړی ډېر پښېمانه شي. ـ وېرېدل یا هم … نور ولولئ

پوهنه

غاښونو برسول؛ څنګه او څه وخت باید غاښونه برش شي؟

ليکنه او راټولونه دا چې څنګه او څه وخت غاښونه برس کړو دې لیکنې کې تاسو ته وایو. ـ د خوړو له خوراک وروسته باید دېرش دقیقې انتظار وکړو او  وروسته غاښونه برس کړو. د خوړو د خوراک د ختم سره سم د غاښونو برس کول د غاښونو د خرابېدو سبب کېږي، په دغه حالت کې د خولې د پی ایچ لیول ټیټ یانې اسیډي وي نو ځکه د غاښونو برس کول د دې سبب … نور ولولئ