کندهار کې د ۱۰۱ کرنېزو پروژو چارې تر ۳۰سلنه بشپړ شوې

راپور: بشر درویش

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۱۰۱۰ پروژو چارې پیل شوې وې، تر ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې دغه پروژې د کندهار ښار ترڅنګ ددې ولایت د ارغنداب، ژېړۍ، دامان، پنجوایي، شاولیکوټ، تخته پل، ارغستان، سپین بولدک او مېوند ولسوالیو کې د زرګونه ټنه مېوو اوسبو د ساتنې په وړتیا سره جوړیږي.
Image may contain: outdoor and nature
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي:

«کندهار کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۱۰۱۰ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې ۹۱۱ یې ممیزخونې، ۵۲ د انارو لپاره سارک سړې خونې، د کچالو څلور زېرمتونونه او ۴۳ نور یې د مېوو او سبو د ساتنې په پار زېرمتونونه دي، چې ددغو پروژو د یوشمېر هغو رغنیزې چارې تر ۳۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ښاغلی سیدي له قوله زیاتوي:

 «کندهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل ددې ترڅنګ چې د کندهاري بزګرانو او بڼوالو کرنیز توکي خوندي ساتي، ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو ستونزې راکموي، د عوایدو کچه یې زیاتوي او ترڅنګ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي

ګټې یې

په همدې حال کې هغه کندهاري بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې، ممیزخونې او زېرمتونونه جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو سړوخونو، ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسب زېرمتونونو، سړوخونو او ممیزخونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ یو تن بزګر عبدالکریم وایي:

«د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل کولای شي، چې دکندهار ولایت د بڼوالو او بزګرانو مېوې او سابه په خپلو سیمو کې خوندي او د خوڅاکېدو مخه یې ونیسي

دغه بزګر وایي، ددې لپاره چې د کندهاري بزګرانو او بڼوالو ډېری عواید د مېوو او سبو د کرکېلي له لارې دي، نو د کرنې له وزارته غواړو چې د اصلاح شوي تخمونو په وېش او د لا ډېرو معیاري سړوخونو په جوړولو کې دې له موږ سره همکاري وکړي تر څو د کندهاري بزګرانو د ژوند او عوایدو کچه لوړ شي.
Image may contain: outdoor, nature and water
لوی کندهار د کال زرګونه ټنه وچه او تازه مېوې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادروي، چې مېوې یې په ځانګړې توګه انار یې غوره نړیوال شهرت هم لري. د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د سړوخونو او ممیزخونو په جوړېدو سره د کندهار ولایت زرګونه ټنه مېوې په ځانګړې توګه د انارو او انګورو د خوڅا کېدو او په ټېټه بیه یې د پلور مخه نیول کیږي.